په نولسمې پيړۍ کی د بريطانيې او د روس سيالي چې سل کاله روانه وه، ” لويه لوبه” نومېږي. . لوبه د “شطرنج” وه او پکی چين او پارس ( ايران) هم ورگډ و.
دا نوم په لومړي ځل په بنگال کی د بريطانيې د ختيځ هندي شرکت ( ايسټ انډيا کمپني) د جاسوسۍ د څانگې يو افسر “ارتهر کونولي ” ( ۱۸۴۲ کی ومړ) له خوا وکارول شو. هغو چې تخيل يې کار کوو، روس د “يږې” بريطانيه د “زمري” او ايران د “گيدړې” په شکل انځورول
د اتلسمې پيړۍ په پاې کی بنگال او دکن د بريطانيې يو تجارتي شرکت لاس ته ولويدل چې د تجارت په پلمه هلته ورغلي و. دوي په بنگال کې د منظم پوځ د جوړولو لپاره ځاي خلک وروزل او د هغوي پر مټ د هند لويديځو سيمو ته وروخوځيدل.
د هند نه علاوه بريطانيې په اسټريليا، نيوزيلينډ، شمالي امريکه او په جنوبي افريقه هم خيټه اچولې وه. د دوي سره په سيالۍ کی فرانسه، هسپانيه، پرتگال او نيدرلينډ (هالينډ) وو. روسانو د خپلې خاورې چاپيره سمندرونو په را لاندی کولو خپل مملکت پراخه کړو. بيا د مسلمانو ملکونو، قزاقستان، چيچنيا او داغستان د نيولو نه وروستو يې سمرقند او تاشقند ته سترگې سری کړی وې.
د نولسمی پيړۍ د پيل سره د فرانسې نپولين بونا پارټ ( ناپولين) او د روسي ايمپراتور تر منځ په ټلسيټ کې تړون ووشو چې په هند به يرغل وکړي. په ۱۸۱۳ م کی د روس او د پارس ( ايران ) تر منځ د څو کلونو جنگ پاې ته ورسيدو او دوي روغه وکړه. د دی روغې پايله دا وه چې روس د پارس ځينې سيمې چې پکی ازربايجان هم شامل و، قبضه کړل.
بريطانيه ويرېده چې روس به د امو سيند نه واوړي، د افغانستان د لاری هند ته راشي او ټول پنجاب به يې په لاس کی شي. د بريطانيې وزير اعظم “بنجمن ډيزرايلي” په يو ليک کی ملکې وکټوريه ته ژمنه وکړه چې ” ماسکو وال” به د مرکزي ايشيا نه د کيسپين بحيرې ته وشړي. ده د شاهي القابو يو نوی قانون رامنځ ته کړو چې د هغې تر مخه ملکه يې ” د هند ايمپراتوره” اعلان کړه. په دی سيالۍ دوي خپله واکمنه د روس د زار ايمپراتور سره په انډول کړه.
د روس په اړه د انگريزانو د معلوماتو راټولولو کار منظم نه و او هلته هندي تجارانو د هرې پيښې نه ځان خبروو او معلومات به يې په هند کې خپلو بادارانو ته ورکوو. هغه وخت ترټولو قوي جنگيالي سيکان او افغانان و او دوي ته يې داسې حالات پيدا کړل چې پخپلو کې جنگيدل. سدو زو او بارکزو پخپل منځ کې په جنگونو د افغانستان ټوله شته مني په جنگ کې وسيزله. امير دوست محمد خان د انگريزانو په اند د روسانو ملگرې و او د هغه په ځاې په ۱۸۳۷ م کې شاه شجاع د خپل روزل شوي پوځ سره يې کابل ته ورواستوو چې درې کاله وروستو د لومړي افغان جنگ قرباني شو.
روس په ۱۸۶۸ م کی سمرقند او بخارا، په ۱۸۷۳ م کی خيوا، په ۱۸۷۵ م کی قوقند او په ۱۸۸۲ م کی مرو ونيول چې ښاي د بريطانيې له خوا د خطر په احساس يې دا کار کړی و. په ۱۸۷۸ م کی يې خپل نابللې استاځې کابل ته ورواستوو نو بريطانيې د اميرشير علي خان نه غوښتنه وکړه چې د دوي استاځيتوب دی هم وومني. داسې ونشول او انگريز د څلويښتو زرو پوځ سره بيا د افغانستان خاورې ته وردننه شو چې د دويم جنگ سبب شو.
د جنگ په پاې کی اميرعبد الرحمان واکمن شو او د دی لپاره چې پښې ټينگې کړي، دا شرط وومنلو چې د افغانستان خارجه پاليسي به د انگريزانو په لاس کی وي. ده پخپل ملک کی په لوې لاس د سختۍ او وژنې د لاری مخالف قوتونه په گونډو کړل او اخر افغانستان خپل مرکزيت پيدا کړو.
په ۱۸۸۴ م کی د مروې (ترکمانستان) کی د “پنج ده” سيمه د امو سيند په شمال کی لکه د يوی وړی افغاني نخلستان په څير وه. روسانو په دې حمله وکړه او نږدی وه چې هلته د روسي او د افغان ځواک تر منځ جنگ انښتې وې چې د بريطانيې په مداخله دا د روس برخه وټاکل شوه. امو د افغانستان نوی پله شوه. د ۱۸۸۵ م او ۱۸۸۸ م پوری د افغانستان خارجه پاليسي د بريطانيې سره وه او د پنجده په معامله افغان امير (عبد الرحمان) هيڅ توان نه لرلو.
په واخان کی د “زورکل” جهيل پر سيمه باندی هم روس او چين دعوا وکړه. په ۱۸۸۰ م کی افغان ځواک د جهيل په شمال کی ” اليچور” سيمه نيولې وه. په ۱۸۹۱ م کی روس واخان ته خپل پوځ ورواستوو او هلته نه د بريطانيې پوځ وويستل شو. په دی پيښه انگريزان په ويره شول چې روس به د دی غرونو د وړو سيمو د مشرانو سره لاس يو کړي او په هغه لاری به کشمير کی وردننه شي.
په ۱۸۹۱ م کی انگريز خپل پوځ هنزه او نگر ته ورواستوو چې هلته د چين کمزوري پوزيشن نه به روسان گټه واخلي. بيا د دري واړو ملکونو تر منځ د يوې لوز نامې لپاره هلې ځلې پيل شوې او اخر په ۱۸۹۵ م کی د سرحدونو دا لانجه غوڅه شوه.
روسانو د لوبې مخه ختيځ ته کړه او په چين، منگوليا او تبت يې فشار راوړو. د تبت روحاني مشر دلاي لامه يو استاځي د روس د دويم زار نکولا سره پټ وليدل نو په ۱۹۰۴ م کی انگريزانو په ” لاهسه” بريد وکړو. دلاي لامه لومړې منگوليا او بيا چين ته وتښتيدو.
که څه هم هغه وخت روس د جاپان نه ماته خوړلې وه او توان يې نه وچې انگريز ته يې زيان رسولې وې خو انگريز د چين نه هم په ويره و. د چين سلطنت د خپل منځي جنگونو له کبله کمزورې شوې و. د دی د پوځ او د وسلو حالت زوړ او بی باوره و، سيلابونو، زلزلو او سوکړی او قحطۍ زپلې چين هغه وخت کمزورې و.
جاپان او نورو ملکونو ډير په اسانه د چين سره تجارتي تړون کولې شول. د جاپان له خوا حملې او د ماتې خوړلو نه وروسته چين زخمي و خو بيا هم روسانو اندېښنه لرله چې نوي پرمخ تللي وسلې او وسايلو په کارولو چين د روس لپاره خطر جوړيدې شي.
په ۱۹۰۶ م کی دويم نکولا زار خپل جاسوسان چين ته ورواستول چې د هغه ملک په اړه معلومات راټول کړي. خوکال وروسته د بريطانيې او د روس تر منځ د روغې جوړی تړون وشو.
د يادونې وړ خبره دا ده چې بريطانيه او روس چری هم دښمن ملکونه نه و. د انگلستان او د روس شاهي کورنيو خپلو کی ودونه کړی و. دوي لکه د اروپا د نورو ملکونو په کلتوري توگه يو بل ته نږدې و او اوس هم دي.
په روس کې د ۱۹۱۷ د انقلاب سره د سيمې ټولو لويو قدرتونو تر منځ شوي تړونونه فسخ شول او دا لوبه پاې ته ورسيده. روس په سرکاري توگه شوروي اتحاد نوم غوره کړو.
په ۱۹۱۴ م کی لومړی نړۍ وال جنگ ونښتو نو روس او بريطانيه لکه د سکه وروڼو يو بل سره ملگرتيا وکړه. په ۱۹۱۹ م کې د افغانستان امير حبيب الله خان ووژل شو او د ده زوې امير امان الله خان د انگريزانو نه خپلواکي اعلان کړه. ده غوښتل چې د پښتنو ټولې سيمې دې د افغانستان په خاوره کې شامل شي. قبايلو ته يې لښکر ورواستولو خو اخر په راولپنډۍ کې يې د انگريزانو سره د روغې تړون ته مجبور شو.
په ۱۹۲۱ م کې امان الله خان د شوروي اتحاد سره د ” ملگرتيا ” تړون وکړو چې افغانستان ته يې د مالي مرستو نه علاوه ، ټيکنالوجي او پوځي الات د ورکولو ژمنه وکړه. ولې د روسانو سره په اړيکو کې شخړې وې. ډېرو افغانانو په مرو او پنجده کې د روسانو نه د خپلو زمکو بيرته اخستل غوښته او روسانو هم هغه څه چې امان الله خان يې ژمنه کړې وه د هغې نه زيات ترې غوښتل.
د بريطانيې دا خبره خوښه نشوه او په افغانستان يې اقتصادي بنديزونه ولگول. هغوي ليدل چې امان الله د دوي د اغيزې له کړۍ په وتلو و. د ده پر ضد پاڅون ووشو او دی جلاوطن شو. افغانان اوس هم د امان الله خان د خپلواکۍ ورځ نمانځي خو څوک خبر دي چې دا هيواد به کله خپل واک ولري؟ اوس د لوې لوبې درېم پړاو دې.
صفيه حليم
د خپرېدو نېټه
۲۵ سمبر ۲۰۱۳ م