د بابر باغ

bagh
بابر د گلونو لېواله و او هر بوټي او گل ته په کتلو خوشالېدو، په شين کبل به يبله پښې گرځيدو او د گل يوې يوې پاڼې ته به ځير و. ده وصيت کړې و چې قبر به يې کچه ( خام ) وي او دالان به هم ورباندې نه وي چې باران پرې ورېږي او يو نيم ځنگلي گل ورباندې شين شي.
د پينځلمې ميلادي پېړۍ په پاې کې مغل ظهير الدين بابر کله چې د خپل تره الغ بيگ د مړينې نه وروستو د ماشوم تربور په ځاې د کابل حاکم شو نو د دې ځاې هوا او باغونه يې خوښ شول.
د يوې غونډۍ په لمنه کې هغه شين بڼ و چې پخوانۍ ونې يې لرلې او د چينې اوبه پکې بهېدې. د دې د لوړو نه ورته ښار هم ښکارېدو او د شرابو او د اپيمو په خمار کې به يې ورته شعرونه ويل. تر هغې چې دی پکې پاتې و، د دې د اوبو لاره يې سمه کړه او د کېناستو ځايونه يې پکې جوړ کړل.
هم هلته د ډېلي نه د لودي باچا ابراهيم پښتنو سردارانو استاځو سره ليدل چې په هند د حملې لپاره يې ورته پېغامونه راوړل. دا چې که ته د يو لښکر سره هند ته راغلې نو مونږ به درسره مرسته وکړو. بابر سره پوځ نه و، خو پښتانه قبايل تل پخپلو کې وېشلي و. څو لوې قامونو ورسره د دې لپاره ملاتړ وکړو چې دوي ته به په هند کې زمکه او د غنيمت مال ورکوي.
ده په هند کې لوديانو ته ماتې ورکړه او هلته د مغلو حکومت جوړ کړو نو وصيت يې کړې و چې د ده مړې به په کابل کې خښېږي. په ۱۵۳۰ م کې بابر مړ شو نو د ده دريو زامنو هندال، همايون او د کامران تر منځ د تخت په سر جنگ ونښتو او د ده مړې هم هلته په هند کې امانت وساتل شو.
د لوديانو پاتې شونې پښتانه د شېر شاه سوري تر بېرغ لاندې راټول شول او هند يې ترې ونيولو.
بيا شپاړس کاله وروستو د بابر افغاني ميرمنې بي بي مبارکې شېر شاه ته خواست وکړو، د خپل ميړه وصيت يې پر ځاې کړو او د بابر مړې يې خښولو لپاره کابل ته يوړو.
د شېر دروازې د غر په لوېديځو څنډو د بابر مقبره په هغه باغ کې جوړه ده چې د ده ډېر خوښ و. د بابر نمسو او د ده د ټبر لپاره کابل د اوړي د تېرولو ځاې و او هر کال به يوه لويه شاهي قافله د لاهور، پېښور او د خېبر د لارې ورتله.
د بابر د قبر خازه د ده کړوسي جهانگير باچا په وخت ولگول شوه چې تر اوسه پاتې ده. د ده يو زوې مرزا هندال او نمسې محمد حکيم مرزا ( د اکبر باچا ورور) يوه نمسۍ گوهر نسا بيگم ( د اکبر خور) او د مرزا هندال د لور رقيه بيگم قبرونه هم دلته و.
په اوولسمې پېړۍ کې د ده د نمسي زوې شاه جهان د بلخ د نيولو په خوشالۍ کې د بابر د قبر سره نږدې د مرمرو يو وړوکې جومات د جوړولو امر وکړو. خو د بابر قبر هم هغسې وساتل شو لکه چې ده وئيلي و. نه پرې دالان و او نه خښتې. په نولسمې پيړۍ کې امير عبد الرحمان دلته يوه ماڼۍ جوړه کړه چې د ده د ټبر مېرمنې به پکې اوسېدې.
په شلمې پېړۍ کې د افغانستان باچا محمد نادر شاه يو اطالوي ته د دې باغ د سمولو امر وکړو او په لومړي ځل د بابر په خام قبر د مرمرو ډبرې کېښودل شوې. د پېړۍ تر پاې دا باغ د کابل په جنگونو کې ويجاړ شو او د دې زړې ونې خلکو پرېکړې.
يو وخت د بابر د قبر خښتې ماتې شوې او د دې د پاسه به د کابل اپيميان او نشيان ناست و. د دې دالان سورې شو او ډېره موده وروسته په قبر باران هم وورېدو او وارې هم. د بابر ارمان پورا شو.
په يويشتمې پېړۍ کې د کابل د رغولو پراجې پېل شوې. په بابر باغ کې بيا ونې ولگېدې، هر څه جوړ شول او د بابر قبر يو وارې بيا په مرمرينو خښتو بند کړې شو.
صفيه حليم

Babur Bagh
د خپرېدو نېټه
۲۶ ستمبر ۲۰۱۳ م

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *