په پېښور کې د ښاري ژبې يومتل دی ” اوکيړي گل اې، جهيړي بيبو نه کهلې” ( هغه کومه خبره ده چې بيبوپرې نه پوهيږي) دا متل د يو هوښيارې او زيرک ښځې په اړه ويل کيږي چې د هرې ستونزې د حل لپاره خلک ترې مشوره اخلي. د دې متل ” بي بو” خيالي کيرکټر نه و بلکه د افغانستان د واکمن تيمورشاه معشوقه وه او په پېښور کې يې مقبره اوس هم شته چې خلک ورته د ” بي بو” قبر واي.
تيمور شاه په ۱۷۴۸ م کې په مشهد کې زيږيدلې و او د نهو کالو لا نه و چې د افغان لښکروسره د هند لوري ته وروستل شو. احمد شاه ابدالي په ۲۸ جنوري ۱۷۵۷ م کې په څلورم وار په هند بريدو کړو نو د ډېلي لال کلا کې مغل باچا دويم عالمگير يې پر تخت کښينوو.
په هغه دربار کې دوه سياسي ودونه هم وشول چې احمد شاه ابدالي د پخواني باچا محمد شاه لور پخپله وکړه اود دويم عالمگير باچا نمسۍ ( د مرزا علي گوهرلور) يې ماشوم شهزاده تيمورته په نکاح کړه. دا شهزادگۍ هم ماشومه وه او د کله چې لاهور ته يې وروستله نو د څو خپلوانو نه علاوه ورسره مينځې او خدمت گاران مله و. هغې ته د پنجاب مهمه چاوڼۍ سرهند په پسول (جهيز)کې ورکړې شوې وه.
د مغل شهزادگۍ سره ځينې مينځې ماشومانې وې چې يوه يې بيگم جان نوميده. د تيمورشاه دا حرم په ژمي کې په کابل او په اوړي کې به په پيښور کې ايسار وو. د بيگم جان روزنه په شاهي حرم کې شوې وه او د هغه وخت په علومو، د ژبې او د شاعرۍ سره بلده شوه. دا هوښياره وه او داسې ښکاري چې يو وخت د تيمورشاه ورته پام شو. خو يوې مينځې ته د شهزاده پام، د هغې سره خبرې او يا د هغې درناوې په مغل حرم کې د نورو سيالي او د رقابت سبب شو. تيمور شاه په ۱۷۷۳ م کې په رسمي توگه د افغانستان باچا شو.
داسې ښاي چې د تيمورشاه مغل ټبر د پيښورد بالا حصار په ماڼۍ کې مستقل پاتې و او په دې کې بيگم جان هم وه. دا په تيمور شاه دومره گرانه وه چې له مينې يې ورته ” بي بو” ويل. د وخت په تيرېدو د بيبو دښمنان هم ډېرشول او په ضد يې سازشونه کيدل چې ممکن د مغل شهزادگۍ چاپيره د نورو مينځو او خدمتگارانو پکې لوې لاس وي. په حرم سرا کې ځينو دا د” بيزو ” په نوم يادوله.
بيبو د تيمور شاه پر ضد د سازشونو نه خبره وه او ډيرځلې يې هغه ته د وړاندې نه يې خبر ورکړې و. يو وخت د باچا د قتل لپاره پلان جوړشو او د ده په شرابو کې چا زهر گډ کړل. کله چې بيبو د باچا حضورته روانه وه نو ملکې ورته هغه شراب ورکړل چې باچا ته يې يوسي. بيبوخبره وه چې ممکن باچا ته دام غوړيدلې دې نوهغه مشروب يې باچا ته د ورکولو پر ځاې پخپله وڅښلو او تيمور شاه ته يې حال وويلو. د باچا لپاره دا يوه غم ژنه پيښه وه. هغه د پت منې بيبو په قبر د يوې گومبدې د جوړولو امر وکړو چې هغه وخت يواځې د شاهي کورنۍ د معتبرو غړو لپاره جوړيدل. له دې وروستو تيمور شاه کابل ته ولاړو او له ويرې پيښور ته نه ورتلو.
د پيښور ښار په جنوب کې د وزير باغ سره نږدې د شيخ حبيب د هديرې نه بهرد سړک پرغاړه اوس هم د بيبو د دې مقبرې اثار ليدل کيږي چې ځاي خلک ورته د ” بيبوقبر” واي. يو وخت په دې گومبده به نقاشي شوې وه خواوس يې تش ديوالونه پاتې دي. دننه د قبر شناخته هم ورکه ده. نږدې دوه واړه قبرونه هم دي چې د ځاي خلکوپه روايت، ” د بيبو د چرگو قبرونه دي” خو دا ولسي افسانه ده. واړه قبرونه زيات وخت د ماشومانو وي او ښاي چې يا خو د تيمور شاه د اولادونو چې په ماشومتوب مړه شوي و او يا بيا د بيبو سره يې څه اړيکې وې.
د شل کاله حکومت نه وروسته په ۱۷۹۲ م په ژمي کې تيمور شاه په وروستي ځل پيښور ته ولاړو نو دلته ناروغه شو او د ناروغۍ په حال کې دې بيرته کابل ته روان شو. هلته د مې په ۱۸ نيټه ۱۷۹۳ م کې مړ شو او د کابل په يو باغ کې يې خښ کړو.
د بيبو د قبرهغه انگڼ اوس ويجاړ دې او ځينو خلکو پکې د خپلو کورونو د جوړولو لپاره زمکې نيولي دي. په پيښور کې د گندهارا ورثه اکيډمي” د بيبو د مقبرې د ساتنې لپاره څه نا څه کار کړې دې او دا يې د پيښور يو ژغورلې سيمه ټاکلې ده خو په تيرو لسو کالو کې دگومبدې ديوالونه سورۍ شوي دي اود بيبو د قبرپه اړه شفاهي معلومات چې د پخوانيو خلکو سره و، په ورکيدو دې. د مينې د دې قرباني ميرمنې په اړه افغانستان کې څومره خلک خبر دي؟ تيمور شاه پخپله شاعرو نو ايا دا امکان شته چې د هغه په فارسي شعر کې د بيبو په اړه څه وموندل شي؟
د بيبو د مقبرې عکس. په پيښور کې د ښاغلې خورشيد احمد نه په مننه.
سرچينې
۱. تاريخ افغانستان . پروفيسر ډاکټر عاشق محمد خان دراني. سنگ ميل خپرونې لاهور. ۱۹۹۹ م. مخونه. ۲۲۸. ۱۱۰. ۲۴۷ .
۲. ثقافت سرحد.د تاريخ په رڼا کې. قاري جاويد اقبال. د پاکستان د فولکلور ملي اداره. الفيصل ناشران. لاهور. مخونه ۲۴۳ او ۲۴۴.
صفيه حليم
لومړي ځل په ۲۰ فروري ۲۰۱۳ م په دې ويب پاڼې خپور شو
دويم وارد خپريدو نېټه
۲۹ ستمبر ۲۰۱۳
په ۱۳۶۲ هـ ل(۱۹۸۳ میلادی) کال کې د وزیر باغ د شهید نور ولی خان په لمړنی ښوونځي کې زده کوونکی وم کله به چی د کور څخه د مومند اباد چوک ته ورسیدو نو نورو ملګرو ته به منتظر شو ځکه دلته د بیزو قبر وو او ددی قبر منجاورانو سپي ساتلی وو چه څوک به په لار تیریدو نو دی سپو به ورپسی غپل او سپو د لاسه به څوک د بیزو قبر ته نژدی کیدلی نشو او د هر چا لپاره د بیزو قبر معما وه چی په یوه بیزو باندی دومره لوی ودانی جوړه شویده په هماغه وخت کې به ځینی خلکو ویل چه دا د یوې انګریزې قبر دی چا به ویل چی نه دا د یوی واقعی بیزو قبر دی چی یو انګریز ورسره مینه درلوده ځکه د پښتونخوا عام خلک خپل تاریخ له انګریزانو څخه پیل کوی او هر څه چی دوی یې لری او یا ورته پاتی دی د انګریزانو وو. عام خلک په دومره جهالت کی دی او داسی اند او فکر لری چی دا هیواد اصلا د انګریزانو وو چی دوی تر نیولی دی
ددی قبر سهیل ختیځ ته د شیخ خبیب بابا زیارت دی چی په کی د ملی اتل غازی ایوب خان ارامګاه ده چی په میوند کې یې انګریزانو ته ماتی ورکړی وه او په هغې جګړه کې ملاله هم برخه اخستی وه. د امیر شیر علی خان د مور ارامګاه هم پدی ځای کې دی همدارنګه د شاهی کورنی د څو تنو قبرونه هم شته دی. د وخت شاهی حکومت هلته یو جماعت او د اوبو یو ښکلی حوض ودان کړی همدارنګه د غازی ایوب خان قبر ډیر ښکلی یې جوړ کړی او دپاسه پری د هغه په اړه مالومات لیکلی دی. پدی وروستی وختونو کی سعودی وهابیانو، د انګریزانو تالی څټو او افغان دوښمنه کسانو له خوا د غازی ایوب خان او نورو غازیانو د قبرونو شناختی ماتی شوی خو د اطلاعاتو او کلتور وازرت له خوا بیا وراغول شول.
خبره د بیزو د قبر وه ما خپله ډیره هڅه وکړه چی ددی په هکله مالومات پیدا کړم مګر هیڅ می پیدا نه کړل ولی صفیه حلیم ته دی خدای خیر ورکړی چی ددی په هکله یې مالومات پیدا کړل او په خپله پاڼه کی خپاره کړل.
بيبو چه د سیمې خلک یې د بیزو په نوم پیژنی په قبر باندی یې ښکلی ودانی ودانه شویده دغه ودانی دوه پوړونه لری او د دوهم پوړ دپاسه یې ګومبزه ده دا ودانی د پخو خښتو څخه ودانه شوی ده چی د خښتو ضخامت یې 5cm پنځه سانتی متره دی د وخت په تیریدو سره دا ودانی یو څه تخریب شوی مګر خپله ښکلا یې د لاسه نده ورکړی او د وریه معلومیږی چی د یو مهم کس ارامګاه ده. د حکومت له ورته پاملرنه نه کیږی مګر منجاوران لری چی د اوسیدو لپاره په کې ځانته څو کوټې ودانی کړی او خپلی شپې او ورخي په کې سبا کوی.
زما غوښتنه د پښتونخوا د حکومت څخه داده که نور څه نشی کولی نو دغه ارامګا باندی د بيبو نوم او تاریخ ولیکی او ارامګاه دی ورغوی
همدارنګه پدی هدیره کی د پښتنو ډیر اتلان پرته دي چی د هغې په اړه څیړنه وشی او په ارامګاو دی نومونه سره له تاریخ ولیکل شی او په همدی سیمه کې ډیر تاریخی ودانی شتون لری چی بیا ورغول شی
انجنیرالفت شهاب مومند
4/12/2013
olfatshahab@yahoo.com
Mashaallah der sha malomat di dera mañana.