په يوناني داستانونو کې “نرکيسوس يا نارسيسس” يو ښکاري و چې د سيند د يو اسطورې او د اوبو د ښاپېرۍ زوې و. نرکيسوس په ښکلا کې سارې نه لرلو او کومو خلکو چې به ورسره مينه کوله، هغوي به يې له پامه وغورځول. دی د خپل ښايست نه خبر نه و او اخر د مکافاتو پېرۍ ” نيمېسس” يوه ورځ د رڼو اوبو تالاو ته يوړو.
نرکيسوس په اوبو کې خپل ځان وليدو او فکر يې وکړو چې يو بل کس دی. هم هلته پرې مئېن شو او بيا به هره ورځ د اوبو غاړې ته تلو او هلته خپل عکس سره به يې خبرې کولې.
د ده مينه لېونتوب تر بريده ورسېده او اخر دومره زيات شو چې هم هلته مړ شو. ځينې داستانونه وايي چې کله دی خبر شو چې په اوبو کې د ده خپله څېره وه نو ځان يې پخپله ووژلو.
يوه بله کيسه داسې ده چې نرکيسس د مرگ نه وروستو د يو گل په شکل هم هلته د تالاب پر غاړه را وټوکيدو. هغه گل سپين او ژيړ وي چې په يوناني کې ” نارکسيس” او په پښتو کې ” نرگس” نومېږي.
“نرگسيت” يا ” نارسسزم” په انسانانو کې د يو زهني حالت نوم دی. هغه څوک چې پخپل ځان “مئېن” وي، نورو خلکو ته ستونزې جوړوي. د داسې حالت لرونکي خلک په اسانه نه پېژندل کېږي خو د امريکه د مينيسوټا ايالت نامتو ” مايو کلينيک” د دې ځينې علايم په نښه کوي.
د نرگسيت لرونکي زيات وخت د رنگ او د شکل نه ښکلې وي او په دې خپل ځان د نورو نه ” لوړ” گڼي.
د نورو نه يې دا توقع وي چې هغوي به ورسره ځانگړې چلند کوي، سره له دې چې هيڅ خاص کار به يې نه کړي.
دوي هر وخت د نورو پام ځان ته اړوي، ستاينه او انعام غواړي.
دوي د نورو په برياليتوب ” سوځي” خو فکر يې دا وي چې نور کسان ترې ” سوځي”.
د دې حالت لرونکو خيالونه لوړ وي او ځان د باچاهۍ پر تخت د کېناستو وړ گڼي.
دوي د نورو د احساساتو او د ارمانونو خيال نه ساتي او پخپل چلند کې مغرور وي او که لږ څه يې لاس ته راوړي وي نو غواړي چې ټوله نړۍ د دوي برياوې ونمانځي.
داسې خلک د نورو نه ډېر په مهارت گټه اخلي او کله چې خپل خر له اوبو وباسي نو بيا څوک نه پېژني. په دفترونو کې داسې کسان هر وخت غواړي چې په يو بحث کې يواځې د دوي خبره دې وومنل شي.
نرگسي کسان د نورو په کاميابۍ خوشاله نه وي خو ډېر په هنر خپل احساس پټولې شي چې څوک يې ملامت نکړي.
دوي په ظاهر ډېر کلک شخصيت لري او غېر احساساتي ښکاري خو په وړو خبرو ژر مرور شي او پخپل ځان باور نه لري.
د نرگسيت لرونکي د نورو سره د ښو اړيکو ساتلو، يا ملگرتيا کې تل ستونزې لري او واده ژوند يې تريخ وي.
د نرگسيت لرونکو د علاج لپاره لارې شته دې او که څوک وغواړي نو د دې حالت نه ځان ويستلې شي.
صفيه حليم
د خپرېدو نېټه
۳۰ ستمبر ۲۰۱۳ م