اوولس که څوارلس

زمونږ د څلورم يا پينځم صنف د تاريخي معلوماتو يو سوال دا و چې محمود غزنوي په هند څو وارې حملې کړې وې. ټولو به په يوه مخ ” اوولس، اوولس” چيغې کړې.
وروستو د تاريخ په مطالعه دا خبره جوته شوه چې په اصل کې هغه ” څوارلس” وارې د غزني نه هند ته تللې و خو جنگونه يې اوولس وو.

د سلطان محمود لومړۍ حمله د اوسني پښتونخوا په پلو په ۱۰۰۰ م کې تر سره شوه. په دې کې هغه د خپلو حريفانو د ځواک اندازه ولگوله چې په راتلونکي کې به ورته څومره ځواک پکار وي. د دې نه علاوه هغه د جنگ لپاره د هوا حالت هم کتلو او پوهيدو چې د هند په گرمۍ کې د ده عسکر جنگ نشو کولې.
په ۱۰۰۱ م د اگست په مياشت کې چې د هند اوړې په ختميدو و، سلطان محمود په دوېم ځل لس زره پوځ د ډېره اسمعيل خان او اباسين سره سره تر اټک ولاړو. راجه جې پال د اوولسو زرو سپارو، ۳۰ زرو پليو عسکرو او دريو سوو پيلانو سره، خپل دفاع ته راووتلو. د اباسين پر غاړه جنگ ووشو او د جې پال پينځه زره پوځيان ووژل شول. پخپله د پينځلسو نورو سردارانو سره ونيول شو، څه موده په بند کې د خپل خلاصون لپاره يې هلې ځلې کولې.
څو مياشتې وروستو د ۱۰۰۲ م په پسرلي کې چې سلطان محمود بيرته غزني ته تلو، جې پال يې په دې شرط خوشې کړو چې د کال باج به ورکوي. د خوشې کيدو نه وروستو راجه په سيمه کې هغه افغان سرداران ووژل چې د حملې پر وخت يې د ده سره ملاتړ نه و کړې. بيا ده واک خپل زوې اننگ پال ته وسپارلو او ځان يې د ديوتا مخې ته وسيزلو.
په ۱۰۰۴ م کې انند پال د باج پېسې غزني ته ورلېږلې وې خو يوه بهاټيه سردار بيجې رام خپله برخه ورنکړه او د محمود لپاره دا پلمه بس وه چې درېم ځلې د خپل لښکر سره اباسين ته ولاړشي. درې ورځې يې د بهاټيه راجه کلا محاصره کړې وه او ډېر خلک ووژل شول. په څلورمه ورځ محاصره ماته شوه، بهاټيه راجه په تيښته شو او او وروستو د جې پال په څير يې خپل ځان ووژلو.
د ملتان د شيخ حميد لودي نمسي ابو الفتح د انند پال سره لاسونه يو کړي او د محمود مخالفت يې کوو. د ۱۰۰۵ م په سپرلي کې سلطان په پېښور کې د انند پال د ځواکونو سره مخ شو خو هغه يې تيښتې ته اړ کړو او د اوړي په گرمه هوا کې کشمير ته ولاړو.
هم هغه کال دی بېرته ختيځ پنجاب کې تر بټنډه ولاړو او د اباسين د بلې غاړې نه په ملتان راتاو شو. د ملتان کلا يې اوو ورځې محاصره کړې وه . اخر د هغه ځاې هندوانو ورسره لوز وکړو چې ده ته به د کال ۲۰ زره طلاي درهم باج ورکوي. محمود د خپلو نيول شويو سيمو واک يو هندو شهزاده سيوک پال ته وسپارلو. ځينې تاريخونه واي چې دی مسلمان شوې و، نور وايي چې نه و مسلمان خو په سياست کې تکړه و نو ځکه محمود پرې باور وکړو.
د دې کال په وروستيو کې سيوک پال د سلطان محمود له خوا ټاکل شوي ټول افسران له ځانه وشړل او محمود ورسره جنگ وکړو، مات يې کړو او څلور نيم لکه درهم يې ترې واخيستل. بيا يې بندي کړو اوسيوک پال په زندان کې مړ شو.
په ملتان کې د ابوالفتح داود بغاوت او د انند پال سره ملاتړ د محمود قهر راپاورلې و. د ۱۰۰۸ م په سپرلي کې دې هغه ته د سزا ورکولو لپاره څلورم وارې هند ته ولاړو. دا ځلې اننگ پال پخپل ملاتړ د هند د نورو سيمو ځواکونه هم رابللي و او د اباسين په ميدانونو کې د جنگونو يوه لړۍ پيل شوه. په ۱۰۱۳ م کې ده پينځم وارې د پنجاب نه بره د بلوات په غرونو کې د انند پال زوې دويم جې پال سره يې جنگ وکړو او ان تر کشمير ورپسې ولاړو، خو ناکامه راغلو.
محمود د تهانيسر د فتح کولو اراده وکړه چې اوس د ختيځ پنجاب په هريانه کې دې. تهانيسر هغه وخت د هندوانو لپاره هم هغسې سپيڅلې و لکه چې د مسلمانانو لپاره د مکې ښار. دلته عبادت خانې د سرو زرو له توکو ډکې وې. په شپږمه حمله کې په ۱۰۱۴ م کې سلطان محمود دا ښار ونيولو، د دې ځاې لويه بتخانه يې ورانه کړه اود ښاريانو نه يې هم ډېر مال تر لاسه کړو. د دې ځاې تر ټولو لويه د برونزو يې مجسمه مکې ته يې ورواستوله چې ډېره موده د خانه کعبې نه بهر ايښې وه اوخلک يې ليدو ته ورتلل. وروستو عباسي خلفاو د دې د ويلي کولو او د برونزو د کارولو امر وکړو. د تهانيسر په جنگ کې ده په زرگونو هندوان ونيول چې د بيگار لپاره يې غزني ته يوړل.
په ۱۰۱۵ م کې غزنوي سلطان اووم ځلې هند ته ولاړو او د کشمير د نيولو نيت يې وکړو. ده د ” لوکوټ” د پياوړي کلا د نيولو هڅه وکړه خو هلته واورې وريدې او د ده پوځ ته پرې سخت تاوان ورسيدو نو دی بيرته راستون شو.
په ۱۰۱۷ م کې محمود اتم وار د يو لک سپارو او شلو زرو پليو سره د قنوج په لوري وخوځېدو. د دې ځاې راجه ورته سر ټيټ کړو، سره زر يې ورکړل او ځان يې ترې خلاص کړو. د ميرټ راجه هرديت راې هم د ده اطاعت وکړو. د جمنا د سيند سره جوړه د “مهاوڼ کلا” يې ونيوله. د مهاوڼ راجه کيل چند د “جوهر” په دود سلطان ته خپل غېرت وښودلو. په دې رسم کې د هندوانو هغه راجه چې د يرغلگر سره د جنگ توان نه لري لومړې خپلې ميرمنې، ماشومان او کله کله ملازمان هم پخپله توره حلالوي او ورپسې په هم هغې تورې ځان وژني.
په نهمې حملې کې سلطان محمود د هند يو بل سپېڅلې ښار متورا ( متهره) ويجاړ کړو. د دې د بتخانو نه يې سره زر او نوره شتمني لوټ کړه او کالنجر يې کلا بند کړه. خو هلته خبر شو چې د ده باجگزار د قنوج راجه کنور راې د نورو راجگانو له خوا تر حملې لاندې دی چې ولې يې سلطان محمود ته سر تيټ کړې و. کنورراې او څو نور زمکه وال په دې جنگ کې ووژل شول او محمود هغو ټولو سردارانو نه د کنورراې او نورو وژل شويو سردارانو بدل اخيستو لپاره ولاړو.
په ۱۰۲۱ م کې د لسمې حملې هدف يې کشمير نيول و خو تر کانگړې ولاړو او بېرته راوگرځيدو.
په ۱۰۲۳ م په يوولسمه حمله کې د پنجاب د راوي سيند پر غاړه د لهور ښار ونيولو او دا يې “محمود پور” ونومولو. وروستو دا د پنجاب نامتو ښار لاهور شو چې مغلو پکې کلا او باغونه جوړ کړل.
په دولسم وار سلطان محمود د کالنجر نيولو لپاره بيا خپل لښکر هند ته يوړو. د هغه ځاې راجه نند راې ورته د سرو زرو او نورو سوغاتونو په ورکولو د جنگ نه ځان خلاص کړو.
په ديارلسمه حمله کې سلطان محمود د هندوانو تر ټولو لوې د سومنات مندر د رانړولو هوډ وکړو چې پکې د ده په اندازه ډېر سره زر ايښي و. دا حمله په ۱۰۲۴ م کې وشوه. د ده سره ديرش زره کسان يواځې د لوټ مار لپاره تللي و چې پکې د هر نژاد خلک شامل و.
په ۱۰۲۷ م کې دې په څوارلسم وار بيا د اباسين پر غاړه د هغو قبايلو سره د جنگ لپاره روان شو چې د گجرات نه په راوتلو په لاره کې د ده د پوځ سره يې بده وضع کړې وه.
راتلونکې درې کاله سلطان محمود د پښته ورگي د تيږې په درد اخته و. خينې تاريخونه وايي چې د ده سل ( ټي- بي) مرض و.
په ۱۰۶۳ م کې په افغانستان د ۳۳ کاله حکومت نه وروستو دی د دريو شپيتو کالو په عمر کې مړ شو. په غزني کې د “پيروزه ماڼۍ” په هغې هديرې کې خښ دی چې اوس يې افغانان روضه بلي.

سرچينې

۱. تاريخ فرشته. لومړې او دوېم ټوک. ژباړه عبد الحۍ خواجه او ډاکټر عبد الرحمن. الميزان خپروونکي ، لاهور. ۲۰۰۴ م

۲- تاریخ پنجاب – سېد محمد لطیف ۱۸۸۸ – تخلیقات لاهور بیا چاپ ۱۹۹۴
صفيه حليم
د خپرېدو نېټه
۲ اکتوبر ۲۰۱۳ م

Turk horseman

2 Comments

Add a Comment
  1. Salamona stassay de maloomat pa assas mahmod pa 1063 kay mar shaway ao jangoona ye la 1000 kay hend ta talay no pa de hesab mahmod 1 kalan da hahahahahaha neta mo sama karay manana

    1. مننه

      خو مونږ نه پوهېږو چې ستونزه په کومې نېټې کې ده؟

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *