د هندوستان په لوېديځ کې د راجستان د اجمير په ښار کې د خواجه معين الدين چشتي زيارت نوم ډېرو خلکو اوريدلي وي او ځيني يې ممکن ليدو ته ليوالتيا ښاي.
خو د دې پراخې سيمې په ” اودې پور” کې د يو افغان حکيم خان سورشهيد د زيارت نه لږ خلک خبر دي. د راجستان شگلنه خاوره د راجپوت خلکو ټاټوبې دی. دوي د هند د دويمې طبقې (کشتري) خلک اوسېږي چې ميړانه يې په تاريخ کې ستايل شوې ده.
د راجستان پلازمينه جې پور نوميږي او په لويديځ کې يې د ” ميواړ ” په نوم څو واړه رياستونه و چې هر يو يې خپل راجه لرلو. ” اودې پور” هم داسې يو رياست و.
د شپاړسمې ميلادي پيړۍ په وروستيو لسيزو کې مغل باچا اکبر ميواړ ته څو وارې پوځ ورواستوو چې هغه زمکه هم د ده د سلطنت برخه شي. کله چې راجپوت يې د جنگ په ميدان کې مات نکړل نو عبادت ځايونه به يې ورته ورانول.
راجپوت د خپل دين او د کلتورد فنا کيدو له خطر سره مخ و او خپل دښمن ته د تسليميدو پرځاې جنگ يې غوره گڼلو. کله چې مغل په دې کې بريالي نشول نو اکبر باچا ورسره روغه وکړه، دوي د واکمنو لوڼې يې ځان ته په نکاح کړې چې د مخالفت لاره بنده کړي.
د” اودې پور” مهارانا پرتاپ سنگهه په ۱۵۷۲ م کې د خپل پلار اودې سنگهه د مړينې نه وروسته د واکمن په توگه په گدۍ کېناستو. د ده ورور شکتي سنگهه اکبر ته تسليم شو او ورور ته يې د مغلوسره د روغې جوړې وويل. خو مهارانه پرتاپ سنگهه به مغلو ته د يرغل گر په سترگه کتل او اکبر يې چري هم د هندوستان باچا وونه منلو. د پرتاپ سنگهه په پوځ کې پښتانه هم شامل و اوحکيم خان سور ده ده يو تکړه جنرال و.
د شير شاه سوري د ټبرهغو جنگيالو چې د مغلو د برياليتوب نه وروسته د هند ختيځ او جنوب کې ميشت و، له جنگه لاس نه و اخيستې. حکيم خان سور په حيدراباد (دکن) کې زيږېدلې او له هغه ځايه ميواړ ته تللې.
په ۱۵۷۶ م کې د مغلو يو لوې لښکر د جنگ لپاره ميواړ ته روان شو. د اودې پور نه ۴۴ کلوميټر شمال کې دشتې او غونډۍ دي او هم دلته يوه دره ” هلدي گهاټي” نومېږي. د جون د مياشتې په اتلسمه نيټه چې په هند کې له اسمانه اور ورېږي، راجپوت جنگيالي د حکيم خان سور په مشرۍ د مغلو مقابلې ته راووتل.
د جنگ لپاره په لومړي صف کې دواړو خواوو جنگي هاتيان (پيلان) ساتلي و. د راجپوت لښکر سره پينځلس هاتيان و خو د مغلو پيلان د اوسپنې په زنځيرونو يو بل د پښو پورې تړلي او د اوسپنې په پترو پوښلي و. د دوي په لويوغاښونو يې هم اوسپنه پوښلې وه او لکه د تورو يې کارول .
په پيلانو ناستوجنگيالو د مخې سره په مخالفانو د غشو ناتار جوړکړو نو د راجپوت لښکر پيلانو اخوا ديخوا منډې کړې. ورپسې په اسونو سپاره راوړاندې شول او د تورو جنگ پيل شو. حکيم خان سور پخپله هم په لومړي صف کې جنگيدو. کله چې مهارانه پرتاپ سنگهه د خپلو پيلانو حال وليدو نو دی په اس سپورشو او د جنگ ميدان ته يې ورودانگل. هغه وخت دی چې په کوم هاتي سپور و، د هغې په هوده (کجاوې) يوراجپوت زميندار کښيناستو او د هاتي مخ يې واړوو.
حکيم خان توره په لاس تر وروستيو شيبو جنگ کوو او اخر را پريوتو. د ده وژنه د مهارانه پرتاپ لپاره لوې گوزار و او هغه د ټپي اس سره د خپلو ملگرو په مرسته له هغه ځايه ووتلو. د هلدي گهاټي جنگ ايله څلور ساعته دوام وکړو او مغلو سپه سالار په جنگ کې د بري پيغام اکبر باچا ته واستوو.
کله چې د هلدي گهاټي نه د جنگ د شهيدانو جنازې پورته شوې نو د حکيم خان سور په لاس کې په وينو لړلې توره وه او هيچا دا د هغه له لاسه نشوه بيلولې. هم دا وه چې حکيم خان سره د خپلې تورې خاورو ته وسپارل شو. په اودې پورکې د ده په قبر اوس زيارت جوړ شوې دې چې د هر مذهب او نژاد خلک ورته روان وي.
مهارانه پرتاپ د “اراولي” غرونوته ولاړو او هلته نه يې په گوريلاي جنگ لاس پورې کړو. ده په ميواړ کې تل د مغل پوځ په کيمپونوحملې کولې او پرله پسې د چتورگړهه، رنتهبوراو د نگرپور کلا گانې له مغلو بيرته ونيولې. اکبرد ده مقابلې ته درې وارې بيا پوځ ورواستوو چې مهارانه پرتاپ د خپلو پټو ځايونو نه راوباسي خو بريالې نشو. د اراولي په غرونوکې بهيل قبايلو د مهارانه پرتاپ ملا تړکوو او په دې سيمه کې په ځنگلونو کې د جنگ کولو لپاره يې ورته لاره ښودله.
څو کاله وروسته يوه ورځ مهارانه پرتاپ د ښکار پر وخت ټپي شو او د خپلو ټپونو د لاسه په ۱۵۹۷ م کال چاوند نومې ځاې کې د ۵۶ کالو په عمر ومړ. د مړينې نه وړاندې هغه خپل زوې امر سنگهه راجه وټاکلو او له هغه يې څوگند واخيستو چې د مغلو پر ضد به خپله مبارزه جاري وساتي. امر سنگهه هم څو کاله جنگونه وکړل او اخرپخپلو شرايطو يې د مغلو سره روغه وکړه.
په اودې پورکې د هغو جنگونو تاريخ په تيږو کې ياد ساتل شوې دې او په يو پورا باغ کې د اتلانو مجسمې او د دوي د ميړانې داستانونه يې ليکلي دي. سره له دې چې حکيم خان مسلمان و او په مقابل کې مغل هم مسلمانان و خو دی د کمزوري پله وي، د زوره ور پر ضد وجنگيدو. اکبر چې د هند په لر او بر کې د يو معتدل او روڼ اند واکمن په توگه پيژندل کيږي، هغه وخت د تخت او تاج لپاره د هندوانو وينې تويولې. يو افغان چې د هندوانو په ننگ يې توره راپورته کړه يواځې په اودې پورکې يې مجسمه ولاړه ده.
په ۱۹۸۶ م کې د هندوستان حکومت د “حکيم خان سور” په نامه د يوې انعام (جايزې) اعلان وکړو. دا جايزه هغه چا ته ورکړې کيږي چې په هند کې يې د ملي يو والي لپاره تلپاتې ونډه اخستې وي. د ده قرباني د خپل مفکورې د ساتنې يوه الامه ده چې د ټولنې لپاره يې د خپل دين پرواه يې هم ونکړه. د حکيم خان سورجايزه د هند يوه ملې جايزه ده. په دې کې يوه نقريي د “تورانا” افتخاري نښه، شال او پينځويشت زره روپۍ گټونکي ته ورکړې کېږي.
صفيه حليم
لومړۍ خپرونه: ۲۹ جنوري ۲۰۱۳ م
بيا خپرونه: ۷ اکتوبر ۲۰۱۳ م
زه په اودی پور کی زده کړه کوم یم خو دحکیم خان سور په اړه می څه نه وو دی اوریدلی او قبر یی د ښار په کوم ځای کی دی
په دی برښنا لیک راته ادرس ولیږه
ghafoorsaffi@yahoo.com
مننه
د حکيم خان سور او د نورو مجسمې د ښار په ” موتي ماگري” سيمې کې جوړې دي.
نور لټون به ته پخپله وکړې ځکه هم هلته اوسيږې. که په دې اړه څه نوي معلومات دې تر لاسه کړل نو را وې لېږه چې خپاره يې کړو.
مننه