د انگلستان جېفري ايلن گرې د ۱۸۸۵ م نه تر ۱۸۸۹ م پورې د افغانستان د امير عبد الرحمان شخصي معالج پاتې شوې و.
يوه ورځ امير ( عبد الرحمان) د پوځي دستې د معاينې لپاره بهر په کرسۍ ناست و او سيگرټ يې څکول. کله چې هراتي غونډ د هغه مخې نه تيرېدو نو يو کس ترې بهر راووتلو او په امير يې ډز وکړو. د ده نښه پر ځاې وه خو امير هغه شېبه ده سره جوخت په زمکه ناست د يو کس سره خبرې لپاره ټيټ شوې و نو گولۍ د ده د څنگل لاندې ووتله او شا ته ولاړ د ده ملازم په پتون ولگيده.
امير نه خو سيگرټ څکول بند کړل او نه يې خبرې. خلکو په هغه سړي ورودانگل او ترڅو چې امير پرې چيغه کړه، هغه يې وژلې و. امير دا معلومول غوښتل چې د هغه سړي تر شا د چا لاس و.
ډاکټر “گرې” د هغه ملازم د پرهر گنډلو نه وروستو د اميرعبد الرحمان سره د غرمې ډوډۍ لپاره ولاړو. امير په يوې کرسۍ ناست و او يوه بله يې ډاکټر ته راوړه. نور ټول خلک پر زمکه ناست وو. په ډودۍ کې پلاو او څو ډوله اينگولې ( بوړ)، ورسره ايشيدلي اگۍ، خواږه ، پنير او مېوه وه. يو سردار خپل واکمن او ډاکټر ته د ډوډۍ په راوړو بوخت شو.
د څو رسمي خبرو نه ورستو امير ډاکټر ته خپل ماشوم زوې شهزاده محمد عمر ته د واکسين سپارختنه وکړه. دوه درې ورځې وروستو امير عبد الرحمان سخت والگي ووهلو او ډاکټر يې خان ته راوغوښتو. په هغه ناروغتيا کې ډاکټر گرې به ورسره ناست و او د غرمې ډوډۍ به يې ورسه خوړله. ډاکټر په هغو څو ورخو کې د امير په طبيعت پوهه شو او ليکي، ” هغه ډېر معلومات لرل او ورسره ټوکي هم و. دی به په يو کټ او يا کوچ کيناستو، ځان نه به يې ښکلې وريښمين چپنه تاو کړې وه او په سر به يې سپين وړوکې پټکې و. ملازمان د مخملو په واسکټ چې طلې کار به پرې شوې و، نږدې ولاړ او څو مشر افسران به په کوټه کې چاپېره پر زمکه ناست وو. زه به ورته په يوې کرسۍ کېناستم او سيگرټ به مې څکول.”
امير عبد الرحمان ډاکټر گرې ته په روس کې د خپل جلاوطن ژوند کيسې کولې. کله به يې د کابل د ښار د بيا جوړولو هيله څرگنده کړه. هغه د افغانستان د کورني درمل او اغېز او کله د غرونو د اوسيدونکو افغانانو د دود په اړه ورته معلومات ورکول. ډاکټر گرې پوهيدو چې د ځينو نورو موضوع گانو په اړه د هغه معلومات سطحي وو خو هغه به يې په داسې درناوي ورته بيانول چې بې له سر خوځولو او منلو يې بله چاره نه وه. ډاکټر د امير په يو عادت دېر سخت تکاڼ وخوړو او ليکي،
” د ده ټول غاښونه مات او پر ځاې يې مصنوعي غاښونه ايښي و. ده به خپل مصنوعي غاښونه په دربار کې د ټولو په وړاندې له خلې راوويستل او د يو برش سره به يې پاک کړل، بيا به يې بيرته په خله کې کېښودل. د ده هدف دا و چې خپل خلک اغيزمن کړي. د دوي کلي وال او د غرونو خلک دومره ناپوهه دي چې مصنوعي غاښونه يې چرې نه دي ليدلي. کله چې خپل باچا وويني چې دومره قدرت لري چې خپل غاښونه راويستلې شي نو ممکن د نورو خلکو د بدن غړي هم ټوتې کړي.”
امير عبد الرحمان د اروپايانو په کار د گومارولو دليل ورته ورکړو چې ” پيرنگيان د نړۍ ټول علم او شته مني په لاس کې لري، د خپل باچا ريښتونې نوکران وي” امير به د خپلو خلکو د جهالت او ناپوهي ورته په ډاگه کړه. يوه پکې دا وه چې خلک په کارخانو کې مشينونو ته ” انجين” وايي. په پارسي کې “جن” د شيطان بل نوم دی. دوي وويني چې هغه مشينونه چې کارتوس او پېسې جوړولې شي، يوه ورځ به څوک د لاس نه ونيسي او هډوکي به ورله مات کړي او يا به يې مړ کړي. هغوي د داسې باچا نه ډېر اغيزمن دي چې نوکران يې داسې مشينونه وي.”
د امير عبد الرحمان د حکومت او د ماليې د انتظام په اړه داکتر گرې ليکي چې دا يواځې د ختيځ په ملکونو کې عملي کيدېشي. د باچا په امر ” د دربار يو چارواکې د يو ځاې والي وټاکل شي. د مياشتې ۱۰ يا ۱۵ پونډه د معاش ورته وټاکي. ډېر ژرهغه والي د يو وړوکي باچا په توگه خپل ژوند کوي، پېسې راټولوي او د نوکرانو يو پوځ ورسره وي اسونه ساتي او د مخملو جامې اغوندي. تر يو کال يې هم دا حال وي. بيا دی کابل ته رابلل کېږي او د مال دولت حساب ترې اخلي. هغه ټول ترې سرکاري کړي، د ښځو گاڼې، اسونه او هر څه ترې واخلي او په خزانه کې يې داخل کړي. بيا ډېره سخته سزا ورته ورکوي چې په خلکو يې ظلم کړې و. په دې توگه اولس د باچا نه خوشاله شي او په خزانه ډکه وي.”
ډاکټر گرې داسې ضبط شوي توکي په سرکاري خزانه کې وليدل چې ځينې يې نايابه او قيمتي وو. گلدانۍ، شالونو او گاڼو سره سره ځينې حېرانوونکي شيان هم وو لکه ټېليفون او د دريو پايو د ماشومانو بايسکل.”
يوه شپه امير خپلې کيسې کولې او داکټر گرې خپل وړوکې چاقو په سيگار کې ورخښ کړو چې وې څکي. هغه ترې پوښتنه وکړه چې ته د سيگار هولډر ( د سيگار د نيولو وړوکې نل) نه لرې. ده ورته ووئيل چې نا! امير يو نوکر ورواستوو چې د يو درجن ډول ډول نلونو سره راغلو. امير ترېنه دوه غوره کړل چې يوه د ” امبر” او بله د سپينې سمندري تيږې نه جوړ وو، او ډاکټر ته يې ورکړل.
يو سهار شپږ بجې په توره تياره کې ډاکتر گرې پسې ځواب ووشو چې وړوکي شهزاده ته ستنه ولگوي. هغه پوهه نشو چې دا کار يې دومره سهار وختي ولې غوښتو. د څلور مياشتو شهزاده په حرم کې نه بلکه پخپل کور کې و. داکتر گرې ليکي چې هغه ماشوم خپل کور،مېرمنې، اسونه او حتی مهر( ټاپه) هم لرل. که څه هم په افغانستان کې د ماشوم توب ودونه رواج نه لري خو دا د هغه شهزاده سياسي ښځې وې.”
د جنوري مياشت وه او ډاکټر گرې د يو افغاني حکيم په بدرگه د ساتندويانو نه په راتيرېدو په واورو پوښلي يو ميدان کې قدم ووهلو. په کوټه کې قالينې غوړيدلې او په کړکيو پردې ځوړندې وې. هلته يو بل حکيم هم ناست و چې ډېر بودا و. ورسره يوه ځوانه او دوه سپين سرې نرسانې وې. د مسلمانو د دود بر خلاف دوي مخونه نه و پټ کړي او ځوانې ښځې ماشوم شهزاده په غېږ کې نيولې و. ډاکټر گرې ليکي، ” هغه يو روغ ماشوم و چې تورې سترگې او ويښته يې لرل او رنگ يې سپين و. د ده نرسه هم سپينه وه او گېډې پرتوگ د پاسه اوږد سپين کميس يا چپنه وه چې تر گونډو ښکته رسيدو. د پاسه پرې يو سور رنگ کښيده شوې واسکټ و او هم هغسې گول ټوپۍ يې په سر وه. هغه د پولو(لوبې) ټوپۍ ته ورته وه چې يوې غاړې ته يې کږه په سر ايښې وه. د هغې په اوږو کشميري شال تاو و او له ما يې د ترجمان د لارې پوښتنه وکړه چې ايا په انگلستان کې به د هغې په شان ښکلې ښځه وي؟”
هلته ناستو سپين سرو دا ځوانه وترټله او ډاکټر ماشوم ته ستنه ولگوله. په څو ورځو کې هغه ماشوم د ډاکټر سره عادت شو او کله به د ده په زنگانه ناست و او يا به هغه په غېږ کې نيولې په کوټه کې گرځوو. ډاکټر گرې ليکي، ” زما يادېږي چې يوه ورځ مې د ماشوم سره خداې په اماني وکړه نو ده خاندل. سمدلاسه هغو سپين سرو کې يوه راپسې بهر راغله او خواست يې رانه وکړو چې خپل د سر يو وېښته ورله ورکړم چې ماشوم د نظره نشي ځکه هغه مې په خندا ورته پريښې و. وروستو دوي زما وېښته د څو ټوټکو سره په اور کې وسيزلو.”
ډاکټر گرې په څو ورځو کې د شهزاده ټول ملازمان او مرئيان هم واکسين کړل. دی ليکي، ” غلامان (مرئيان) د هغو قامونو نه وي چې د امير سره په جنگ کې نيول شوې وي. اصول دا دې چې هغوي سره ډېره ښه وضع ساتل کېږي. کله کله تاسو د يو کس په زوې او په مريي کې توپير نشي کولې. امير پخپله هم څو مرئيانو ته لوړ او د باور وړ وظيفې سپارلې وې.”
څه موده وروستو د ډاکټر گرې کارونه سپک شول نو هغه د خپلو گاونډيانو په انخورونو جوړولو ځان بوخت کړو. د يو چار واکي او خپل انځور يې جوړ کړل. امير چې هغه وليدل نو ډېر صفت يې وکړو او بيا يې ورته امر وکړو چې د ده انځور هم جوړ کړي. داکټر گرې په دربار کې د امير انځور جوړوو او د افسرانو، ملازمانو او د منشيانو يوه ډله به ترې چاپېره شوه. کله چې د دې کار نوښت هغو خلکو ته په زړه پورې پاتې نشو نو په ډاکټر گرې يې نيوکې پېل کړې. امير هغو خلکو ته ووئيل چې د هغه څه په باره کې دې خبرې وکړي چې دوي پرې پوهيدل او د يو انگرېز په وړاندې دې خپل ځانونه نه شرموي. د باچا انځور د هغه لپاره تسلي وړ و او ډاکټر گرې ليکي،
” يوه ورځ ما هغه انځور خپل کور ته ورواستوو چې ” وارنش” يې کړم. هلته ځينې مريضان چې پوځيان او کروند گر و، زما په انتظار وو. کله چې هغه انځور يې دننه وړلو نو ټول ( مريضان) پاسيدل او ورته يې سلام وکړو. هغوي خبر نه و چې انځور څه وي. امير د خپل انځور نه ډېر خوشاله و او ما ته يې يو ارزښت ناکه تحفه راکړه.”
په مزار شريف کې د ډاکټر گرې د کور سره نږدې د امير عبد الرحمان يو بل زوې لس کلن شهزاده حفيظ الله اوسيدو چې سره ويښته يې لرل. ده به کله کله د هغه سره چاې څښلې. يوه ورځ هغه ډاکټر گرې د پهلوانۍ مقابلې ليدو ته ځانه سره بوتلو. دا مقابلې د مزاريانو او د ترکمانانو ترمنځ په يو لوې باغ کې تر سره کيدې چې ” چارباغ” نوميدو. شهزاده پخپل ” پالان” يا په کرسۍ وړل کيدو او ډاکټر ورسره په پښو روان و. د پياده پوځيانو ډلې د دوي وړاندې وروستو بدرگه روانې وې.
ډاکټرگرې ليکي چې د ختيځ په ملکونو کې په داسې موقع په بازار کې خلک چيغې او شور نه کوي بلکه سلامونه يې ورته کول. دوي د ” مزار” څنگ نه تير شول او چار باغ ته ورسيدل چې يو لوې ميدان د دې لوبې لپاره جوړ شوې و. د دې يو گوټ کې لوړه دکانچه يا پلېت فارم و. هلته د يوې شاميانې لاندې شهزاده کېناستو، ورسره ځينې افسران او داکټر گرې کېناستو او ملازمان يې شا ته ودريدل.
د هغه لوې ميدان چاپيره د هر قام خلک راټول و چې په سرونو يې پټکي تړلي او رنگا رنگ جامې يې په غاړه وې. د پهلوانۍ د پېل کيدو نه وړاندې د کندهار د پوځي کنډک د يوې ډلې نڅا ( اتڼ) وه. په منځ کې ميوزيک غږوونکي د خپلو دوديزو الاتو سره کېناستل چې ډول او صرنا و. دا موسيقي عجيبه وه، د اروپاي موسيقي نه يې ډېر توپير لرلو. پوځيانو يوه دايره جوړه کړه او په لنډو قدمونو يې نڅا پېل کړه. هم هغسې لکه چې مازورکه ( د پولېنډ ولسي نڅا) وي. دې نڅا گرو پخپله سندره هم وئيله. ورور ورو د دوي قدمونه گړندي شول او ورپسې په جوش کې د خپل ماحول نه بيگانه شول.
د ډاکټر گرې په لاس جوړ شوې يو انځور په باميانو کې جوړ شوې دې.
د دې انځور سره ليکلي دي، ” هر سهار په غر کې جوړ د لويو مجسمو مخې ته په مېدان کې د امير رضاکار پوځ خپل پرېډ کوي. دا ۴ زره کسان وو چې جنگونو او يا د خوراک په لټون وتلي لښکر نه به پاتې وو. ټول ښې وسلې لري، تکړه او غښتلي دي.”
سرچينه
ډاکټر جې – اې- گرې
هېر شوي کتابونه. ويبپاڼه
صفيه حليم
د خپرېدو نېټه
۹ اکتوبر ۲۰۱۳ م