په ۱۹۴۷ م کې انگرېزانو هند لويه وچه په دوو برخو ووېشله چې هندوان او مسلمانان پکې بېل بېل ژوند وکړي.
دا وېش په اصل کې د پنجاب او د بنگال و. يو خوا مغربي بنگال چې د هندوانو شمېره پکې زياته او کلکته يې لوې ښار و، بل خوا ختيځ پنجاب چې د سيکانو شمېره پکې زياته وه د هند سره پاتې شول.
پاکستان په دوو برخو کې، چې مغربي پاکستان او مشرقي پاکستان نوميدو د نړۍ تر ټولو لوې ” اسلامي مملکت” شو. دلته د مسلمانانو شمېره هغه وخت سلو ميلينو شا و خوا وه. د دې دوه پلازمينې وې، کراچي او ډهاکه. په دواړو کې د ملي پارليمان (اسمبلۍ) غونډې کيدې.
د پاکستان ملي ژبې ” اردو او بنگالي” اعلان شوې وې خو سرکاري کارونه يې په انگرېزي کې کيدل. په مشرقي پاکستان کې د وگړو شمېره زياته وه ( څه د پاسه ۵ ميلينه) د دې په ساحلي خټو کې څڼ يا پټسن ( په انگرېزي کې جيوټ) بوټې ډېر کېږي. د دې له ريښې تار راباسي او په انگلستان کې د ټوکر کارخانو ته به يې له هغه ځايه څڼ راوړل. د ډېرو اوبو له کبله په دې خاوره وريژې او نوره غله هم فراوانه وي خو خلک يې غريب وي ځکه شمېره يې زياته ده.
د زمکې او د خاورې په حساب مشرقي پاکستان وړوکې خو زيات خلک يې متمدن او ولوستلي وو. د هغه ځاې خاوره د زياتو اوبو له کبله دومره نرمه او هواره ده چې د جوړښتونو لپاره به پکې ډبره نه موندل کيده. د سړک جوړولو لپاره به د کراچي د بندر نه په بېړيو کې لوې تيږې ډهاکې ته وړل کيدې. د مشرقي پاکستان په لومړيو لسو کلونو کې هلته څو کارخانې جوړې شوې.
د هند د مسلمانو رياستونو نه ورغلي مهاجر زيات مغربي پاکستان ته ولاړل. د نوي مملکت په نوي پارليمان کې هم دغه خلک وو او په پنجاب او کراچي کې د هندوانو له خوا پرېښودل شوي لوې کورونه هم دې خلکو ته يې ورکړل.
د پاکستان حکومتي کړيو کې د هند نه ورغلي اردو ژبي مهاجر او هغه خلک ډېر وو چې په بنگالي ژبې نه پوهيدل. په ۱۹۵۲ م کې د ختيځ پاکستان خلکو د بنگالي ژبې لپاره يو غورځنگ پېل کړو. په راتلونکو لسو کالو کې د خپل اقتصاد او د کلچر د ودې لپاره د دې برخې خلکو خپله خواشيني څرگندوله. هم هغه وخت د عوامي ليگ نومې سياسي گوند د بنگاليانو په استاځيتوب په مظاهرو لاس پورې کړ.
په ۱۹۶۰ م نه تر ۱۹۶۶ م پورې د دې گوند مشر شېخ مجيب الرحمان دوه وارې ونيول شو او په زندان کې يې واچوو. په لوېديځ پاکستان کې د نوې پلازمېنې اسلام اباد د جوړيدو سره خلک ناارامه شول. په ملک کې دننه او بهر د بنگال استاځيتوب هغسې نه کيدو څومره چې پکار وه. پرله پسې د پوځي حکومتونو او د هند سره جنگونو کې ختيځ پاکستان د ستونزو نه سترگې پټې کړې شوې.
په ۱۹۶۹ م کې د ختيځ پاکستان بنگالي ولس دومره ناارامه شو چې حکومت شېخ مجيب الرحمان له زندان خوشې کړو. د پاکستان د پوځي مشرايوب خان د ټولو سياسي گوندونو مشران راوبلل چې پکې مجيب الرحمان خپل شپږ شرايط وړاندې کړل. کله چې نورو گوندونو له خوا دا شرايط رد شول نو هغه له غونډې ووتلو.
د دسمبر په ۵ نېټه ۱۹۶۹ م کې شېخ مجيب الرحمان په يوې جلسې کې دا تاريخي اعلان وکړو. ” يو وخت و چې د دې خاورې د نقشې نه د ” بنگله” توري د ويستلو هڅې ووشوې. د بنگال تورې يواځې د ” خليج بنگال” لپاره په نقشه کې ليکل شوې و. زه د پاکستان له خوا نن دا اعلان کووم چې دا خاوره به د مشرقي پاکستان په ځاې ” بنگله دېش ” نومېږي.
په پاکستان کې د جنرال ايوب خان پر ضد پوځي کودتا وشوه او يو شيعه قزلباش جنرال يحيا خان واکمن شو. هغه د عامو انتخاباتو اعلان وکړو چې د پاکستان په تاريخ کې په لومړي ځل جمهوري او باانصافه انتخابات وو. د شېخ مجيب الرحمان گوند د پارليمان اکثريت راې ووگټلې خو دا زيات د مشرقي پاکستان نه وو.
په هم هغه کال د ختيځ پاکستان په ساحلونو يو زوره ور طوفان راغلو چې پينځه لکه خلک پکې ووژل شول. د زپل شويو خلکو د مرستې لپاره د اسلام اباد حکومت دومره سست وو چې د بنگالي وگړو قهر يې لا زيات کړو.
په ۱۹۷۱ م کې مجيب الرحمان بيا ونيول شو او جنرال يحيا خان په ختيځ پاکستان کې د پوځي مداخلې امر وکړو. د هغه دليل دا و چې په ختيځ پاکستان کې هند لاس وهلو او ممکن بېل شوې واې.
په زرگونو هندوان او ولوستي خلک د پوځ له وا ووژل شول او ښځې بې پته شوې. د دېرشو زرو شا وخوا خلک ووژل شول او يو ميلين بنگاليانو هند ته پناه يوړه. هند دې خلکو ته مهاجر کمپونه جوړ کړل او عوامي ليگ په کلکتې کې يو جلا وطن حکومت اعلان کړو. په اپرېل ۱۹۷۱ م کې د مشرقي پاکستان د مهرپور نومې ښاريې کې د ” بنگله دېش” د حکومت غړو لوړه وکړه چې تاج الدين احمد يې لومړې وزير اعظم او نذر الاسلام يې صدر و.
دوي د پاکستان نه د خپلواکۍ لپاره خپلو ځوانانو د ” مکتي باهني” ډله جوړه کړه او هند ورته د جنگي روزنې سره سره وسله په لاس ورکړه. د پاکستاني پوځ نه ځينې بنگالي افسرانو هم فرار وکړو. په دوي کې تر ټولو لوړ رتبه جنرال عثماني و او د هغه په مشرۍ بنگالي ځوانانو گوريلايي ( چريکي) جنگ پېل کړو.
د پاکستاني پوځ مشري د جنرال نيازي په لاس کې وه او د بنگاليانو سره د هند پوځ هم ورگډ شو چې مشري يې د مېجر جنرال سوجت سنگهه اوبان سره وه. د ۱۹۷۱ م تر پاې د هند پوځ پلازمينې ډهاکي نه راتاو شول او د د پاکستان د پوځ لپاره بله لاره نه وه. هغه وخت امريکا په دې جنگ کې د وردانگلو اعلان وکړو او خپله ” اوومه بحري بېړه” يې د بنگال سمندر ته روانه کړه. داسې ښکاريده چې هند به تر فشار لاندې راشي او د پاکستان حکومت يو څه ډاډ من شو چې د هند پوځ به د ده له خاوري ووځي. خو د امريکه له خوا اعلان ووشو چې هغه بحري بېړه د امريکايانو د ژغورلو لپاره وه.
د دسمبر په نيمايي کې د پاکستان پوځ هند ته تسليم شو او جنرال نيازي د هند جنرال اروړه ته وسله کېښوده او د اوياوو زرو نه زيات د پاکستان پوځ جنگي بنديانو په توگه وپلې وسلې هند ته وسپارلې.
په ۱۶ دسمبر ۱۹۷۱ م د بنگله دېش د خپلواکه مملکت اعلان ووشو او مجيب الرحمان په ۸ جنوري ۱۹۷۲ م کې د جېل نه ورخوشې کړې شو. خو دی بنگله دېش ته د تلو پر ځاې لندن ته يوړل شو. دلته هغه د بريطانيې د وزير اعظم اېډورډ هيت سره وليدل او د نړۍ ميډيا ته يې خطاب وکړو. د بريطانيې حکومت په يوې شاهي الوتکې کې هغه ډېلي ته ورواستوو چې د هند وزير اعظم اندرا گاندهي خپلې ټولې کابينې سره ورته هر کلې وويل. په هند کې د بنگله دېش د جوړيدو جشن ووشو او په هم هغې شاهي الوتکې کې مجيب الرحمان ډهاکې ته ورسيدو. د هند پوځ درې مياشتې نور هم په بنگله دېش کې پاتې شو او د پاکستان په لوېديځه برخه کې د اکثريت راې گټونکې پيپلز گوند حکومت جوړ کړو چې مشر يې زوالفقار علي بهټو ( بوټو) و.
صفيه حليم
د خپرېدو نېټه
۲۶ اکتوبر ۲۰۱۳ م
.