ما په پينځم کې سبق وئيلو او يوه ورځ استادې لوې ډبې راوړو او په خپل ميز يې کيښودو. ورپسې يوه خاله او هغې پسې څوکيدار هم هغسې د گتې ډبي راوړل، په ميز يې ايښودل او بېرته تلل.
يوې خاله هغه المارۍ چې په دېوال کې جوړه وه او لويو جينکو به پکې خپلې بورقې ايښودې، پاکه کړه. زمونږ د ټولو سترگې هغو ډبو ته وي چې استادې پرانستې او ترېنه رنگا رنگ کتابونه يې راوويستل.
زمونږ د کلاس ترټولو لايقه جينۍ گل نسرين مانيټره وه. هغې د استادي سره د کتابونو نومونه په يو رجسټر کې وليکل. بيا استادې ووئيل چې که څوک دا کتابونه ولوستل غواړي نو په رجسټر کې به خپل نوم او د کتاب نوم د نېټې سره ليکو او د المارۍ نه به يې اخلو.
دا زما د ژوند لومړې کتابتون يا لايبرېري وه چې هره ورځ به مې ترېنه يو کتاب کور ته وړلو، د شپې به مې ولوستلو او په بله ورځ مې گل نسرين ته ورکوو. زمونږ دواړو تر منځ سيالي پېل شوه چې څوک به د المارۍ ټول کتابونه ژر ولولي.
د ښوونځي نه وروستو د کالج او ورپسې د پوهنتون هغه لوې او ښکلې کتابتون به ځانگړې چاپيريال لرلو. بيا د نړۍ د څو ملکونو کتابتونونه مې وليدل او هر ځاې دا احساس راته ووشو چې کتابتون د انسانيت تر ټولو لوې سمبول وي.
د نړۍ څو نامتو کتابتونونه
د مصر د اسکندريه ښار تاريخي کتابتون په ۳۰ ق م کې جوړ شوې و چې وروستو په يو اور کې وسوځيدو. په ۲۰۰۲ م کې د مصر حکومت په هغه ځاې يوه نوې لايبرېري جوړه کړه او اوس پکې د اوو لکو نه زيات کتابونه ايښي دي.
په اېشيا کې تر ټولو لوې د چين ملي کتابتون په بيجنگ کې دی چې په ۱۹۱۲ م کې پرانستل شو. دلته ۲۶ ميلينو نه زيات کتابونه پراته دي.
په لندن کې د بريطانيې کتابتون په ۱۷۵۳ م کې د ميوزيم د ودانۍ سره يوځاې جوړ شو. انگلستان د خپلو مستمرو او زيات تره د هند او افغانستان نه ورته لرغوني توکي او کتابونه راوړل. وروستو د دې کتابتون څو برخې په نورو ځايونو کې هم جوړې شوې. په ۱۹۹۸ م کې د کتابتون اوسنۍ ودانۍ د مليکې له خوا پرانستل شوه. خو د دې پخوانۍ څانگې اوس هم شته، لکه د ورځپاڼو کلکشن پخپل پخواني ځاې کې پاتې دی. د بريطانيې په کتابتون کې ۱۵۰ ميلينه کتابونه او په لاس ليکل شوې پاڼې د نړۍ په هره ژبه کې شته.
په واشنگټن کې د کانگرس کتابتون ۱۵۵ ميلينه کتابونه او نور ليکلي اسناد لري. د کتابتون جوړيدل په ۱۸۰۰ م کې د کتابونو په راټولو پېل شول او په ۱۹۸۱ م کې يې اوسنۍ تعمير پورا شو.
د کتابونو تاج محل د هند د يو- پي ايالت ” رام پور رضا لايبرېري” دوېم نوم دی. د دې روهيله نواب فضل الله خان چې د ۱۷۷۴ م نه د دې ايالت نواب و، د کتابونو د ولوست او راټولو شوقي و. وروستو د ده زامنو پکې نور کتابونه هم ايښودل او اوس په اېشيا کې د اسلامې علومو تر ټولو لوې کتابتون دی. د نواب حامد رضا علي خان په ښکلي مانۍ کې دا کتابتون ۷۵ زره کتابونه، ۱۷ زره په لاس ليکلي شوي نسخې، ۵ زره انځورونه او درې زره د خطاطۍ نمونې لري.
ګرانې خورې سلام . خدای دې تا همداسې هڅانده لري . ستا د لیکنو نه ډېر معلومات تر لاسه کوم .څنګه چې تا ته هم څرګنده ده زموږ خلک خپل احساسات پهء زړهء کې ساتي . دا مې د دې د پاره وویل چې که څوک کامینت درکړي یا یې درنکړي پهء زړهء کې تاسو ته درناوی لري. خپل کار ته ادامه وکړئ ښهء کارته مو مخه کړې . خدای دېبریالۍ لره .
پدرنښت
زهیر بلخی .
کله چی کتابتون ولری نو انسان مجبوریږی چی کتاب ولولی رښتیا چی کتاب ښه ملګری دانسان دی