د سيک مذهب لومړې گورو – بابا نانک

د نړۍ سيکان هر کال د نومبر په نيمايي کې د خپل سپېڅلي مشر ” بابا نانک” د زيږېدو ورځ نمانځي. د لاهور په “ننکانه” کې د دريو ورځو په دې مراسمو کې په زرگونو سيکان گډون کوي. په شپاړسمې ميلادي پېړۍ کې ډېرو مسلمانانو لپاره هم نانک د يو دروېش او د صوفي حېثيت لرلو.

په ١٤٦٩ ميلادى کال د پنجاب د راوى سيند سره نږدى په يو وړوکى کلى ” تلونډى” کى د هندوانو د کهشترى طبقې د هټۍ وال سېوا رام ماشوم وزېږېدو.
په تلونډي کې هندوان او مسلمانان په گډه وسيدل او د سېوا رام له وړوکي هټۍ به ټولو سودا کوله. د ده ماشوم زوې ” نانک” او د ده خور “نانکي” به د کلي نورو ماشومانو سره لوبې کولې. نانک چى د اوو کالو شو نو پلار په ښوونځى کى داخل کړو.
وايي چې په لومړي درس کې نانک د “الف” په تورى د خپل ښوونکى سره بحث پېل کړواو د خدای د وحدانيت خبره يې وکړه. استاد يې په قهر شو او دی يې له ښوونځي وشړلو.
سېوا رام د خپل زوې په خبرو اندېښمن شو او خپل گاونډي مولوى سيد حسېن ته يې وويل چې د نانک چاره دې وکړي. مولوي د نانک سره خبرې وکړې نو پوه شو چى هغه غېر عادي صلاحيتونه لرل او د يو ولى فکر يې لرلو.
له هغې وروستو مولوي سيد حسېن پخپل کور کې ماشوم ته اسلامي علومو زدکړه پېل کړه خو نانک به زيات وخت په نږدى ځنگل کې ورک و.
د هندوانو يو دود و چې د نهو کالو ماشوم ته په غاړه يا لاس کې تار اچوي چې دی د هغه دين غړې شي. د دې دود لمانځنه په يوې مېلمستيا کې کېږي او د نانک ټول خپلوان د دوي کور ته راغلل. خو نانک د ټولو په وړاندې هغه تار په غاړه کولو نه ډډه وکړه چې دا عبث کار وو او د خداې لاره له دې دودونو بېله وه.
نانک چى د پينځلسو کالو شو نو پلار يي فکر وکړو چى د هټۍ په کارونو کې يې ځان سره مل کړي. يوه ورځ يې زوې ته پېسى ورکړى چې مالگه دې واخلي او په نږدې کليو بانډو کې يې خرڅه کړي. ده سره د هټۍ يو ملازم “بالا” هم روان شو خو منډۍ ته په لاره دوي د ملنگانو د يوى ډلى سره مخ شول چى د ولوږې د لاڅه يې خبرى نشوى کولى.
نانک د ټولو پېسو ډوډۍ واخيسته او ملنگانو ته يې کېښوده. هغوي چې په خېټه ماړه شول نو ده ورسره مذهبى بحث پېل وکړو. پلار يې خبر شو نو د ده د وهلو لپاره يې لستوڼى راښکل. خو د کلى مشر ” رام بولار” چى د نانک د دروېشۍ نه خبر و، له خپله جېبه ورله د پېسو تاوان پورا کړو.

بهلول لودي په ١٤٨٨ عيسوي کال مړ شو نو د ده زوى نظام خان د سکندر لودي په نوم د ډېلي پر تخت کېناستو. د پنجاب والى دولت خان لودي د ” سلطان پور” نه دا پراخه سيمه اداره کوله.
د نانک خورد سلطان پور يو تن “جې رام” ته واده وه چې د دولت خان لودي سره يې کار کوو. د خپل زوم په مشوره سېوا رام، نانک ته په سلطان پور کى يوه وړه هټۍ واخيسته. نانک به خلکو ته هر څه وېړيا ورکول او په څو ورځو کی هټۍ تشه شوه.
د نانک اوخښي “جې رام” خپل بادار دولت خان ته د نانک په اړه وويل. هغه ورته د سرکارى مودي خانې (خېرات خانى) مشرى وروسپارله او داسى ښايې چى نانک په دى کار خوشاله وو. لږه موده وروسته پلار ورله واده وکړو او د ده دوه زامن ووزېږېدل. دولت خان لودي د نانک د دروېشۍ نه خبر وو او هڅه يې وکړه چى دى رسمى ځان مسلمان اعلان کړى. ځکه ده د اسلام په پېغمبر حضرت محمد صلى اله علېه وسلم هم ايمان لرلو او هغه يې ريښتونى نبي گڼلو.
خو نانک د مذهبونو د مراسمو لکه لمونځ او نورو عباداتو سره ځان نه تړلو. ده د سرکارى خېرات خانې نه دومره ډېر توکي په خلکو وېشل چى د نورو چارواکو ترې رخه پېدا شوه. هغوي دولت خان لودي ته د نانک شکايت ووکړو.
دولت خان د مودى خانى د سامان او د حساب جاج واخيستو نو هر څه ورته سم ښکاره شول. نانک ته يې درناوى وکړو او نور اختيارات يې هم ورله ورکړل. خو سازشيانو څه موده وروسته بيا په نانک تور ولگوو چى سرکارى مال خپلوانو ته ورکوي.
د دولت خان په امر پلټنې ووشوې خو هر څه سم د حساب سره سم وو. نانک دا نوکري پرېښوده او دولت خان چې خبر شو نو ورته د پاتې کيدو وويل. د نانک لپاره اوس هغه نوکري بې مانا وه.
ده د ملنگانو جامى په غاړه کړى او له کوره ووتلو. له ده سره دوه نور کسان هم مله وو. يو مسلمان چى رباب به يې غږوو او “مردان” نوميدو، بل هندو چى “رام داس” يې نوم وو خو خلکو به ورته بودها ويل.
نانک به په پنجابي ژبه کى صوفيانه شعر ووئيلو نو مردان به ورله په رباب سر برابر کړو او زمزمه به يې کړو. درى واړه لومړى په پنجاب کى وگرځېدل، ورپسى کابل ته ولاړل. بېا د ايران د لارى ترکى او مکى معظمى پورى ورسيدل.
وايي چې يوه ورځ نانک په خانه کعبه کې ويده او پښې يې ” کعبې ته غځولې وې. يو چا د مکى قاضى رکن الدين خبر کړو او هغه ورته نږدې راغلو. پوښتنه يې ترې وکړه او وې ترټلو چې د خداې د کور سپکاوې د خداې سپکاوې وي. نانک ورته وويل که کولى شى نو زما پښى هغه لور ته تاو کړه چى خداى پکى نه وى.
دوي بېرته د مکې نه په پښو روان شول او د افغانستان شمال ته ولاړل. په خلم کى د نانک مسلمان ملگرى مردان مړ شو نو د هغه مړى يې وسوځوو. نانک او بودا بېرته پنجاب ته راوگرځېدل او د مردان زوې سجاد ورسره مل شو. لنډه موده وروستو دوى ملتان او ورپسې کندهار ته ولاړل. په دى سفرونو کى د نانک نوم ووتلو او لوې شمېر هندوان د ده منونکى شول.

په ١٥١٧ کې سکندر لودي له نړۍ سترګې پټې کړى نو ابراهيم لودي واکمن شو. د نانک د منونکو شمېره مخ په زياتيدو شوه نوابراهيم لودي، دى خپل دربار ته را ووبللو. نانک هلته پاچا ته هم دروېشانه خبرى وکړى خو ابراهيم لودي پخپل سلطنت کې د مخالف هر غږ په زور له منځه وړلو او نانک يې په زندان کې واچوو.
هغه وخت دولت خان لودي کابل کې مغل پاچا بابر ته پيغام استولى و چې که پر ډېلي يې حمله وکړه نو دى به يې ملګری وي. په ١٥٢٦ ميلادي کال کې ابراهيم لودي په پاني پت په جنگ کى ماته وخوړه، هم هلته ووژل شو او هند د مغلو لاس ته ورغلو. نانک اوو مياشتى په بند کى وو او د بابر پاچا په امر ټول بنديان ورخوشى کړى شو.
د نانک منونکى واى چى بابر د نانک سره وليدل او ده ته يې د شرابو د څښلو بلنه ورکړه خو نانک ورته وويل چى د خداې د معرفت مستو ملنگانو ته د دنېا نشې نه وى پکارى. خو د بابر په ليکلى ياداشتونو کى د نانک زکر نه دى راغلى.
د مغلو په دوره کى د پنجاب لوې شمېر هندوان د نانک پېروان شول او د درناوي نه يې ورته “بابا نانک” او “گورو نانک” ويل. د خپل ژوند وروستي کلونه ده د راوى سيند په غاړه يو کور کى واړول. هم هلته يې يو ځاى جوړکړو چى هره ورځ په زرگونو خلکو به پکى ډوډۍ خوړله.

د ” ډېره بابا نانک” په نوم دا ځاې اوس هم په لاهور کى شته. د راوي سيند په غاړه ده د کرتار پور نومى يو ښار هم اباد کړو چي وروسته سېلابونو يوړو.
په ١٥٣٨ کى نانک د ٧١ کالو په عمر کى له فانى نړۍ سترگى پټى کړى. خو د ده په مړينى د هندوانو او مسلمانانو تر مېنځ شخړه را پورته شوه. دوي د هغه وروستي مراسم د خپلى عقيدى پر اساس سر ته رسولى.
د دواړو مذهبونو منونکو د ده مړى د يو څادر لاندى اېښى وو او د هغه کوټې نه بهر په بحث اخته وو. وايي چې کله دوي څادر لرى کړو نو هلته د گورو نانک مړى نه وو. اخر د ده څادر دوه ټوټى کړى شو. مسلمانانو دا څادر خښ کړو او هندوانو خپله برخه وسوځوو.
نانک د ژوند په وروستېو ورځو کې يو مريد خپل ځاى ناستې گورو وټاکلو چى ” لېڼا” نومېدو او وروسته د “گوروانگد” په نوم يې د نانک تعليمات خپرول. د نانک يو ځوئ “لکهمى چند” دنيا دار شو او اولادونه يې اوس هم شته.
دويم زوې “سرى چند” د پلار په شان ملنگ شو، ده د وېښتو نه پرېکول، د تورى چلول او د ځان د دفاع لپاره جنگى دود رواج کړو. په راتلونکو سلو کالو کى پنجاب د گورو نانک د منونکو ټاټوبى شو چى سيک په نوم يو نوى مذهب پکى وده وکړه.

سرچينه
تاريخ پنجاب. سيد محمد لطيف. ۱۸۸۸ م . اردو ژباړه افتخار محبوب. ۱۹۹۴ م. تخليقات لاهور چاپ. د ۴۸۷ نه تر ۴۹۸ مخونه

صفيه حليم
د خپرېدو نېټه
۱۶ نومبر ۲۰۱۳ م
Nankana Sahib

4 Comments

Add a Comment
  1. ډېر ووړ او کوچنی وم چې د بابانانک نوم اوریدلی و خو په اړه مې یې داسې کومه لیکنه او شننه نه وه لوستې. الله دې درته اوږد او له خوښيو ډګ عمر در کړي چې دا ډول بلا نورې لیکنې او څېړنې هم وکړﺉ.

  2. په زره پوري معلومات وه په قلم مو بركت شته.

  3. وه دی نه ویل چه د سړي نوم نانک وو او د کلي نوم لونډي نو دا د سيک نوم د کوم ځاي نه راغې.

    1. د کلي نوم ” تلونډي” و
      د سيک تورې د ” سيکشا” نه راوتلې دی چې مان يې ، مريد، شاگرد او منونکې وي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *