ورڼۍ + سيزني = گوندخ

Mary and baby
په ځينو پښتنو کې اوس هم د نوي زيږېدلې ماشوم لپاره د جامو سره سره، “ورڼي او سيزني” ارو مرو جوړېږي.
هغه چې دا نومونه په لومړۍ ځل ولولي، ورڼې يا اورڼي څلور گوټيزه تيکه وي چې ماشوم پکې تاو کړي او سيزني هغه پړي ته وايي چې يو ميټر اوږد وي او د ماشوم لاسونه پښې ورپورې کلک تړي. ”
گوندخ” يو بل تورې دی چې د ازبکستان او د مرکزي ايشيا نه تر پېښوره د ماشوم د تړلو د عمل لپاره کارېږي.
که څوک پوښتنه وکړي چې ماشوم ولې تړل کېږي. نو ډېرې ښځې وايي چې په دې هغه ارام وي او تر ډېره وخته ويده وي.
انسان چې کله د ډبرې په زمانه کې ژوند کوو نو خپل نوې زيږېدلې ماشوم به يې د ساړو نه خوندي ساتلو لپاره په څرمنې کې تاو کړو. د ډبرې د زمانې انسانانو ماشومان هم دغسې تړل او په تيږو يې انځورونه پرېښي دي.
په يونان، مصر، روم او لاطينې امريکا کې د دې لپاره ځانگړي نومونه کاريدل. په عربي نړۍ کې هم دا ځينو سيمو کې اوس هم رواج لري.
د ورڼي زکر په انجيل کې هم شته او د مقدس مريم او د ماشوم عيسا پېغمبر په ورڼي کې انځورونه جوړيدل. زيات خلک په دې باور دي چې کله کله ماشوم چې ناڅاپه مړ شي نو د هغه تړل د دې مرگ مخه نيسي. خو تر اوسه داسې شواهد نشته چې دې کار ماشوم د ناڅاپي مړينې نه ژغورلې وي.
په اروپاي ملکونو کې تر اوولسمې ميلادي پېړۍ ماشومان تر نهو مياشتو عمر پورې به تړل کيده. د صنعتي انقلاب سره هلته خلک ماړه شول او د ماشومانو ساتنه د ” دايانو” په لاس شوه. بيا داسې پېښې وليدل شوې چې دايانو به ماشوم ټوله ورځ تړلې حالت کې پرېښې و او پخپله به په نورو کارونو يا خبرو اخته وې.
اروپاې ډاکټرانو چې دا حال وليدو نو د ماشوم تړل يې منع کړل ځکه چې هغه د خوراک سره سره د پاکولو او وينځلو ته هم اړتيا لرله. دا خبره هم کيده چې د ماشوم تړل د هغه په جسمي ودې کې خنډ جوړوي او ممکن ځينې غړي يې معيوب شي.
ورو ورو د نړۍ په ډېرو هيوادونو کې د سيزني ( پړي) سره د ماشوم د تړلو رواج ختم شو خو ورڼي اوس هم وي. د فلالېن يا هم دغسې نرمې تيکې نه جوړه ځانگړې “ورڼي” يوې او بلې خوا ته بندېږي او نوې ماشوم پکې تاو کړي.

که ستاسو په سيمه کې د دې بل څه نوم وي نو وې ليکئ. مننه

mother and baby
صفيه حليم
د خپرېدو نيټه
۱۹ نومبر ۲۰۱۳ م

3 Comments

Add a Comment
  1. محمد سلیم اسکی

    زموژ پہ سیمہ لہ قندهارہ تر کوئٹی. ودی تہ ونئ او سنزیلی وائ

  2. زموږ په سیمه (تګاب، کاپیسا) کې ورڼۍ ته غونډک پیچ، سسیزني ته تړونکي او ګوندخ ته غونډک وايي…

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *