مغل شاه جهان چې د تاج محل په شان هند کې د ښکليو ودانيو جوړونکې و، د قيمتي ډبرو، الماس، زمرد او د ياقوت لېواله و.
د هند د پراخې خاورې دوه برخې د ده د هوس ښکارندوي دي. دکن صوبه چې پکې د ” گولکنډه” د الماسو ماينونه دي او د بلخ صوبه چې د بدخشان د لعل او د زمردو زېرمې يې لرلې.
شاه جهان په ۱۷۲۸ م کې د هند واکمن شو. تر هغې ده د کابو دوو کروړو روپو خزانه راټوله کړې وه. ده غوښتل چې هغه ښکلې ډبرې په يو تخت کې ځاې کړي چې خلک يې هم وگوري.
د تخت کوم ډيزاين چې ده خوښ کړې و د هغې لپاره دا بس نه ووو. نو ۲۳۰ کلوگرام قيمتي لعلونه، عقيق، الماس، ملغلري او زمرد يې نور واخيستل. دا ټول يې پخپله معاينه کړل او بيا د دوه نيم لکه مثقاله ( ۱۱۵۰ کلوگرام) سرو زرو سره ” بېبدل خان” ته وسپارل چې د شاهي زرگرانو د شعبې مشر و.
په ۱۶۳۵ م کې ( اوو کاله وروستو) هغه تخت جوړ شو چې د څلوېښتو او ۱۰۰ ميلينو روپو تر منځ لگښت پرې شوې و.
د شاه جهان تاريخ ليکونکې واېې، ” د دې مرصع چت په اتو ستنو ولاړ دې چې ورباندې دوه مينا کارۍ طاوسونه يو بل ته مخامخ وزرې پرانستې ولاړ دي. په وزرو يې زمرد لگيدلې دي. د دواړو په خله کې د سرو سکروټو په شان ځليدونکې يو يو لعل ځوړند دی.
په ۱۶۶۵ م کې يو اروپاې زرگر “ټريونير” ډېلي ته ولاړو نو دا تخت يې پخپله وليدو او په اړه يې وليکل چې د ستنو د پاسه ملغلري لگېدلي دي ستنو يو چتر ټينگ کړې و او د پاسه ملغلري لگيدلي و چې د هغوي په بره برخه د لعل او زمرد نه دوه وړوکي طاوسان جوړ و او په منځ کې يې يوه ونه وه.
پر تخت د ختلو او کوزيدو لپاره درې نقرۍ پوڼۍ وې چې په هغوي هم لعل او زمرد داسې ټک وهلي و چې د جمع نښه يې جوړوله. هم هغسې ملغلري او الماس ورباندې په يو ترتيب لگيدلي و.
په دې تخت د نامتو مغل ملک الشعرا حاجي محمد جان قدسي د ۲۰ بيتونو يو نظم د زمردو په تورو ليکلې و چې د شاه جهان صيفت پکې شوې و. مغل باچا د ړندو عقيدو خاوند و او پر تخت د کيناستو لپاره مبارک ساعت د غوره کولو کار يې نجوميانو ته سپارلې و.
په ۲۲ مارچ ۱۶۳۵ م کې د وړوکې اختر او د نوروز نمانځنې په يوه ورځ برابرې شوې. شاه جهان په هم دې ورځ اگرې کې په لومړي ځل په دې تخت کېناستو چې ” تخت طاوس” نوميدو. بېبدل خان د تخت په اړه د ۱۳۴ بېتونو يوه قصيده هم ووئيله او دی په سرو زرو کې وتلل شو چې هغه سره زر يې ورله په انعام کې ورکړل.
پر تخت لگيدلې ډبرې او د دې ډيزاين د هند د ډېرو مذهبونو سمبولونه وو.
طاوس په هندي مذهب کې يو سپېڅلې مارغه دی. د غمو رنگ او ترتيب د زمکې ښکلا يې څرگندوله. د څپر په منځ کې يو لويه ژيړ بخنه ملغلره د باچا د سره د پاسه به ځوړنده وه چې د کاينات او د لمر د سيوري سمبول و.
د زرگرۍ کار هغه وخت د هندوانو په لاس کې وو او د طاوس شکل په گاڼو او نورو زينتي شيانو زيات جوړيدو چې وزرې يې نيلا، زرغون او شنه رنگونه لري. زرگرانو دا تيږې د طاوس په خلاصو وزرو زرغون زمرد او نيلا ياقوت په ډېر هنر لگول. ټول تاريخي شواهد ښايي چې شاه جهان او د ده نه وروستو په شاهي تخت د طاوس سمبول د نېکمرغۍ نښه وه.
کله چې شاه جهان خپله پلازمېنه په ۱۶۴۸ م کې ډېلي ته يوړه نو تخت طاوس د ” لال کلا” په ديوان عام کې کېښودل شو. شاه جهان درې کاله نور په دې تخت د کېناستو جوگه نه و ځکه کندهار د پارس د صفويانو نه بېرته اخيستو څارنه يې پخپله کوله.
هغه اروپايان چې هند ته ورتلل د شاه جهان د شته منۍ په اړه داسې کيسې ليکلې چې د انگرېزانو ورته خله اوبه شوه. يو کس ” اسټن” ليکي چې باچا داسې ۷ تختونه لرل چې يو يې په زمردو، بل په ياقوت او درېم پورا په ملغلرو پټ و.
بل ليکي چې د يو تخت په سر طاوس جوړ و چې لکۍ يې خلاصه وه او د نيلا ياقوت ( نيلم) او نورې ډبرې پرې خښې وې. د سرو زرو هغه طاوس د کاڼو نه ډک و او مخامخ په سينه يې يو لوې لعل لگيدلې و. په غاړه کې يې د ناشپاتۍ د شکل يوه ملغلره ځړېده. د طاوس دواړو غاړو ته د گلونو گلدستې هم هغه طاوس هومره لوړې او د رنگينو تيږو نه جوړ وو.
په دې ليکنو يوه گډ وډي رامنځ ته شوه او هر چا دعوا کوله چې اصل تخت طاوس ده ليدلې و. د شاه جهان څو انځورونه چې جوړ شول، په يو کې په تخت طاوس ناست ښودل کېږي. خو په دې کې د تخت ښکلا نه دې څرگند او نه پکې ښکاري چې طاوسان په زمردو پوښلي و.
د شاه جهان د مړينې او د ده د زامنو تر منځ د تخت لپاره څو کاله جنگونه روان وو او اخر اورنگزېب پر ” تخت طاوس” کيناستو. داسې ښکاري چې وروستو مغل واکمنو په هغه تخت کې ترميم وکړو او له دې يې ډېرې قيمتي ډبرې ليرې کړې. د تخت چتر او د دې د ستنو ملغلري د نورو زينتي توکو يا گاڼو لپاره وکارول شول. خو طاوسان د تخت شا ته ولگول شول او دې ته يې نوې بڼه ورکړه.
په ۱۷۳۹ م کې د پارس نادر شاه افشار د خپل سلطنت د جوړولو او پراخولو لپاره په ډېلي حمله وکړه. هلته د مغلو شاهي دربار کې تخت طاوس وليدو نو ځان لپاره يې هم هغه هغسې تخت د جوړولو امر وکړو.
نادر شاه د ډېلي نه د وتلو پر وخت د کروړونو روپو سره زر، قيمتي ډبرې، نقره، مرواريد او تخت طاوس ځانه سره يوړل. د ده تخت تر هغې نه و جوړ نو بې شمېره زرگران او د مينا کارۍ هنرمندان يې هم پارس ته روان کړل.
له هغې وروستو د هند د تخت درک و نه لگيدو او نادر شاه نهه کاله يو خوا بل خوا په جنگونو اخته و. يو وخت داسې اوازه گډه شو چې هغه تخت عثماني سلطنت ته ورکړې شوې و او يا په يو جنگ کې د ترکانو لاس ته ورغلې و. په ۱۷۴۷ م کې نادر شاه د خپلو محافظانو له خوا ووژل شو او په پارس کې گډ ودي پېدا شوه.
يو انگرېز فرېزر چې هغه سيمې ته تللې و وايي چې په ۱۸۲۲ م کې يو کورد راسره خبرې کولې. هغه وئيل چې کله نادر شاه ووژل شو نو زمونږ خلکو د هغه کېمپ چور کړو. تخت طاوس مات او توټې کړې شو. او په هغې لگېدلې ملغلري خلکو وشکول او ځاې په ځاې يې پخپلو کې ووېشل. زمونږ جنگيالي د ملغلرو او د نورو تيږو، ان چې د سرو زرو په ارزښت خبر نه و. نو دا يې د سپينو او د مسو په بدل کې خرڅ کړل.
دا خبره سمه ده چې د نادر شاه کېمپ کوردانو چور کړ و خو دا د منلو خبره نه ده چې نادر شاه به دومره لوې او قيمتي تخت به ځان سره گرځوو.
په ۱۸۱۲ م کې فتح علي شاه قاچار په نادري تخت کېناستو چې د تخت طاوس په شان جوړ و او پښې يې کټ مټ د هغه پخواني تخت په شان وې. نو ښايي چې تخت طاوس ټوټې کړې شو او څو برخې يې د نوي تخت لپاره وکارول شول.
د هند د خزانې لويه برخه د نادر شاه په ټبر کې پاتې وه. په هغې کې نامتو الماس کوه نور د نادر شاه د حرم له خوا احمد شاه ابدالي ته د مننې په توگه ورکړې شوې و چې دوي يې خوندي اصفهان ته بدرگه کړي وو. داسې شواهد شته چې “تخت نادري” د نادر شاه د نمسي شاهرخ مرزا سره په مشهد کې و.
اوس د ايران په شاهي خزانه کې يو بدل “تخت طاوس” شته خو د ترکي د استبول په توپ کاپي ميوزيم کې هم يو تخت پروت دې او سېلانيانو ته د تخت طاوس په نوم ښودل کېږي. د فرانسې واکمن نپولين ( ناپوليون) وايي، ” تخت د هغه بنچ نوم دی چې په مخملو پوښلې وي”
سرچينې
۱. شاه جهان نامه. ملا محمد صالح کمبوه. اردو ژباړه. تلخيص و تهذيب: ممتاز لياقت. سنگ ميل لاهور چاپ ۲۰۰۰ م . م ۲۴۸ او ۲۴۹ مخونه.
۲. لوې مغل. بېمبر گېسکواين. برټش لايبرېري چاپ. ۱۹۷۴ م . ۱۹۹۱ م بيا چاپ. ۱۹۲ مخ.
صفيه حليم
د خپرېدو نېټه
۲۰ نومبر ۲۰۱۳ م
Zalemano ka da paise da khalko pa khair khaigara lagolai ve no os ba da de barkhe nare naqsha badal wa