نه پوهېږم چې د څو کالو وم. د سرو خښتو پر فرش به مې ټوله ورځ د تورو سکارو په يوې ټوټې ليکې او دايرې جوړولې.
پلار راته د ” الف” تورې راوښودلو نو هر ځاې به مې هم هغه ليکلو. په دېوالونو او دروازو مې هم دغه ا…ا…ا…ليکل.
کله چې سکول کې داخله شوم نو په هغه ماښام د لرگي تختۍ، د لرگي قلم او د کچه خاورو دوات ( مشواڼۍ) د رنگ سره يې راته راوړل. مور مې د شيشې يو تش بوتل واخيستو او د لرگي په هغې نوې تختۍ يې ښکته پورته ومښلو چې هوار شي.
وروستو په سکول کې ځينو جينکو راته وويل چې هغوي پخپلې تختۍ د اگۍ ژيړ مښلي وو. د هوارولو نه وروستو تختۍ مې په يخو اوبو ووينځله او د شنو خاورو يوه ټوټه چې مونږ به ورته ” گاچي” ويل، په اوبو کې لمده او بيا په تختۍ وسولوله. دا خاوره به د غټيو په شکل بازار ته راتله او ځينو به ورته ” ملتاني مټي” ويل.
گاچي به په لږو اوبو خوړينه شوه او مونږ به په گس لاس د تختۍ څټ نيولې وو او په ښي لاس به مو دا خټه ورباندې هواره کړه. ما به ډېر په مينه د تختۍ په دواړو خواوو دا خټه هم هغسې تپله لکه چې څوک پر مخ کريم لگوي.
تختۍ به مې د دېوال سره په سيوري داسې ودروله چې بل څه يې خراب نکړي. په نمر کې به مو نه ايښوده ځکه لرگې به لوند و او پوهېدو چې خرابېږي. کله کله د باران په ورځ زما او د ورور تختۍ به يو بل ته غاړې ورکړې وې او په دالان کې به مو وچول ته ايښي وو. تر ټولو ښه وخت به هغه و چې مونږ په سکول کې خپلې تختۍ په هوا کې يوې او بلې خوا خوځولې او ورسره په نااشنا ژبه سندرې زمزمه کولې. يوه پکې داسې وه،
تختي په تختي دو دانې
ني سوکدي اې چل تاڼې
دا تختۍ ته گواښ و چې که وچه نشوې نو تاڼې ته به دې بيايم.
دوات هغه مشواڼۍ وه چې پکې دوه سينتي ميټر د ململو وړه چيرړه کېښوده. بيا د نوې سيايي (تور رنگ) پوڼۍ به مې پکې تشه کړه او لږ اوبه به مې په دوات کې وروڅڅولې. په قلم به مو هغه ولړلو او رنگ به د ليکلو لپاره تيار شو.
د رنگ پوڼۍ په يوه پېسه د قرطاسيې په دکان کې مو اخيسته. د دې رنگونو هم څو ډوله پوڼۍ وې چې “کچه، پخه او خوږه” په نومونو مو پېژندل.
کچه هغه رنگ و چې په اوبو کې به ژر حل شو خو په ليکلې تختۍ به تور په ځاې خړ رنگ يې ورکوو. پخه سياي به د تختۍ سره ونښته او د وينځلو لپاره به مو ډېره خواري ويستله. چا به د صابونو شوړه ورپسې راواخيسته او چا دوه ځلې په تختۍ گاچي خاوره تپله چې پخوانې رنگ پټ کړي. زمونږ د ټولو د خوښې ” خوږه سيايي” وه چې تک تور رنگ ځليدونکې رنگ به يې ورکوو.
ډېر ژر د خاورو د مشواڼۍ ځاې د سلورو دوات ونيولو چې په دوه انې خرڅيدو. د مور غم يې غوڅ کړو چې هره ورځ به مو د خاورو مشواڼۍ ماته وه. په مشواڼۍ کې تيکه اېښودل ضرور وو ځکه په هغې به مو فالتو رنگ د قلم نه وڅنډلو او گوتې به مو نه توريدې.
ما د يوې جينۍ نه اوريدلي وو چې که د کچه سياي سره گوړه گډه کړې نو هغه خوږه شي. مور ته مې وويل او هغې هم دې تجربې ته زړه ښه کړو. لږه ټکيدلې گوړه يې راکړه چې په رنگ کې يې ورگډ کړم. بيا نو چې په تختۍ مې ليکل پېل کړل نو دومره مچان راباندې ټول شول چې د تختۍ سره مشواڼۍ او قلم مې هم ووينځل.
د لرگي د قلم څوکه تراشول ځان له هنر و او دا مې د پلار دنده وه چې هر ماښام به يې مونږ درې واړوو ماشومانو ته قلم جوړوو. د قلم نوم قلم و او دا به هم هغه د چيلم ” نېچه” وه چې په بازار کې يې يو لاس هومره اوږدې ټوټې تيار تراشلي خرڅيدې.
يو دوه وارې به دې په هغه قلم ليکنه وکړه نو څوکه به يې وسولېده. بيا به مې پلار خپل چاقو راوويستو او ډېر په مهارت به يې دا جوړه کړه. د څوکې منځ کې به يې دومره وړوکې درز جوړ کړو چې د ليکلو پر وخت به قلم هوار په تختۍ گرځيدو.
د ج چ ح خ نه وروستو تر ټولو گران تورې چې نه مې شو ليکلې ع او غ و. مونږ ته يې په نستعليق خط کې ليکل ښودل او هر تورې به د قلم بېلا بېل حرکت جوړېدو.
د تختۍ په يو مخ به مو الف ب او په بل مخ ۱ ۲ ۳ ليکل. په سر کې څو ورځې مونږ ته اجازه وه چې په ” کچه” وليکو. پلار به راته په تختۍ په پېنسل ټول توري وليکل او ما به په قلم ورباندې رنگ راښکلو. يوه ورځ استادې زما په تختۍ په سور پېنسل څه وليکل او راته يې وويل چې پلار ته وښايم.
د هغې جملې په ولوستو پلار راته وويل چې اوس به هغه راته په تختۍ کچه نه ليکي. زما زړه ډوب شو خو د تختۍ وينځلو پر وخت راته مور تسلي راکوله چې اوس زه پخپله ليکلې شم.
مونږ به په ورځ کې دوه ځلې تختۍ ليکله. د شپې په کور کې ليکل شوې تختۍ به سهار په سکول کې استادې ليدله. بيا به ټولې جينکۍ په منډه د هغې ډيگۍ ( حوض) ته ولاړې چې له اوبو ډکه وه او په يو سر کې لويه د اوسپنې نل او ورسره د پيتلو ” ټوټۍ” لگيدلې و.
مونږ به د ورتلو سره تختۍ هغې حوض کې واچولې او ټولو جينکو به لکه د چنچڼو په خندا او په خبرو خپلې خپلې تختۍ وينځلې. هر چا سره به د ” گاچي” يوه ټوټه وه او که چا به نه لرله نو د نورو نه به يې غوښتله.
د جينکو “لېن دېڼ” او جنگونه به د گاچي خاورې په سر کيدل. د دې په بدل کې د خوږې سيايي او يا د چڼو د خوړلو معاملې کيدې. بيا د غرمې نه وروستو چې نور سبق به خلاص او استاده به هم ستړې شوه نو تختۍ ليکل به پېل شول. هرې خوا ته به خاموشي شوه، يواځې په مشواڼيو کې د قلم د ډوبيدو ټک ټک او په تختۍ د قلم کش به اوريدل کيدو.
څلور کاله د تختۍ ليکلو نه وروستو په پينځم کې جينکو د تختۍ نه د خلاصون خوشالۍ کولې. خو ما خپله زړه تختۍ ډېره موده پټه ساتلې وه او خبر نه يم چې څه وختې رانه ورکه شوه.
صفيه حليم
د خپرېدو نېټه
۲۲ نومبر ۲۰۱۳ م
Zma de ustad Zafar Hayat yaw nasihat due ra yad Krr che students tha ba ye thl de karrkee/qalm pa bara wayalo ( karrkai wayee za de zangal yawa tota ym — che sok may pa las wakhli bia da zaro yawa tokrra ym)