د لندن د ټېمز په سيند څو پلونه جوړ دي چې يو يې “لندن برج” په ۱۸۳۰ م کې د بريطانيې يو نامتو مهندس “جان رېني” وروستې شهکار و.
په سلو کالو کې د لندن پل په ستنو خټه ونښته او د اس گاډو ځاې هغو لويو لاريو ونيولو چې هره ورځ په ټنونو مال د سيند نه پورې راپورې يې وړلو.
دا پل د موټرو د تيرېدو لپاره نامناسب وگڼل شو او په ۱۹۶۰ م کې د دې د بيا جوړولو په پلان لاس پورې شو. که بل ملک واې نو ممکن زوړ پل به يې وران کړې او خښتې به يې ماې کړې وې. خو په بريطانيې کې سل کاله زوړ شې ” اېنټيک” وي. نو د لندن ښار والۍ د دې پل د خرڅولو اعلان وکړو.
هغه وخت د امريکه په اېريزونا ايالت کې د تېلو د يو شرکت مشر “رابرټ پي.مېکلوخ” د ” کولوراډو سيند د يو جهيل په غاړه نوې ښار اباد کړې و. هدف يې دا و چې تقاعد شوي خلک دلته کورونه واخلي.
خو “هواسو ښار” داسې ځاې کې جوړ و چې سېلانيانو به زړه نه ښه کوو چې هلته ورشي. دا يو نوې ښار و او تاريخي ځايونه يې نه لرل. رابرټ ميکلوخ په ښار کې د تاريخ د راوړو فېصله وکړه او په ۱۹۶۸ م کې د ” لندن پل” يې ورته په څه کم دوه نيمو ميلينو ډالرو واخيستو.
د دې پل ۱۰ زره ۲ سوه او ۴۶ د ډبرو او سيمټو جوړ بلاکونه په بحري بېړيو کې اريزونا ته يوړل شول. “هواسو پل” د نويو تيږو او د پوځ سيمټ نه جوړ شو او د لندن د پله تيږې يې د پاسه پرې ولگولې او ډيزاين يې ورله هم هغه وساتلو.
دا پل په وچه زمکه جوړ کړې شو او درې کاله پرې کار روان و. په ۱۹۷۱ م کې کله چې کار پورا شو نو يوې غاړې ته يې د پله د لاندې اوبه يې ورخوشې کړې. داسې د ښار شمال او جنوب يې پخپلو کې وتړل او په دې ۳ ميلينه ډالره لگښت ووشو.
د هواسو د ښار ” لندن برج” ليدو ته ډېر خلک ورځي چې هم هغه پخوانې د ۱۸۳۰ م نښه پرې لگيدلې ده.
صفيه حليم
د خپرېدو نېټه
۲۴ نومبر ۲۰۱۳ م