د اتلسمې ميلادي پېړۍ په نيماي کې د هند نه پرله پسې څو ليکونه کندهار ته ورسيدل چې احمد شاه ابدالي ته مخاطب وو.
يو ليک پکې د ډېلي شاه ولي الله له خوا و چې يوه جمله يې داسې وه چې که تا د هندوستان مسلمانان د کفر نه و نه ژغورل نو دلته به اسلام بېخي ورک شي. وايي چې که شاه ولي الله دا ليک نه وې ليکلې نو د هند تاريخ ممکن بل ډول وې.
د شاه ولي الله خپل نوم قطب الدين احمد ابن عبد الرحيم او په ۱۷۰۳ م کې د اتر پردېش په مظفرنگر کې زيږېدلې و. د ده نيکه شېخ وجيه الدين په مغل پوځ کې افسر و او کله چې د شاه جهان د زامنو ترمنځ د تخت لپاره جنگ پېل شو نو هغه د اورنگ زېب ملاتړ وکړو.
دا څرگنده نه ده چې د وجيه الدين زوې عبد الرحيم څه وختې د ” شېخ” پر ځاې د “شاه” لقب غوره کړو او د پوځي خدمت پر ځاې تصوف ته يې مخه کړه. د اورنگزېب په واک کې د غېر مسلمانانو پر ضد قوانين جوړ شول چې ” فتوه عالمگيري” نوميدل. شاه عبد الرحيم د دې قانون په جوړولو کې لاس لرلو خو ده پخپله د اورنگ زېب سره چرې نه و ليدلي. هغه په ډېلي کې ” مدرسه الرحيميه” جوړه کړه او د ده څلور کلن زوې قطب الدين هم پکې ديني زدکړې پېل کړې.
د ۱۴ کالو په عمر کې پلار ورله واده وکړو او يو زوې او لور يې وزېږول. د پينځلسو کالو په عمر کې ده خپلې زدکړې سر ته ورسولې نو د تصوف نقشبندي طريقې کې شامل شو او د خپل پلار په مدرسه کې د يو معلم په توگه يې کار پېل کړو.
په ۱۷۱۹ م کې د ده پلار وفات شو او قظب الدين د مدرسې مشر شو. تر دولسو کالو ده د مدرسې د کارونو سره سره خپله مطالعه هم جاري وساتله.
په ۱۷۲۴ م کې د اوويشتو کالو په عمر کې دی حج له ولاړو او هم هلته پاتې شو چې حديث او فقه ولولي.
مکې او مدينې ته د ټولې نړۍ مسلمانان راتلل او قطب الدين د هغوي له خلې د مسلمانانو د حالاتو نه خبريدو. د ده يو استاد د حديث يو نامتو استاد شېخ ابو طاهر محمد ابن ابراهيم القرني المدني و چې عبد الوهاب يې شاگرد و. قطب الدين د هغه په کتابتون کې د شېخ الاسلام ابن تميه ليکنې ولوستلې.
ښاي هم هغه وخت د ده په فکر کې بدلون راغې او کله چې په ۱۷۳۳ م کې بېرته هند ته راوگرځيدو نو ده دعوا کوله چې مکې او مدينې کې يې ۴۷ داسې خوبونه وليدل چې د پېغمبر سره مخاطب و. دا خوبونه يې د ” فيوض الحرمېن” نومي کتاب کې چاپ شول. خلکو ورته د ولي په سترگه کتل او دېر زر قطب الدين ” شاه ولي الله” په نوم شهرت پېدا کړو.
ده دوېم واده وکړو چې وروستو يې څلور زامن او يوه لور وزېږيدل.
ده د خداې د وحدانيت او اسلام د بنسټيزو اصولو تبليغ او د ” مجتهد” په توگه پخپل فکر او پوهې د اسلام تفسير او تشريح پېل کړو. ده د قران کريم ژباړه په فارسي کې وکړه چې هغه وخت يو لوې کار گڼل کيدو ځکه مسلمانانو باور کوو چې قران بايد په عربي کې ولوستل شي.
په هند کې د مغلو قدرت په لاسه وتلو و او مسلمانان په وېره وو چې د مرهټو لاسبر شو نو د دوي ژوند به تريخ وي. د شاه ولي الله يوه ناره دا وه چې د هند اقتصادي چارې د هندوانو په لاس کې وې. دوي د هند ټوله شته مني په لاس کې لرله او مسلمانان ورته بې وزله ښکاريدل. ده غوښتل چې په هند کې اسلامي حکومت جوړ شي خو دا د مغلو باچاهۍ ته ورته و.
د ده ملاتړ روهيله پښتنو کوو او د نجيب الدوله او حافظ رحمت خان په شان خلکو له به يې مشورې ورکولې.
ده په هند کې د شيعه مسلک سره هم مخالفت لرلو چې په لکهنئو او حېدر اباد کې د هندوانو سره په سيالۍ د عاشوره جلوسونه ويستل او ښځې نر به پکې گډ شريک وو. هلته شجاع الدوله د هند واکمن کيدو لپاره د مرهټو او انگرېزانو سره اړيکې جوړې کړې وې. مرهټو هغه وخت د هند د يو سر نه بل سر پورې په مسلمانانو ناتار گډ کړې و او په ډېلي کې مغل باچا د دوي د مقابلې توان نه لرلو. شاه ولي الله د حېدراباد نظام، نجيب الدوله او احمد شاه ابدالي دريو واړو ته د دوي پر ضد د جهاد غږ کړې و.
شاه ولي الله په هند کې د اسلام يوه معتدله څېره وه او د خلکو په منځ کې يې ډېر احترام لرلو. ځينې خلک او په تېره بيا اروپاي ليکوال په ده د ” وهابيت ” ټاپه لگوي خو شاه ولي الله د حنفي مسلک منونکې و. بله دا چې د جهاد لپاره هغه د عرب وهابيانو نه مرسته وو نه غوښتله بلکه افغان باچا ته يې ليک ورواستوو چې پخپله د ترکي د عثماني خلافت منونکې و.
شاه ولي الله د نقشبندي صوفي طريقې ته درنښت کوو خو د برېلي او نورو ځايونو د صوفيانو ځينې بدعتونه او د شرک کارونه يې نه منل چې د هندوانو تر اغېز لاندې و. ده په تول ژوند کې يې ۵۱ کتابونه وليکل چې په عربي او فارسي کې دي او تر ټول مهم کتاب ” حجت الله البليغه” نومېږي چې پکې د اسلام دين په ساينسي رڼا کې يې بيان کړو.
دی د پاني پت د جنگ نه دوه کاله وروستو په ۱۷۶۲ م کې وفات شو او د ده قبر په ډېلي کې دی. د ده دوو زامنو قران په لومړي ځل په اردو کې وژباړلو او څو شاگردانو يې په نولسمې پېړۍ کې د ديو بند مدرسه جوړه کړه.
سرچينې
۱. د شاه ولي الله دين او فکر. جې-اېم-اېس بلجون او اي-جي.بريل. مقاله ۱۹۸۶ م .
۲. بېلا بېل وېبپاڼې.
صفيه حليم
د خپرېدو نېټه
۲۸ نومبر ۲۰۱۳ م
سلامونه! د شاه ولي الله د كتاب نوم -حجت الله البالغه – دي كه -ججت الله البليغه-؟
د کتاب نوم حجت الله البالغه دی.
خو که څوک البليغه وليکي نو هم هغه مانا ورکوي.