په څوارلسمې ميلادي پېړۍ کې د افغانستان د غور د واکمنو يو مهم مرکز د هند ” مالوه” سيمه وه.
دلاور خان په مالوه کې د غوريانو له خوا حاکم ټاکل شوې و او په ۱۳۹۲ م کې يې د ډېلي نه خپلواکي واخيسته. خو تر لسو کالو هغه شاهي نشان او تاج او تخت نه لرلو. په ۱۵۰۱ م کې هغه د مالوې پلازمېنه ” مانډو ” ته يوړه او هغه يې ” شادي اباد” ونومولو.
د دلاور خان د مړينې نه وروستو د ده زوې ” الپ خان” د هوشنگ شاه په نوم د مالوې باچا شو. شېر شاه سوري کله چې د هند باچا شو نو شجاعت خان ميا يې د مالوې حاکم وټاکلو. شجاعت خان په ۱۵۵۴ م کې مړ شو نو مالوه د ده په دريو زامنو دولت خان، بايزيد خان او مصطفی خان ووېشل شوه.
بايزيد خان پخپل ورور دولت خان چې مانډو کې اوسيدو، حمله وکړه او دی يې ووژلو. ده د باز بهادرخان په لقب په سارنگ پور کې خپله باچاهي اعلان کړه خو په راېسېن او بهيلسه کې د مصطفی خان سيمه يې هم غوښتله. په هغه يې حمله وکړه نو مصطفی خان ورله په جنگ کې ماتې ورکړه.
بيا يې په گونډوانه حمله وکړه چې پکې راني درگاوتي د خپل ماشوم زوې د سرپرستې په توگه واکمنه وه. باز بهادر په دې جنگ کې سخت ټپي شو او سارنگ پور ته ولاړو. له دې وروستو يې د جنگ نه لاس واخيستو او خپلې ورځې شپې به يې په موسيقۍ او سندرو تيرولې.
وايي چې يوه ورځ د ښکار پر وخت ده په بڼ کې يې يوه راجپوت جينۍ وليده چې د خپلو ملگرو سره يې سندرې وئيلې. باز بهادر د هغې جينۍ ” روپ متي” په غږ مئين شو چې د فارسي شاعري يې هم زده وه او پخپله به يې موسيقي جوړوله. باز ورته مانډو ته د تلو بلنه ورکړه نو روپ متي ووئيل چې دا هره ورځ د ” نربدا سيند” ننداره کوي نو باز ورته ” جهازمحل ” جوړ کړو.
مغل باچا اکبر د مالوې د نيولو لپاره د ادم خان په مشرۍ لښکر ورواستوو. باز بهادر د سارنگ پور په جنگ کی د مغلو نه ماتې وخوړه او خانديش ته ولاړو.
د مانډو نه خلک په تېښته شول خو روپ متي د خپلو څو ملگرو سره د نربدا سيند په منځ کې يو ټاپو ته ولاړه او څه موده يې هلته د باز بهادر انتظارکوو.
باز بهادر د پوځ د راټولولو لپاره يو خوا بل خوا سرگردانه گرځيدو. يو وخت يې خپل تيت شوي عسکر راټول کړل او د مغلو سره وجنگيدو خو د مالوې يو بل ښار برهان پور يې د لاسه ورکړو. باز بهادر د بېرار او د اسير گړه واکمن طفېل خان نه مرسته وغوښته او د دوي گډ ځواک د مغلو لښکر مات کړو او باز بهادر بيا د مالوې پر تخت کېناستو.
په ۱۵۶۲ م کې اکبرباچا د عبد الله خان ازبک په مشرۍ يو بل پوځ ورواستوو. باز بهادر د خاندېش، گجرات او دکن نه مرسته و غوښته خو هغه وخت ډېر راجا گان د اکبر باچا د ځواک نه په وېره وو او هيچا ورسره لاس ونکړو. مغل پوځ د ادم خان پر مشرۍ مانډو کلا بند کړو خو باز بهادر په پټه له ښاره ووتلو او چتور گړ ته ولاړو.
مغل کوماندان ادم خان روپ متي ته پېغام ورواستوو چې دا په امن کې وه . وروستو يې هغې ته خپل عسکر ورواستول چې تر څو باز بهادر ورته سلامي نشي، روپ متي به د بندي په توگه اوسېږي. روپ متي به شپه او ورځ خپل مېړه پسې ژړل او د غم ساندې به يې وئيلې. ناهيلې شوه خو ادم خان ته تسليم نشوه او زهر يې وخوړل.
باز بهادر څه موده رانا اودې سنگه سره په اودې پور کی و او تل د روپ متي په ياد به يې سندرې وئيلې. اکبر باچا هم د ده د مينې د کيسې نه خبر شو او د خپلې باچاهۍ په پينځلسم کال حسن خان خزانچي يې اودې پور ته ورواستوو چې باز بهادر د ده دربار ته راولي. هلته يې ورله د يو امير امتيازات ورله ورکړل. خو د باز زړه د روپ متي سره و چې د خپل پت لپاره يې مرگ غوره کړو.
د باز بهادر د ژوند وروستۍ شېبې راورسيدې نو ده وصيت وکړو چې د سارنگ پور په جزيره کی هغه ځاې دې خښ کړې شي چې پکې روپ متي څو کاله د ده په انتظار تېرکړې و.
باز بهادر د اس د سپرلي ماهر او د تورې مېړنې و. ده د هندي موسيقۍ راگونه زده کړي و او د ښکلي ودانيو په جوړولو کې يې سارې نه لرلو. د اکبر باچا په دربار کې د موسيقۍ په محفلونو کې باز بهادر خپل ځانگړې سبک لرلو چې د مغلو ورته ” بازخاني” نوم ورکړو. باز بهادر د ” دوهه” يا د دوه بېت او د خيال په زمزمه کې تر نورو ټولو سندرغاړو لوړ مقام گټلې و. د هندي راگونو هغه نومونه چې ” ميا” پکې راځي، لکه “ميا کي ملهار” يا ميا کي ټوډي” دا د باز بهادر له خوا جوړ شوي و چې اوس يې هم کلاسيکي سندرغاړي زده کوي.
باز بهادر د هندي کلاسيکي نڅا هم زده وه و او ده به په منظوم داستانونو کې برخه اخيسته چې پخپله به کرشنا او روپ متي به ورسره د رادها رول لوبوو.
د “رېوا کنډ” ماڼۍ اوس ” جهاز محل” نومېږي چې پراخ دالانونه، پوڼۍ او د ښکلې نقاشۍ ستنې لري. د دې په بره برخه کې يو برج دې چې روپ متي به ترېنه د “نربدا” سيند اوبو ته کتل.
د روپ متي نه شاعري پاتې ده چې په ۱۹۲۶ م کې ” د برسنډې د گل مېرمنه” په نوم انگرېزي کې خپاره شول. د مانډو د سيمې مېرمنې په واده ښادۍ او د کور په کارونوکې د روپ متي شعرونه زمزمه کوي.
سرچينې
۱. د ډهاکې پوهنتون د تاريخ د شعبې استاد پروفېسر ډاکټرعبد الحليم آنلاين مقاله.
۲. د اکبر باچا يو پوځي کوماندان احمد العمري ترکمن د روپ متي او د باز بهادر کيسه په لومړي ځل وليکله چې په انگرېزي بڼه يې د انټرنېټ په پاڼو موندلې شئ.
د خپرېدو نېټه
۱۷ دسمبر ۲۰۱۳ م
صفيه حليم
haleeme khore, Allah ta,ala de loi umar darkri, ta zamoong pukhtano aw da pakhto zzabe iftikha ye, khuadai de lwarr muqam tata ubakhi
آغلی صفیه حلیم! سلامونه او ښی چاری: په دی هیله چی ورځنۍ چاری دروغتیا او سوکالۍ سره ملی وی: درنی حلیم صاحب! دا څو وخت کیږی چی ستاسی سایټ ګورم او د خپلی خوښی موضوع ګانی پکی لټوم او لولم یی ډیری ښی او غوره موضوع ګانی پکی شته دی چی ستا د لوړ ذوق اوښی کره پوهی او علیم برلاسۍ استازیتوب کوی او زما په اند دا ټول د ستاینی او داد وړدی! خو دپورته ټولو ښو صفتوتونو تر څنګ یوه تشه هم شته او هغه دا چی ستاسو غوندی دادب د لارویانو څخه هیله کیدای شی اوهغه دا چی کچیری په متن د ادب اړخ ته یی ډیره توجه وشی او د پښتو فونتو نو څخه پوره کار واخیستل شی دا به ډیره ښه وی او هغه څوک چی متن وایی د متن تر څنګ به د پښتو ادبی اړخ هم پیاوړۍ شی: په درنښت
اماج محمد ربي وروره
ستاسو مهربانه الفاظ راته د قدر وړ دي او دا چې تاسو ته دا سايټ گټه ور ښکاري ، په ولوستلو مو حوصله زياته شوه.
د ادب او د پښتو فونټ په برخه کې نيمگړتياوې شته او پورا هڅه کوو چې هر مضمون د خپريدو نه وړاندې بيا وکتل شي.
که په دې برخه کې مو راته څو بيلگې په گوته کړې
نو په اينده کې هم ورته پام کوو.
مننه او کور ودان