په ۱۸۷۲ م کې د مصر انجينير حسن رجب يو لرغونې بوټې د فرانسې نه راوړو چې پخپل هيواد کې يې وکري. هغه ځنگلي بوټې په اصل کې د مصر و خو هلته د زرگونو کالو په موده کې په بې درېغه پرېکولو تر نولسمې پېړۍ الونيا شو.
دا بوټې “پپايرس” نومېږي چې د شپږ زره کاله پخوا ترينه د مصر خلکو کاغذ جوړوو. په مصر او سوډان کې خلکو له دې بوټي لکه د مېزرو پړي، پوزي، ټوکرۍ او توشکونه جوړول. دا په ځاي ژبه کې “وج” نومېږي او د ډنډونو په غاړه اوبو کې شنه کيدو.
په لرغونې مصر کې د “وج” نه جوړ هر څه به يې ” پاپرآ” بلل چې مانا يې “د فرعون ملکيت” و. پاپرا د يوناني او لاطينې ژبو د لارې د انگرېزي ” پېپر” شو. د دې بوټي نه جوړ د کاغذ تر ټولو پخوانۍ بېلگه څلور نيم زره کاله زړه ده.
لومړيو انسانانو ليکل په ډبرو پېل کړي وو. خو هغه به يې له ځانه سره نشو وړلې نو د ونو پوټکي يې وکارول. دا به هم څه موده وروستو ورژيدل او په دې منځ کې د هوسۍ او داسې نورو ځناورو په څرمنې د ليکلو دود پېل شو. د وخت د تيرېدو سره د انسانانو د ليکلو شوق زياتېدو او ورسره داسې لارې يې لټولې چې ليکنې يې زيات وخت پاتې شي او لگښت يې هم کم وي.
د “پپايرس” د بوټي يوه ځانگړتيا دا ده چې د دې شنه تنه سلېخ لري او د سوډان خلکو به دا په يوې گېډۍ کې پخپلو کې وتړل او کشتۍ به يې ترې جوړولې. هم هغه وخت ښايي يو چا د دې پلنې ټوټې پرېکړې او يو بل پورې يې ونښلولې. کله چې دا وچ شول نو نرۍ پاڼه يې وموندله چې رنگ ورباندې پاتې کيدو.
خو دا پاڼه کت (قات) يا تاوولو پر وخت به ماته شوه نو ساتل يې گران وو. بيا هم د مصر د سلطنت ټول کارونه به په دې کيدل ځکه هلته هوا خشکه وه او دا کاغذ به زياته موده ساتل کيدې شو.
د پپايرس نه د کاغذ جوړولو ټوله پروسه ما په ۱۹۹۴ م کې د قاهرې په يو نندارتون کې وليده. يو کس لومړې د شنه بوټي د ډنډر نه نرې پوستکې ليرې کړو او دننه د گڼي په شان سپين بخن ريښې ښکاره شوې چې اوبه يې لرلې.
دا يې په چاقو د فيتو په ډول پرېکړل چې ۴۰ سينټي ميتر اوږد و. د يو بوټي نه درې يا څلور فيتې جوړې شوې. دا په يوې هوارې ډبرې يې د يو بل سره جوخت کېښودې. د يو بل بوټي ته يې څو نورې فيتې پرېکړې او هغه يې په پلن والي د هغو لومړيو فيتو د پاسه هوارې کړې.
د کتان يوه تيکه يې ورباندې وغوړوله او په سټک يې وهله چې هغه فيتې پخپلو کې ونښلي او هوارې شي. بيا يې تيکه ليرې کړه او هغه فيتې چې پخپلو کې نښتې وې په ډبلۍ يې نورې هم هوارې کړي. راته يې ووئيل چې دا به يوه ورځ هم هغسې پرېږدي چې وچ شي.
مونږ بل مېز ته ولاړو چې ورباندې وچه پاڼه پرته وه او په يو قلم مو ورباندې توري وليکل. کاغذ دومره پرېړ و چې په بل مخ يې هم ليکنه کيدې شوه. د کاغذ دا وړې ټوټې د يو بل سره په نښلولو لوې کاغذ جوړيدو.
هلته په اهرامونو او معبدونو کې داسې لرغونې صحيفې هم موندل شوي دي چې دېرش او څلوېښت ميټر اوږده وو. داسې پاڼې به د ليکلو نه وروستو د لرگي په صندوقونو کې ساتل کيده چې خراب نشي.
د مصر د پينځو زرو کالو تاريخ او د دوي پخوانۍ ژبه د پپايرس له کبله خوندي شوي دي چې اوس هر کال په سوونو خلک د دې مطالعه کوي.
د قاهرې په دې نندارتون کې په دې کاغذ ليکل شوي د مصر د انځوريز ليکدود څو نمونې مو واخيستې. خو ما سره ويره وه چې د انگلستان په نم ژنې هوا کې به يې چڼاسکې ووهي. هلته د انځورونو پلورونکي راته ووئيل چې که دا په شيشه کې بند وي نو نه خرابېړي. اوس شل کاله کېږي چې هغه پپايرس هم هغسې راسره پاتې دی.
د خپرېدو نېټه
۱۹ دسمبر ۲۰۱۳ م
صفيه حليم
ډیر مننه چی د پښتو لپاره دومره کړاو ګالی او غواړی چې پښتو د نړیوال جال ژبه شی