په ټولې نړۍ کې مسيحيان د دسمبر په ۲۵ يا د جنوري په ۶ نېټه د حضرت عيسا علېه السلام د زيږېدو ورځ نمانځي چې په انگرېزي کې ورته کرسمس وايي.
د ميلادي جنتري ( کلېنډر) د عيسا (ع) د ژوند نه پېل شو خو د هغه د زيږېدو ورځ او مياشت چا ته نه دي څرگند. اوسني تاريخ پوهان وايي چې هغه د ۷ او ۲ ق م تر منځ کلونو کې د فلسېين په خاوره ژوندې و، خو د دې نه علاوه چا ته معلومات نشته.
هغو يهودانو چې مسيحيت يې منلې و، په پټه به يې د دې دين تبليغ کوو، ځکه د روم د سلطنت له خوا د دې منونکو ته د مرگ سزا ورکړې کيده. شاو خوا دوه نيم سوه کاله مسيحيانو په غارونو او د کورونو په ته خانو کې په گډه عبادت کوو.
په ۳۱۱ م کې د روم مسيحيانو ته د کليسا جوړولو قانوني اجازه ورکړې شوه نو پکې د انجيل د ليکلو او عيسا پېغمبر د ژوند او مصلوب کيدو نيټې وټاکل شوې. دا هر څه د خلکو له خلې او د پخوانيو صحيفو له مخې معلوم شول.
هغه وخت په روم کې د ژمي په نيماي کې د “نمر” په وياړ جشن کيدو چې په نورو اروپاي ټولنو کې هم په يو يا بل شکل موجود و. يو چا د انجيل د زړو صحيفو دا ايت وړاندې کړو چې عيسا د لمر په شان وځليدو او د ژمي هغې جشن يوه مذهبي بڼه وموندله. په ۴ ميلادي پېړۍ کې د شمالي افريقه مسيحيانو د ژمي يوه پخوانۍ مېله د عيسا د زيږېدو په توگه ونمانځله.
د پخواني انجيل منونکو د زيږېدو د ورځ نمانځنې کفر گڼلې. په مصر کې فرعونانو به خپلې کاليزې ډېر په شان نمانځلې او د فلسطين مسيحيانو ته دا د کفر د دور يوه نښه ښکاريده. بله دا چې دوي عيسا پېغمبر خداې گڼلو او د انسان په څېر د هغه د زيږېدو خبره يې نه منله.
د روم د ” جوليان” جنترۍ له مخې په فلسطين او چاپېره سيمو کې د مسيح د زيږېدو ورځ د جنوري ۶ نېټه ټاکل شوې وه او په دې ورځ به خلکو په کليسا کې عبادت کوو.
کله چې په روم کې پخوانۍ جنتري واړول شوه او اوسنۍ ” گرېگوريان” کلېنډر رواج شو نو هلته کليسا له خوا د عيسا د زيږېدو ورځ ۲۵ دسمبر وټاکل شوه. د پخواني کليسا او د روم د کليسا د دې نېټو تر منځ د دولسو ورځو توپير پېدا شو. خو دوي دواړه نيټې سمې وگڼلې ځکه د ژمي په واورو او يخنۍ کې شل ورځې هسې هم خلکو کار نه کوو.
د پخواني عيسويت پېروان اوس هم کرسمس په ۶ يا ۷ جنوري نمانځي لکه مصر، ايتهوپيا، اريټريا، روس، گورجستان، اوکراين، سربيا او مقدونيه. په بلغاريه، يونان، روم، البانيه او د لوېديځ اروپا ختيځ “ارتهوډاکس” او “کاتوليک” کليسا په ۲۵ دسمبر د کرسمس نمانځنې کوي.
کرسمس د دوو تورو مرکب دی. “کرسټو” يوناني تورې دی چې مانا يې ” په دين کې شامل” وي. “مس” د مسايا نه راوتلې دی چې د عبراني ” مسيح” يوه بڼه ده.
زيات مذهبي خلک په دې ورځ کليسا ته ځي او ځانگړي عبادتونه کوي خو د هر يو ملک خپل پخوانۍ روايتونه او خواړه د کرسمس د رواياتو سره داسې گډ وډ شول چې اوس يې بېلول گران دي.
يوه بېلگه يې په دې ورځ ځانگړې موسيقي وه چې په روم کې يې رواج و. مسيحيانو د هغې سره خپلې ديني سندرې گډې کړې چې اوس په دې ورځو شپو کې يې خلک زمزمه کوي. هغه ونه چې ورباندې رڼاگانې او په بېخ کې سوغاتونه ايښودل کېږي، د جرمني يو پخوانې دود و.
سانتاکلاز يا د کرسمس بابا چې ماشومانو له سوغاتونه راوړي د يو افسانې کردار، ولسي کيسې او تاريخ گډوله ده. د کور په لويه دروازه د پېروتې د ځېلۍ ځړول او د نقالانو ځانگړي بنډارونه ټول په دې څو ورځو کې يو ځاې شي.
د وخت په تيرېدو په دې کې نوي شيان ورزياتېږي چې د دين پر ځاې د دنيا سره يې تړاو وي. کېک، فيلمرغ، پېرکي، غوښې، خواږه، تازه او وچه مېوه، چاکلېټ او شراب د کرسمس ځانگړي توکي وي چې هر څوک يې کور ته وړي.
د کورونو ښايسته کول، رڼاگانې، د امبارکۍ کارټونه او رنگا رنگ تحفې د ډېرو خلکو له اقتصادي توان نه بهر وي خو اخيستل يې لازمي گڼي. په تېره هغه څوک چې ماشومان لري.
په نولسمې پېړۍ کې د مسيحيت ځينو فرقو په اوسني بڼه د کرسمس نمانځنې د کفر سره پرتله کولې او ورباندې يې بنديز لگوو خو د هغوي منونکي په لږ شمېر کې دي.
د خپرېدو نېټه
۲۰ دسمبر ۲۰۱۳ م
صفيه حليم
Manana khore deer sa mo sta de malomato na zda kral de noree kamyabi pa lore
halem sab la pashtane ehsas skha de manana