په پښتو کې د ” کال” تورې د سانسکرت ژبې نه راپاتې دی چې وخت، زمانې يا يوې دورې ته وايي. د نړۍ په هرې ژبې کې د کال لپاره خپل توري او زيات د زمانې او د وخت مانا ورکوي.
د زمکې کره د لمر چاپېره تاوېږي او د فلکياتو علم وايي چې يو څرخ ۳۶۵ يا ۳۶۶ ورځې اخلي چې پورا شي نو يو کال وي.
د نړۍ زيات انسانان اوس د روم د کلېنډر ، ” گرېگورين” تر مخې د ورځو حساب ساتي ځکه د ژوند زياتې چارې اوس د کمپيوټرونو سره تړلي دي چې يو پکې وخت هم دی.
انسان چې کله د هوا او موسم په بدليدو پوهه شو چې د ژمي نه وروستو زمکه شنه شي، بيا په اوړي کې د ونو مېوه پخېږي او په مني کې به زړي راټولويي چې وې کري.
په زراعتي ټولنو کې د دې څلورو حالتونونومونه وټاکل شول او سپرلې د کال پېل شو چې زمکه پکې شنه وي. هم هغه راهيسې انسان د کال په حساب پوهه شو.
په چين کې خلکو د “نيان” نومې بلا د شړلو لپاره د شور شغرب او د ډول په غږولو جشن کوو. دا د ژمې د اوږدې شپې ( ۲۱ دسمبر) نه وروستو د دوېمې سپوږمۍ په ښکاره کيدو د چين نوې کال شو. هم دغسې کوريا، جاپان او ويتنام د سپوږمۍ له مخې خپل نوی کال حساب کړو. دا ټول هلته د سپرلي د وخت سره سمون خوري.
يهودانو ۳۳۰۰ کاله پخوا د مصر نه د راوتلو نمانځنې هم د سپرلي سره وتړلې چې ” پيساخ” نومېږي او د مارچ اپرېل تر منځ وي. د دې نه ۱۶۳ ورځې وروستو د ” روش حشانه” ورځ د نوي کال په توگه نمانځي چې د دوي په عقيده د نړۍ د پېدا کيدو او د قيامت ورځ ده.
مسيحيانو د نوې کال نمانځنې نه لرلې او کله چې په روم کې لومړۍ کليسا جوړه شوه نو د عيسا پېغمبر د زيږېدو ورځې يې د ژمي د يو پخواني جشن سره وتړلو. د جنوري لومړۍ نېټه د دې کلېنډر يا د جنتري لومړۍ ورځې په توگه نمانځل کېړي.
د هند په لويه وچه کې د کال دوه وارې زمکه کرل کېږي. يو ته د ژمي (ربيع) او بل ته د اوړي(خريف) فصل وايي. په دې دواړو موقعو به خلکو مېلې او خوشالۍ کولې چې يو وخت د اريايي ( برهمني) دين د “ديوالي” جشن ورسره يو ځاې کړې شو. د ديوالي نيټه هم د سپوږمۍ په حساب ټاکل کېږي او هر کال بدل وي چې کله د اکتوبر وروستۍ او کله د نومبر لومړيو کې وي.
مسلمانو عالمانو د کال د نوي کيدو يا د زړيدو پخوانۍ نظريه د ساينس په اصولو وننگوله چې د زمکې د څرخ له کبله په يو “کورې” يا کرې کې د ژمي په مياشتو کې گرمي وي. د بېلگې په توگه اسټرېليا او جنوبي افريقه کې د دسمبر نه تر فروري درې مياشتې اوړې وي چې ښايي په افغانستان کې هغه وخت واورې ووشي.
د وخت په اړه دوي د اروپاي ساينس پوهانو مفکوره هم وننگوله چې گوندې وخت يو څرخ دی او ۳۶۵ ورځو وروستو بېرته راځي. اسلامي مفکوره دا وه چې وخت د يوې ليکې په توگه روان وي چې بېرته نه راگرځي. ژوند وړاندې ځي او کلونه د جنتريو سره نه دي تړلي. هم دا ده چې په اسلام کې د نوي کال نمانځنې نشته.
د دسمبر ۳۱ نېټه او د جنوري لومړۍ نېټه يواځې د ورځې بدليدل دي. اصل بدلون هغه دی چې د يو انسان په ژوند کي بد وخت په ښو واوړي او دی يې پخپله ونمانځي.
صفيه حليم
د خپرېدو نېټه
۳۱ دسمبر ۲۰۱۳ م