جربوع هغه واړه موږک وي چې په شگو کې موندل کېږي، د کنگرو په شان ښکاري او وړانديني پښې يې لنډې وي نو د په وروستيو دوو پښو ودرېږي. د د ې پوست نرم او د شگو د رنگ وي او د سوي په شان اوږده غوږونه لري.
د بلوچستان لېشې جربوع په نړۍ کې تر ټولو وړوکې ژوې دی چې درې پښې لري. دا د چاغي نه علاوه ژوب او د دې چاپېره سيمو کې د شگو په غونډيو کې اوسېږي. دا افريقه د لېشتي موږک نه هم وړوکې دی او د دې سيمې نه بهر بل هيڅ ځاې کې نه موندل کېږي.
په ساينس کې د دې نوم “سالپينگوټولس ميکاليس” دی. يو غټ نر جربوع د لکۍ نه بغېر ۴. ۴ سينټي ميټر ( يو اعشاره ۷ انچ) اوږد وي. د دې لکۍ ۸ سيڼتي ميټر وي چئ ۳ اعشاريه ۱ وي. وزن يې پاو کم څلور گرام وي.
جربوع د شپې د غار نه په ټوپونو راووځي او کله چې د زمکې نه ډوډۍ را اخلي نو د لکۍ په سر ودرېږي. کله د وړو بوتو لاندې په رخکو کې اوسېږي. په هوا کې چې کوم زړي او شنې پانې راالوزي نو هغه نيسي او خوري.
د لېشي جربوع يوه ځانگړتيا دا ده چې د ورځې ساه ( تنفس) او د وينې گردش يې ورو شي او پخپل ځاې لکه د مړي پروت وي. د دې حالت له کبله زياتو خواړو ته اړ نه وي او په لږو خواړو پايي. په کال کې يو وارې يوه ماده د سپرلي يا اوړي په مياشتو کې دوه يا څلور بچي زېږوي. د جروبه دښمن د دښتو ښامار، څمڅرک او پيشو گانې وي.
د باران په موسم کې دوي د شگو په غونډيو کې ټونلونه جوړوي چې د دښمن نه د ژغورنې لپاره يې خله بند وي او د خپلې تېښتې لپاره بله پټه لاره ساتي. دوي په ډلو کې اوسېږي خو ځان ته خوراک نه راټولوي.
د انساني لاس د کتې گوتې هرمره دا جربوع په امرېکا او نورو ملکونو کې لکه د سپي يا پيشو د ساعت تېري لپاره خلک اخلي. دا ډېر وړوکې او نايابه جربوع د بلوچستان نه بهر په ډېرو پېسو خرڅېږي.
څرگده نه ده چې ځاي خلک ورته کوم نوم اخلي.
د خپرېدو نېټه
۳ جنوري ۲۰۱۴ م