په انجيل کې راغلي دي چي موسا پېغمبر د معاب د زمکې نه د نيبو لوړې ته وختلو. او بيا خداې تعالی هغه ته د اريحه، بېت المقدس او بېت اللحم ووښودل. ” پاک پروردگار ورته وويل چې ابراهيم اسحاق او يعقوب ته مې د دې زمکې قسم ورکړې دی.”
د ۲۰۰۱ م کال په پېل کې يوه ورځ د عمان نه دېرش کلوميټر جنوب لوېديځ کې د ” مادبا” تاريخي ښار ته ولاړو. د دې په يو وړوکې کلې ” شقيق” کې د نامتو صحابي حضرت ابوذرغفاري” قبر دی.
دلته د روم او د بازنطيني دورې ډېر لرغونې ځايونه وو خو زمونږ منزل ” جبل نيبو” و. د مادبا د مرکز نه اوو کلوميټر لوېديځ کې دا غرد سمندر نه څه د پاسه اته سوه ميټر لوړ دی.
په عبراني ژبې کې دا غر ” نباو” نومېږي او په تورات کې وايي چې خداې پاک موسا ته وويل چې په دې غر وخېژه او د کنعان خاوره پخپلو سترگو وگوره چې د اسرايل خلکو ته مې ورکړې ده.
بني اسرايل کله چې د مصر نه ووتل نو د اردن له دشتو په تيرېدو اخر ” معاب” ته راورسيدل. خو دلته اوبه نه وې. بيا حضرت موسا خپله امسا په يوې تيږي ووهله او له هغې د اوبو دولس چينې روانې شوې. غره ته نږدې يو ځاې ” ايون موسا” يا د موسا چينه نومېږي. يو روايت دی چې موسا پېغمبر ته د هغه د مړينې بشارت هم په دې غر ورکړې شو.
د نيبو د غر تر ټولو لوړه څوکه ۸۰۰ ميټره ده او بره په ختلو يو پراخ مېدان مو وليدو. د دې مېدان په منځ کې يو ځاې چې ” سياغه” نومېږي د يو کليسا او د خانقاه کنډوالې وې.
لومړۍ کليسا د ۴ ميلادي پېړۍ په نيمايي کې او بيا يونيم سل کاله وروستو يو خانقاه او هغه کليسا بيا جوړشول چې په څلورمې او پينځمې ميلادي پېړيو کې به ډېر خلک د زيارت لپاره ورتلل.
دا کنډوالې د ۱۹۳۳ م په کنستون کې رابرسيره شوې. د پخوانيو پادريانو او راهبانو له خوا دلته د راتگ کيسې ليکلي دي چې يوه پکې داسې وه. ” د نيبو غر ته نږدې يو شپون راته وويل چې تاسو هغه چينه ليدل غواړئ چې موسا پېغمبر د دې اوبه د اسرايلو ماشومانو ته پخپل لاس ورکړي وو. مونږ هغه ځاې ته ولاړو چې د نيبو د غر بلې غاړې ته په يو غار کې دننه و. هلته څو راهبان په عبادت بوخت وو او زمونږ هرکلې يې وکړو. بيا يې راته د چينې اوبه د څښلو لپاره راکړې چې ډېرې خوږې او خونده ورې وې. مونږ هلته يوه دعا وکړه او ترې روان شو. يو ځاې د تيږې مقبره وه او چې مونږ پوښتنه وکړه نو هغوي راته وويل چې دلته موسا پېغمبر خښ دی.”
د غره په سر يوه لويه نقشه د شيشې پر تخته ايښې وه چې ليرې ځايونه يې په نښه کول. د دې نقشې له مخې مونږ په شمال کې بېت اللحم او د اريحه سيمې وليدې. په جنوب کې بحر (ميت) او د “جودا” دښتې وې. په لوېديځ کې د جوديه، سمره او د زرقا وادي صفا ښکاريدې.
يو وخت د دې غر د لوړو نه د اوبو وړې چينې هرې خوا ته بهيدې او ښايي چې اوبه دننه پکې جمع کېږي خو مونږ څه نښې ونه ليدې. داسې هم وئيل کيده چې د حضرت موسا ورور هارون د تورات لومړۍ صحيفې او نور سپېڅلي توکي د نيبو د غره په يوې څمڅې کې پټ اېښي وو.
په تېرو څو کلونو کې د ” نيبو” د غر چاپېره او د دې په څمڅو کې لرغون پوهانو ډېرې پلټنې وکړې خو تر اوس په يوه خله نه دي چې د موسا پېغمبر به دلته خښ وي او که نه؟
د اريحه (جېريکو) نه يوولس کلوميټرجنوب او د بيت المقدس نه ۲۰ کلوميټر ختيځ کې هم يوه پخوانۍ تيږه د ” مقام النبي موسا” نښه ښايي.
د نيبو غر د زيارت لپاره د دوو نيمو زرو کالو راهيسې د بېلا بېلو ملکونو خلک راځي او تاريخي او دينې اهميت يې هم هغسې پاتې دی. د دې د څنډو نه د فلسطين خاوره ډېره نږدې ښکاري او څو شيبې انسان هغو وختونو ته له ځانه سره ووړي چې دلته جنگ نه و.
صفيه حليم
د خپرېدو نېټه
۵ جنوري ۲۰۱۴ م