د کليو د کورونو لوې خونې د دېوال په وروستۍ سر کې د کالیو، بسترو او قيمتي شيان د ایښودلو لپاره به ” گوگ” جوړيدل. د دې رواج اوس هم په يو نا يو ډول پاتې دی.
پښتانه چې له اره یې ډېره برخه غریبان دي نو اولادونه له موراو پلار سره یو ځای په یوه کوټه کې ژوند کوي. دا علت دی چې د پښتنو د اوسېدلو کوټې(خونې) نسبتأ لوې وي. د هري خونې په پای کې د خښتو یا خټو نه جوړ تقریبأ یو متر په اوږدوالي او یو یا یو نیم متر په لوړوالي مخامخ درې یا څلور دیوالونه په تېږو جوړ شوي وي. دا “گوگ” نومېږي.
دا دیوالونه د بکسونو په څېر وي او پر سر باندي یې لرګي ورته ایښودل کېږي او د لرګیو د پاسه یوه مخصوص ټوکر اچول کېږي چې هغه ټوکر ته هم په پښین سیمه کې ګوګ وايي.
د گوگ سر د ویدېدلو بسترې اووډل کېږي او لاندي د کالیو او جامو بغچیاني وي چې اوس يې ځاې نوي بکسونو اخيستې دی. د کاليو سره د وچو توتو، بادامو او نورو مېوو د خوندي کولو لپاره هم ګوګ یو ښه ځای بلل کېږي.
د پښتنو په اکثره سیمو کې پر ګوګونو باندي د انا او د نیکه نه راپاتې شوې کمبلي، زړې غالۍ یا سترنجۍ اچول کېږي. خو په ځینو سیمو کې د کور نوې کمبلي چې هره ورځ نه کارول کېږي او يواځې د ځانګړو موقعو لکه اختر، غم او ښادي لپاره يې ساتلې وي، په گوگ کې يې اېښي وي.
د ګوګونو د پاسه په ښه او منظم ډول د ویدېدو بسترې، لکه تلتک، نالیاني، کوربچې او بالښتونه اووډل کېږي. د یوې پیغلي د کوزدې پر مهال ښه کور اووډل هم د ښځي په مهمو وړتیا وو کې راځي.
که څه هم د کور د اووډلو او ګوګونو دود اوس د پښتني سیمي او افغانستان په ټولو ښاري برخو کې تقریبأ له منځه تللی ،خو په ځینو برخو کې اوس هم په ماډرن ډول تر سترګو کېږي. اوس ځیني ښاریان په “بوغ بند” کې کالي پر ګوګونو باندي ږدي او ځیني ښاریان او پر مختللي خلک یا په بله معنا مالداره خلک د خوب بیلا بیلي خوني لري او د ګوګونو رواچ یې له منځه وړی دی.
لیکواله : نورجهان سید
د خپرېدو نيته
۷ جنوري ۲۰۱۴ م
په پکتیا کې به دغه ګوګ د کورجی په نوم یادیده