کیم- د ناول خلاصه

Kim title
کيم د نولسمی پيړۍ د انگريزي ژبی يو شاهکار ناول گڼل کيږي. د دی ليکوال ، رډيارد کيپلنگ د
انگلستان اوسيدونکی اوډيرې نوری لنډی کيسی او ناولونه يې کښلي دي. دی شاعر او ژورناليسټ و او د ماشومانو لپاره يې هم ليکنې کړي دي. په کال ۱۹۰۷ م کی کيپلنگ د ادب نوبل انعام وگټلو چې په انگريزي ژبې د ليکنو لپاره لومړې نوبل جايزه وه. جوزف رډيارد کيپلنگ په ۱۸۶۵ م کی دبريطانوي هند د بمبۍ په ښارکی زيږيدلې و. د پينځو کالو په عمر کی د ده مور پلار دی په انگلستان کی د زدکړو لپاره ورواستاو. د اوولسو کالو لا نه و پورا چې د ښوونځي د زدکړو نه وروسته دی بيرته بمبۍ ته ورغلو. ده خپل ماشومتوب د هند په رنگين او کلتوري فضا کی تير کړې واو هندوستاني ژبه يې زده وه. کيپلنگ د ماشومانو لپاره د ” ځنگله کتاب ” نومې ناول اونورې لنډې کيسې وليکلې.
په ۱۸۸۲ م کی ده د لاهور نه خپريدونکې ورځپاڼې، ” ملکي او پوځي گزيټير ” لپاره د يو ژورناليسټ په توگه کار پيل کړو. د خپل ژوند د لومړيو کلونو او بيا وروسته د خپل مسلکي ژوند تجربې د ده د ” کيم ” نومې ناول بنسټ شول.
د خپرېدو نېټه
۱۱ جنوري ۲۰۱۴ م

د ناول خلاصه د ولوستلو لپاره په دې پي- ډي- اېف کليک وکړئ.

Kim Novel

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *