دا ژبه د ايلامي خلکو له خوا ويل کيده چې په لرغونې عراق او پارس په خاوره د ۲۸۰۰ ق م نه تر ۵۵۰ ق م اوسېدل.
د ايلامي ژبې نورې څانگې نه دي معلومې او په عامه توگه پوهان يې ځان له يوه جلا ژبه گڼي. دا په مېخي خط ليکل کيده چې ځينې توري يې د انځورونو په بڼه وو.
ايلامي ژبه د ۲۵۰۰ ق م نه تر ۳۳۱ ق م پورې د دجلې او فرات چاپېره سيمه کې ويل کيده. دا د خټو نه جوړپه وړو خښتو ليکل کيده چې د اسنادو په توگه به يې ساتل. د دې خښتو نمونې د ايران په بېلا بېلو برخو کې موندل شوي دي. داسې گنل کېږي چې ايلامي ژبې د پخواني “اکادي” مېخي خط نه وده وکړه او په دې کې ۱۰۰۰ نښې وې.
په مېخي خط کې په عامه توگه ۱۳۰ داسې توري وو چې د الفبا په توگه کاريدل او د انځورونو په شکل کې وو. خو د وخت په تيرېدو ايلامي ژبې کې نور توري هم جوړ شول او وروستۍ ليکلې بېلگې يې د هغه وخت نه راپاتې دي چې کله اسکندر مقدوني په پارس حمله وکړه.
د ايلامي توري به په يوه ليکه کې ليکل کيده چې جمله به يې جوړوله. دا د لږ وخت لپاره رواج شو او بيا ورک شو. تر اوسه چې په دې ژبې کومې څېړنې شوي دي په هغې کې د دي درې دورې معلومې شوي دي.
د دې نوي يا وروستۍ دوره هغه وه چې د پارس هخاميني سلطنت ( ۵۵۰ نه تر ۳۳۰ ق م ) د سرکاري چارو لپاره به کاريده. هغوي د خپلو اړتياو سره سم پکې بدلون راوستلو. د ايلامي ژبې بېلگه د بهستون ډبر ليک کې هم شته چې د داريوش په امر وليکل شو خو د دې کيلي نشته.
هغه وخت دا د يو سرکاري ژبې په توگه کارول کيده. په دې کې سرکاري اسناد د حکومت او د تجارت چارې شړل کيدې. د ځينو څېړونکو دا نظر دی چې ايلامي د سامي ژبې يوه څانگه وه خو يو ژب پوهه “ډېويډ مېک الپاين” وايي چې دا د هند د ” دراوړي” ژبې ته ورته ده. يو بل ژب پوه “واکلاو بلازېک” دا د افريقاي ايشايي ژبو يوه څانگه گڼي چې په ختيځ کې وئيل کيده. جارج ستاروستين واي چې دا د سامي او د چيناي قفقاز د ژبو تر منځ يوه ځانگړې ژبه وه.
د ايلامي ژبې په اړه دومره څېړنې شوي دي چې هر څوک يې د يو يا بل سره نښلوي. اوس هم په دې کار روان دی او ممکن يو وخت د دې کيلي تر لاسه شي.
صفيه حليم
د خپرېدو نېټه
۱۳ جنوري ۲۰۱۴ م