د کلي د پټيو نه وراخوا د څو ونو په سيوري کې دوو غوايانو يو لوې څرخ په يوې دايرې کې گرځوو. د څرخ سره بې شمېره د خاورو کنډولي تړلي وو چې د کوهي له اوبو ډکيدل.
کنډولي چې بره راپورته شول نو اوبه به ترې يو وړوکي لښتي کې توې شوې او هغه اوبه د پټيو په لور روانې وې.
د “ارهټ” يا “رهټ” نوم مې اوريدلې و خو په لومړي ځل مې د زمکې نه د اوبو د راويستلو دا چل مې پخپل کلي کې وليدو. د اوبه خوړ دا ساده مېکنزم زما د ماشومتوب يوه تجربه وه. ارهټي ماما يو يو ماشوم د هغه څرخ سره لگېدلي تختې کېنولو چې د چورليدو خوند واخلي. د ارهټ کوهې ډېر ژور نه و او کله چې اوبه بهر راوتلې نو مونږ وروستي کنډولي ته به لاسونه نيول چې يخې اوبه وڅښو. بيا هم هغه وړوکي لښتي کې مو مخ لاسونه هم وينځل.
د ارهټ کوهې په زمکې کې د ۲۰ ميټرو نه زيات ژور نه جوړېږي، ځکه چې د هغې سره تړلي د خاورو لوښي په اوبو درانه شي او غويي يې نشي گرځولې.
د اېشيا ډېر ملکونه لکه هند، مصر او پارس دعوا لري چې ارهټ د دوي نيکونو جوړ کړې و. خو د څاروو له توان د کار اخيستو چل لومړيو انسانانو هم هغه وخت زده کړي وو کله چې وحشي ځناور يې اېل کړل. ښايي د سيندونو د اوبو راويستلو لپاره به يې اس يا غويې کارولې وي.
بيا هغو ځايونو کې يې هم رواج وموندلو چې اوبه په زمکې کې دننه وو.
په مصر او لرغوني عراق کې هم د ارهټ نه کار اخيستل کيدو او ” زوافه” يا ” ساقيه” نوم لري. په يوناني هند کې د ۳۵۰ ق م راهيسې د ارهټ رواج و او د غويې نه علاوه، اوښ او هاتي (پيل) نه يې هم کار اخيستو.
په چين کې دا څرخ په دويم ميلادي پېړۍ کې رواج شو. اروپايانو دا په لومړي ځل د پارس په کليو کې وليدلو او له هغه راهيسې ورته ” پرشين وهيل” وايي.
په پښتو کې د “ارهټ” توري د هندي نه کډه کړې ده چې هلته ” ارهگهټه” نومېږي او کنډولي د”نوريا” په نوم يادوي. يو وخت د پښتونخوا په هر کلي کې ارهټ تاوېدو او د دې چاپېره د ونو په سيورې کې به خلکو دمه کوله. اوس چې د دې رواج کم شو نو سبب يې دا نه دې چې نوې ټېکنالوجې راغله بلکه د نوي پمپونو له کبله په زمکې کې دننه د اوبو گل (تل) ښکته تللې دی.
يو شاعر وايي،
پښتون ارهټ خرڅ کړي، ډیران وگټي
د وچې خان شي، تش زبان وگټې
بیا وهي چیغې، پلار سلطان و زما
پخپله هیڅ ندی، چې نان وگټې
صفيه حليم
د خپرېدو نېټه
۱۴ جنوري ۲۰۱۴ م
ګرانې صفې
السلام علیکم
-بی بی زینب وائی چی د خاورو جوړ کنډولی نه بلکه لوټکی نومیږی
په مینه
ممتاز ولی
مننه
د بي بي زينب خبره سمه ده، په اشنغر کې يې لوټکي بلي خو کنډولي هم يادېږي