د دعا سفر- د هيلۍ مومند ليکنه

د پردو په منځ کې د لمر څړیکه راننوته نو له کټ پاڅیدم چې د کړکۍ پرده ليرې کړم. مخامخ د سمندر په غاړه د ونی لاندی په چوکې ناست دوه کسان مې وليدل چې یو بل نه یی لاسونه تاوو کړی.
زه هره ورځ سهار اته بجې له خوبه را ويښه شم او د کوټې کړکۍ ته ورځم. هلته پردې همېشه د شپې خورې وي خو کړکۍ خلاصه وي. خوښیږي مې چې د شپې تازه هوا کوټې ته راننوځي، که څه هم زه سر په کمپله کې پټوم خو تازه والی احساسولی شم. سهار کې مې د خپلی کوټی کړکې نه د بهار دنیا ننداره ډيره خوښه ده.
زما کور د استرلیا په یوه ښکلی ځنګله کې دی چې ډیرسیلانیان ورته راځی. مخا مخ شنی اوبه، هغی غاړې ته سپینی شګی خو شګو ته نارسیده ونې دي. په هغې کې یوه ډيره لویه ښکلی ونه ده چې له ورایه ورته په زیر وګوری، عجیبه شکلونه تری جوړولی شی. اوس د پسرلی موسم دی، ونه ببره ده خو بیا د خزان په وخت کې بل ډول شکلونه تری جوړولی شې. زه هر سهار دی ونی ته ګورم، د دی ونی لاندی څو نفری اوږده د لرګی چوکې ده چې شین رنګ لری. زما کور په ونو کې پټ ندی خو که د اشپزخانی له کړکې وګوری نو له ورایه راته نور کورنه په ونو کې پټ ښکارې.
زما د کور نه چې ووځي، زینه لری چې د دواړو خواو ته يې عجیبه رنگين ګلان دی. زینی نه چې ښکته شی، ښی لاس ته چمن دی یوه لویه ګلدانۍ او یوه د لرګي چوکۍ پکې ایښې دي. بیا ترې یوه لاره اوبو لورې ته تللې چې د سمندري تیږو نه جوړه ده.
زما کور ټول د زړو لرګو نه جوړ دی او بل رنګ یی نه دی ورکړی. د کور چپ خوا ته ببا بل سرک د ځنګله پر لورې تللی چې یوه وړانګه د ونو په منځ کې ښکارې. دغه وړانګه چې تعقیب کړی یوه بلې دنیا ته دی بیایی.
د يوې زړوبي ( ابشار) نه سپینې اوبه بهیږې او شا وخوا په ښکلو رنګارنګ شنو ونو پټ ځای دی. دی کور کې تر ما مخکې هم یو کس اوسیده خو زه اوس ځانته یم. یوه صحرايي پیشو راځي چې اوس راسره بلده شوی ده.
زه چې سهار د خپلې کوټی زرغونۍ پردې لري کړم او له کړکۍ نه د سمندر ننداره کووم نو د هغی ونی لاندی چوکې ته په سوچ کې شم. هر ځل ګورم چې زه پکې ناسته یم. کله د مور سره کله د پلار، ورور، ملګرو او هر هغه څوګ چې مې زړه ته نژدی وی.
یو څو کتابونه مې کور کې دی او یوه لویه کتابچه ده راسره چې رنګه پوخ یی دی او یو تور قلم هم پکې نښتی وی. هره ورځ سهار چای وخت کی پیشو راځي او له پښو مې تاویږی. بیا نو زه په کراره هغی چوکې ته خوځېږم چې هر وخت په خیال کې د ملګرو سره ناسته یم او خبری کوم.
مخاخ نیم ساعت لاره کې يوه غونډۍ ده…تکه شنه… هغی ته ګورم. درې بجی ستړی شم …د دی نندارو نه… نو د کور شاوخوا قدم وهم او بیا وړانګه تعقیب کړم.
زړوبي ته ورځم، کله د اوبو لاندی ودریږم او کله هم په تیږه کېنم، په اوبو کې پښې ښکته کړم او کتاب ولولم. کله ناکله له ليری یو نیم کس وګورم. له لری ورباندی چغه کړم، سلام ورته وکړم. ما ته چغه خوند راکوی. یو نیم وخت مازدیګري کې هغې شنې غونډۍ ته ورځم چې د سمندرغاړی نه دیرش دقیقی وړاندی ده… ښې ډيری چغی وهم… هر رقم نومونه اخلم… بیرته راپسې تکرار شي…عجیبه خوند لری.
بیا شپه شی او د شپی بیا بیله ننداره وی.
په دی ټول ځاې کې مې دوه کورونه خوښ دی. یو زما د کور ښې خوا ته پروت دی چې په څو ونو کې اباد شوی دی. دی ونو ته لاره جیګه شوی، د لرګیو تاوه شوې ګږه وږه زینه ورپورته شوی ده. اول سر کې یوې او بلې خوا زاړه اریکېنونه ایښی دي.
دا کور دری کوټی لری… وړی وړی… په دی کې هم ارکېنونو غوندی ګروپونه لګیدلی وی…سم لکه د پیریانو جاله… ما په ماشومتوب کې د پیریانو جاله دغسی تصور کوله. زما د کور شا ته بیا بل کور دی لکه یوه کوټه چې دا هم په ونه کې اباد دی… لکه د شپی چې شمع لګیدلی وي.
نن په دی څو مېاشتو کې اول ځل دی چې د سمندر غاړی چوکۍ کې دوه کسان ګورم. په بیړه له کوره ووځم… لوڅې پښی… خو موبايل ټیليفون لاس کې اخلم. په کرار کرار قدم اخلم چې دا خلګ له نږدې وګورم. زه وړاندې او پیشو راپسې ده. پیشو ته مې چې پام شو، ورته مسکه شم ځکه زما په شان غلی غلی روانه ده. زما موخه دا وه چې دا خلګ وګورم او پټ بیرته راشم. نه پوهیږم ولی مې اندیښنه وه او ولی غواړم دا خلګ وګورم.
مخکې له دی چې هغو خلکو ته وروسیږم، ناببره شا نه یو چا لغته راکړه. له خولی مې کړيکه ووځي. مخ واړوم …د کاکا لور مې ده… ما لاسونه دعا ته نیولی او په جای نماز ناسته یم.
د کاکا لور مې وایی، ” ته څه وخت نه ناسته او لاسونه دې داسې نیولی دی. کله وخاندی او کله دی ټنډه تروه شی. په رڼا ورځ خوبونه ګوری… زه په دعا پوهه نه شوم چې ما له خدایه څه وغوښتل او څه مې ورته وویل!”

د خپرېدو نېټه
۱۶ جنوري ۲۰۱۴ م prayer hands

1 Comment

Add a Comment
  1. عمران احمدزی

    واقعاُ ښکلی لیکنه ده قلم مو تاند اووسه هیلۍ مومند

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *