د سمنگان ولايت د ښار نه درې کلوميټر جنوب لوېديځ کې د يوې غوندۍ جوړښت په ټولې نړۍ کې د بوداي سټوپا يوه بې سارې بېلگه ده.
د سمنگانو پخوانې نوم ” ورني” يا ” اورني” و چې نامتو يوناني جغرافيه دان بطليموس يې په دوېمې ميلادي پېړۍ کې ذکر وکړو. دا ځاې د خلم سيند پر غاړه د زراسپيا (بلخ) په جنوب ختيځ کې په نښه شوې چې د اسکندر مقدوني نه وروستو يوناني باچا يوکريټايډس له خوا اباد شو.
بوداي دين په افغانستان کې د لومړۍ ميلادي پېړۍ د پېل راهيسې خپور او په راهبان په د چين او تبت د لارې د دې شمالي سيمو ته ورتلل. سمنگان د يو ديني او تجارتي ښار په توگه د کوشاني باچاهانو پر وخت په دريمې ميلادي پېړۍ کې مشهور شو. کنشکا پخپله بودايي دين منلې و او د دې سرپرستي يې کوله.
په ۱۹۵۹ م کې د جاپان د لرغون پوهانو يوې ډلې دلته پلتنې پېل کړې چې مشر يې پروفېسر “سيچي ميزونو” و. په ۱۹۶۰ م کې دوي يو راپور خپور کړو چې پکې دا ځاې د څلورمې او پينځمې ميلادي پېړيو تر منځ د بودايانو د يو مرکز په توگه ثبت شو.
هغه وخت چې کوم بوداي راهبان دلته ورغلل، ښاي دا ځاې ورته د عبادت او د مراقبې لپاره مناسب ښکاره شو. خو په دې غرونو کې دومره لوې غر په لاسونو تووږل ډېر گران کار دی.
د هند په لويه وچه کې دېرې سوپې د غونډويو د پاسه په لوړو ځايونو کې جوړ شول خو په هغوي کې خښتې او مساله کاريده. د سمنگانو د دې سټوپا ځانگړتيا په دې کې ده چې دا د يوې تيږې نه جوړه ده.
ښايي دا غر پخپل طبعي حالت کې يوې خوا ته پرې شوې و او بودايي راهبانو د بلې غاړې نه هم رابيل کړو. دا ۸ ميټر د زمکې نه لوړه او ۲۸ ميټره پلنه ده . د دې چاپېره ۲ ميتر پلنه د گرځيدو لاره ده چې ښايي لومړې به د کار کوونکو د ودريدو او د تيږې د توږلو لپاره کارول شوې وي. وروستو هم دغه لاره د طواف لپاره يې کاروله.
د يو عادي سټوپا په سر کې يوه خاې د تبرکاتو جعبه اېښودل کيده چې پکې د بودا وېښته، نوک يا غاښ به پراته وو. خو د سمنگانو سټوپا ټوله د ډبرې نه جوړه وه نو ځکه د دې پاسنۍ برخه هم هغسې لکه د يوې کوټې وتوږله. دا کوټه دوه برخې لري چې يوه يې ۲۲ مربع ميټر او بل يې د گول دايرې په شکل جوړه ده او ښاي په دې کې يې تبرکات اېښي وو. د دې خونې د پاسه د يوې چترۍ د ټينگولو نښې ښکاريدې چې ښايي ورباندې يوه يا څو چترۍ ټينگي ودرول شوې وې. ښايي هغه چترۍ هم د دې ځاې د تيږو نه جوړې وې.
د سټوپا د غونډۍ سره جوخت په بلې غونډۍ کې هم کار کيدو او هلته د راهبانو د اوسيدو او د عبادت لپاره په غارونو کې دننه ځايونه جوړيدل. دلته ټولې پينځه کوټې جوړې شوې چې په دوو کې به راهبانو مراقبه کوله. دوي د بوداي فرقې ” تريوادا” منونکي وو. د يو لوې تالار په دېوالونو محرابي ځايونه د بودا د مجسمو د ايښودلو لپاره جوړ شوي وو. يوه لويه کوټه قبه يا گمبدي چت لري چې ورباندې د برسندې د گل نقاشي شوې ده. د برسندې گل د یوداي دين تر ټولو سپېڅلې نښه ده.
په غر کې دننه د راهبانو لپاره وړې کوټې هم جوړې دي او د دې په يو اوږد ټونل کې ځاې ځاې د مراقبې لپاره د کېناستو محرابي طاقچې جوړې دي. دلته د ځان وينځلو ، تشناب او د پخلي ځانگړي ځايونه ښايي چې د هندو کش په شمال کې د سمنگانو دا سټوپا او خانقاه يو وخت د زرگونو انسانانو د عبادت مرکز و.
دلته د پلټنو پر وخت لرغون پوهانو د غزنوي دورې سکې وموندلې خو بل څه داسې يې پېدا نکړل چې د بوداي دورې نه راپاتې وي. د غزنوي دورې د شاهنامې کيسه چې خلکو واوريده نو د بوداي سټوپا په اړه يې ځان له کيسه جوړه کړه. هغه دا چې رستم پهلوان د سمنگانو د باچا لور تهمينه واده کړه او دلته به يې شراب څښل. دوي ورته ” تخت رستم” نوم ورکړو او اوس ډېر ولوستي خلک هم په دې باور لري چې دا ځاې رستم پهلوان جوړ کړې و.
ښاي د دې په محرابونو کې د بودا مجسمې دېر پخوا ترې شکول شوي وو. په بوداي دين کې د سټوپا چاپېره د گرځيدو (طواف) بل هيڅ ځاې کې داسې نښه نه تر سترگو کېږي او پکار ده چې د افغانستان د ژغورل شوې ځاې په توگه ووساتل شي.
د خپرېدو نېټه
۲۲ جنوري ۲۰۱۴ م
صفيه حليم
Dear Safia haleem nearly two years ago I hear from afghans media were we found some book in cave in samangan Which is in Jewish language . I her from Israeli historian were they researching about PASHTOONS the LOST TRBUES of Israel . If you can to share something about these books . Mañana