يو کال کېږي چې په دې ورځ مې وېبپاڼه پېل کړه. باور مې و چې په اوس وخت کې خبرونه ډېردي خو معلومات نشته. تر ټولو زياته اړتيا د پښتو ژبې د ژورناليسټانو وه چې په لږ وخت کې د خپلو خپرونو لپاره يې ساده او مستند معلومات پکار و.
د پاڼې د پېل سره ډېرو خلکو ورته مخه کړه او په لومړيو څو ورځو کې د کتونکو شمېره زياته وه. خو په يو مياشت کې دا شميرې د څلوېښتو زرو نه سوونو ته راټيټې شوې. زه خبره ووم چې په انټرنېټ د پښتو لوستل اوس يوه ننگونه ده او په تېره هغه ځوانان چې خپله ژبه يې نه وي زده.
ډېرو خلکو له خوا دا پاڼه وستايل شوه او د گوتو په شمېر ليکونه او تبصرې هم وليکل شوې. د مجلو خپروونکو او نورو ترې مواد واخيستل او پخپلو نومونو يې خپاره کړل خو دا به د هغوي مجبوري وي. په نوم څه کېږي، د يخو اوبو چينه، د شنې ونې سيورې يا د لمر رڼا د ټولو لپاره وي.
په دې يو کال کې په پاڼه ۲۷۷ مضمونونه، کيسې، ناولونه او ژباړې خپرې شوې چې څو پکې همکارانو رالېږلي وو. ۱۹ مضمونونه په انگرېزي ژبې کې خپاره شول. ۳۰۰ شا و خوا عکسونه او انځورونه و چې زيات يې زما يا د همکارانو په کېمرو اخيستل شوي و.
په دې پاڼې لويه نيوکه دا وشوه چې د املا تېروتنې لري او “ياگانې” يې سمې نه وي. هر وخت، هر چا که يوه جمله يا پېراگراف راته په نښه کړې، نو هم هغه وخت مو په متن کې بدلون راوستې دی. خو د پښتو املا اوس هم د بېلا بېلو خلکو د سيمې او د لهجې سره تړلې ده. يو ليکي، ” خلک ولاړ و.” بل ليکي، ” خلک ولاړ وو” درېم (اوس رواج شوې) ليکي، ” خلک ولاړ ول” کوم يو يې سم دی؟
غوره خبره معلومات تر لاسه کول دي او کوم خلک چې دا پاڼه لولي د هغوي هدف هم دا دی. په تېر يو کال کې د دې د لوستونکو شميره د مياشتې درېو نه ته څلورو زرو پورې رسيده. هغه چې د نيم ساعت نه زيات وخت په دې پاڼه تم شي، د دوو زرو شا و خوا په شمېر کې دي.
پوښتنه دا ده چې ايا دا پاڼه د چا پکار ده که نا؟
تاسو ترې څه گټه واخيسته؟
نور څه ډول مواد پکار دي؟
ستاسو د تبصرو او د نظر په هيله.
صفيه حليم
۲۳ جنوري ۲۰۱۴ م
صفی جانی سلامونه می ومنی. زه ستاسو د اواز سره د ډیری مودی نه اشنا یم. خبره د املا نه ده ، کوښښ کوه چی د اوس دپاره د برو پښتنو په لیکدود مضامین ولیکی او لیکنی مو ټولی د پښتو ژبی په پرمختګ ، د پښتنو په تاریخ ، نړیوالو تاریخونو او واقعتونو باندی راوڅرخي. یعنی هرڅه باید مالوماتي وی مننه . جعفر معروف
سلامونه. دا ډیره ګټوره پاڼه ده زه یي هره ورځ ګورم خو که کوم مضمون می خوښ نشي یا دومره راته په زړه پوری نه وی نو پاڼه بنده کړم . د هر چا زوق او علاقه توپیر لري زه تاریخي ، ژبني ، علمي برخی لولم اویاکه ډیره جالبه موضوع وی پری تمیږم. مننه جعفر معروف
مننه
که يوه داسې موضوع وي چې معلومات پرې غواړئ نو راته يې په نښه کړئ.
کور ودان
ډیره مننه صفی جانی . موضوګانی خو ډیري دي تاسو به هم بوخته یاست ، د اوس دپاره که صرف پدی راته رڼاواچوی چی د پښتو ژورنالیزم کله او څنګه پیل شو . که په راتلوونکی کی مو وخت درلود د نورو معلوماتو غوښتنه به هم کوو. باید ډاډ درکړم چی ستاسو د ویبپانی په هکله می دلته په سوونو لوستي پښتانه خبر کړل، تاسی خپل پښتون قلم له ګوتو لری نکړی. ښاده او بریالۍ اوسې . جعفر معروف
لومړی خو تاسو او ستاسو مینوالو او لوستوالو ته د پاڼې د کلیزې مبارکي وایم.
بیا له خپل لوري له تاسو مننه کوم چې په تېر یوه کال کې مو دخپلو چاپ شویو کتابونو ترڅنګ، د وېپاڼې له لارې پښتنو او د پښتو ژبې ویونکو ته نوي علمي او څېړنیز مطالب وړاندې کړل، الله دې نور توفیق هم درکړي:
ستاسو د ډېرو مینوالو په څېر دا پاڼه زما په کار ده او له تاسو غواړم چې همداسې يې تانده وچلوي چې موږ خړوبه کړي.
ما ترې ډېر څه زده کړي دي په ځانګړي ډول د خپل هېواد او سیمي د تاریخ په تړاوو، د رنجیت سنګ په اړه کړې لیکنه ماته ډېره په زړه پورې وه، ما په کې نوي خبرې ولوستلې، د خوشحال بابا په تړاوو، د پېښور،طلاتپه،آی خان او داسې نورې لیکنې.
زه غواړم چې تاریخي څېړنو ته مو همداسې ادامه ورکړۍ، او ترڅنګ يې وخت ناوخت ځېنې ادبې ټوټو او ستاسو لنډو کیسو ته هم په کې ځای ورکړئ.
په سټه روغ او پر لاسونو او قلم مو برکت، عمر مو اوږد
هاند-
محترمې او درنې لیکوالې اسلام علیکم
د وېبپاڼې لومړنۍ کلیزه مو مبار ک شه او ستاسو د اوږد عمر غوښتونکي يوو . ستاسو هره لیکنه د افغانستان ملي ژبې ته د ملغلرې حیثیت لري او ستاسو د علمي لیکنو لپاره ډېره اړتيا لیدل کېږي په ځانگړي توگه کله چې موږ په ويکيپېډيا کې د هند لویې وچې مېشتو پښتنو په هکله علمي سرچینو ته پام ورواړو . هیله ده چې د همدې علمي لیکنو لړۍ لا پسې وغځوئ او د املا او انشا په هکله د ژبپوهانو نظر ډېر اړین دی عام وگړي ترې مطلب اخيستلای شي او د مطلب رسول تر هرڅه ډېر مهم دي
ستاسو د همدې علمي لیکنو د لاغځېدو په هیله
په درنښت
احمد مجيب بیاباني
سلامونه او نیکی هیلی درنی خور صفیه (حلیم) د هر څه د مخه د ویبپاڼی لومړی کلیزی مبارکی درته وایم او لوی څښتن تعالی دی نور همت هم درکړی چی دا خواره پښتو پری لږه غنی شی او په ریښتیا هم ستاسو هره لیکنه د قدر وړ ده یو وړاندیز لرم هغه دا چی پښتنو قبیلو په باره کی مالومات که لری نو خپاره یی کړی
په درنښت
ولی محمد (مومند)
په دې اړه معلومات راټولوو او هيله ده چې لنډ وخت کې يې خپاره کړو.
مننه
ښایسته او معلوماتی پاڼه ده زه درته د نوری کامیابی هیله کوم او چی هر څه د په زړه وی او ستا خوښ شی نو په دی پاڼی کی یی ایږده مننه
کور مو ودان
ستاسو یو مینه وال له انډیا
قدرمنې صفیه حلیم سلامونه او نیکې هیلې.
زه ستاسې د جوړتازه د وختونو مینوال یم، هغه وخت څلورم/پنځم ټولګي کې وم، په خبرونو او راپورونو مې کار نه لرلو خو جوړتازه مې د خوښې پروګرام وو. ستا غږ مې ډیر خوښیدو او اوس مې هم خوښیږي، بیا ستا د لنډو کیسو لوستلو عملي شوم او اوس ستاسې د پاڼې.
ډیره ښایسته او بې سارې پاڼه ده، په انټرنیټ مې په پښتو ژبه داسې هر اړخیره پاڼه نه ده تر سترګو شوې. دې پاڼې کې ډیر په زړه پورې هراړخیز معلومات خپریږي، تاسې د پښتو ژبې بډاینې د پاره لوي کار کوئ.
ما خو دې پاڼې څخه د نړی سیمې او پښتنو تاریخ په هکله ډیر څه زده کړي. ماته خو اکثر مطالب په زړه پورې او نه ستړي کیدونکي دي.
مونږ هسې بې ځایه نیوکو ته تکړه یو خو مونږ کله هم د ځان په اړه فکر نه دې کړې چې د ګرامر او یاګانو پړانګ یم خوکله مې هم عملي کار کړئ؟ یعنې کوم علمي مطلب مې ژباړلې یا لیکلې؟
نو حوصله به نه بایلې او خپل کار ته دوام ورکه.
هو رښتیا دا کومه لهجه او املا چې کاروې همدې ته دوام ورکه فکر نه کوم څوک دې مشکل ورسره ولري.
ستا کتابونه ښایست او دنیا راسره کمپیوټر کې دي لولم یې ما ویل که نیمګړې انځور او د کوچنیانو د پاره د سندباد سفرونه په لیکه شي ډیر خوند به وکړي.
ستاسې د روغ صحت اوږد عمر او لا بریالیتوب په هیله
ریحان بلجیم
لوی شې روکيه
پخواني کتابونه د سکېن نه وروستو به په ليکه شي.
مننه
اغلی صفیه حلیم د ویبپاڼی د کلیزی مبارکی مي ومنه
د پښتو لپاره که څوک په هرډګر کي کار وکی دستاینی وړ دی. تاسو د لابریا په
هیله
اکبر
ستاسی لیکنی او مضامین زما ډیر خوښ دی کولی شم تاسی ته خپلی لیکنی واستوم تر څو یی خپل صفحه باندی خپری کړۍ
ستاسی د جواب په هیله
عمران
لومړی د کالیزی مبارکی وایم او بیا تاسوته د ډیرو ارزښتناکه کارونو او د پښتو ژبی ته د خدمت او لا قوت په لاره کی له خدای ج څخه د لازیات استعانت او برکت هیله کوم خدای د تاسی تل ژوندی لري اوالله دی نوره هم کلکه اراده او متین عظم درپه برخه کړي. لکه کومی ورځی چی ما ستاسی پاڼه موندلی باوروکړی چی هره ورځ یی ګورم او له ټولو دوستانو او مینه والو سره می هم شریکه کړی. او له مطالبو څخه پوره ګټه اخلو. په درناوی زمری
اغلې صفیه حلیم : کور مو ودان چې پښتنو او دپښتو ژبې ته خدمت کوی ، پښتو ژبه ستاسو لا ډېر خدمت ته اړتیا لري ! ستاسو وېبپاڼه زه وخت په وخت ګورم که څه هم زه د پوهنتون زده کوونکی یم او ډېر وخت مې د خپل پوهنتون په زده کړو تېریږي خو بیا هم ستاسو پر پاڼه ډېری خپاره شوي مطالب تر پایه لولم ، زما لپاره په زړه پورې مطالب چې ستاسو پر پاڼه یې لولم ، د پښتنو دکلتور هغه برخه ده چې اوس یا خو په
بشپړه توګه له منځه تللې او یا هم له بده مرغه د له منځه تلو په حال کې ده . خو یوه هیله لرم هغه دا
چې که کولای شئ ژر ژر خپله پاڼه تازه کړئ
تر څو لا ډېر څه په کې ولولو
مننه
سلامونه د یو کلن کار د ویاړ مبارکی درته وایم په ريښتیا هم چی ستاسی د پاڼی معلومات او مضامین ډیر په زړه پوری دی تمه کوو چی دی لړی ته به ادامه ورکړی په درناوی
مالک وفا
صفيه جاني !زما لخوا سلامونه قبول كرئ
له تاسو ديره ديره مننه چي دپختنو پر كلتور او تاريخ
باندي دير خكلي مالومات له موژ سره شريكوئ
زما يوه پوشتنه داده
چي د افغانستان د خوست ولايت
په هكله كه كوم تاريخي مالومات لرئ
راته خپاره يي كرئ
زكه چي ما له يو چا اوريدلي وو
چي دا اوسني
خوست د يوه انگريز نوم و
چي دا په كوم مهال كي او تاريخي شاليد يي سه دي؟
مننه
ايفون -ليكنه
د خوست په اړه يو مضمون به ډېر ژر خپور شي.
مننه
سلامونه او دوېب پاڼې د کلیزې مبارکي ومنئ ، دپښتو ادب او ژورنالیزم دپاره ستاسو زیار او کار نه هېرودونکی دی څو کاله وړاندي په بوري ( لورالایي )کې غوث الدین فروتن او اسرار احمدخان ستاسو کتاب : بهوپال د هند پښتانه: راکړ نو اوبیا چې تاسو خپله وېب پاڼه پرانیسته نو ستاسو ځيني نور کتابونه او لیکنې مې هم ولوستې او ډېره ګټه مې ځیڼي واخیسته ،پاته سو داچې دا پاڼه ګټوره ده اونه نه ؟ هو دا ډېره ګټوره وېب پاڼه ده دوام ورکړئ ځکه چې ستاسو د ټول عمر تجربه ، مطالعه او څېړنه پکار نه ده چې پټه پاته شي دابه زموږ ځوانانو دپا ره داسي وي لکه موږ چې د ادب او تاریخ په پوهنځي کې زده کړي کړي وي
بریا مو غواړم
صفیه خوری !
خدایګو چه څومره خدمت د پښتو ژبی او د لر او بر افغان ولس د پوهای زیاتولو په برخه کی تاسی کړۍ ، ګومان نکړم که یوویشتمی پیړۍ کی بل افغان نارینه اویا میرمنی کړای وي !! ځنی خلک هسی حسد لري او روښانه څرګند حقیقت نشي کتلای . زه ډیر درناوی ته لرم او د اباسین څپی به تل ستا نوی لیکنو ته سترګی په لار وي. د لوی سوکاله او پیاوړی افغانستان په هیله .
تر ټولو لمړی سلامونه او بیا د پاڼې لوستونکو او تاته د پانې یو کلنې کیدو مبارکې وایم ستاسو د پاڼې نژدي ټولې لیکلنې ما ولوستلې تاسي څني داسی مالومات په خپله پانه کې راټول کړی چې په هغې باندې ډیرو لږو کسانو لیکنې کړي دي تاسو ته د اوږد عمر او نه سټري کیدونکي ژوندون د لوی څښتن څخه غوښتونکي یم خدای وکړی جې دخپل قام او ژبې سره مو همداسي نه ستړکیدونکي مينه همداسي پاتي شي که په پانې کې لرغوني تاریخ باندې لیکنې ډیر شي نو دا به یو ښه ګام وی
ستاسي د کامیابی په هیله انجنیر الفت شهاب مومند
Dear Safia haleem sister you are great afghans loyal women I specially appreciate your loyality to pashtoon culture , language , history and your hard work , yow Jahan mañana
Dear Safia haleem sister if you write something about afghans history in Australia , (ghan express )
سلامونه می ومنی اغلی حلیم په دی هیله چی روغه رمټه او سوکاله ژوند نه برخمنه اوسی!
ځه غواړم له یو څه ځان ښه خبر کم چی هغه د (ظاهرشاه بابا )په اړه دی !
۱_ ولی هغه ته د بابا لقب ورکړل سو؟
۲_هغه کومی کارنامی کړی چی موږ ته د افتخار وړ دی؟
۳_ کله چی د هند او پاکستان تر منځ جکړه وسوه ولی ظاهرخان د خپلو ځمکو په غم کی نشو چی پښتوستان یی بیرته خپل کړی وای؟
۴_ کله چی ایران فارسی ژبه ملی او سرسمی ژبه اعلان کړه نوولی ظاهرخان پښتو ژبه اعلان نکړه؟
۵_ د ظاهر شاه او د ده د شاهی دورمیراث مونږ ته څه شی پاتی؟ ستاسو د ځواب او مالوماتو په هیله(بشر پښتون)
مننه او ستا د پوښتنو ځواب که په بورا تفصيل وليکل شي نو يو کتاب ترې جوړېږي
بيا به هم هڅه وکړو چې يو مضمون کې يې حاې کړو
د څېړنې کار اوږد وي او لږ انتظار به کوئ،
کور ودان
Salutations,regards and lots of love mother.i call you mother because you have great influence of fostering me and many others.
First it came to my mind to give brainy comment which sounded only expression of thoughts not feelings i have to comment from core of my heart
You have massively contributed to the art and literature of Afghans.
before knowing about your site and books i had tendency towards English literature and writings but since i got to know about your site i visit it i suggested and i a am greatly influenced and benefited from each of your writings.
That is why i call you mother that you have contributed in our mental fostering and grownup
i feel proud to have people like you so keen and committed towards their people and children
God bless you and give you life and strength to serve and stay committed to your children and people
I salute you
Lots of Love
Armaan
آغلې صفیه حلیم خور، ستاسو ویبپاڼه یوازینۍ ویبپاڼه ده چې زه ترې ګټه اخلم او تر دې دمه یې د بیلابیلو تاریخي پېښو اړوند ګټور معلومات زمونږ په واک کې راکړي. هیله ده خپلو دغو هڅو ته دوام ورکړئ. خدای مو په عمر کې برکت واچوه
اغلی صفیه حلیم هیله ده سلامونه می ومنی ! راته ښکاري ډیره بوخته یاست څه موده مخکی می هم درڅخه د څه معلوماتو هیله کړی وه او تر اوسه په انتظار یم . په هرصورت که ډیره بوخته نه یاست (د منصور د دار ته ختلو) په هکله که لنډ مالومات راکړی خوشحاله به شم . ډیره مننه
جعفر معروف
د يو اوږد سفر له کبله ځينې کارونه وځندېدل
ستا غوښتنه به پورا شي
د ليک نه مننه
ډیره مننه اغلی صفیه حلیم ! د منصور صاحب په هکله مو ډیر په زړه پوری معلومات را غونډ کړي وو او زه یې تر ډیری مودی په لټه کی وم چی دابه له کومه راپیداکړم . بریالۍ اوسی او روغ صحت درته غواړم.
جعفر معروف
د یوه مینوال په حیث درته د نورور کامیابی دوعا دار یی…
سلام ، زما خو دا پاڼه له حد نه زیاته خوښه ده او هره ورځ قیصه لولم.مننه ي