د ملگرو ملتو عمومي ټولنه

general assembly
د ملګرو ملتونو عمومي اسامبله يا ټولنه د دې سازمان لومړنى او اساسي رکن دى چې د ټولو غړو هېوادونو له استازو نه جوړه ده.
په اصل کې عمومي اسامبله د غړو هېوادونو او نورې نړۍ په تړاوو د ازادو بحثونو او د هغوى ستونزو ته د حل لارو چارو پر وړاندې کولو او په نورو څرګندونو ورټوله وي.
په عمومي اسامبله کې د هرغړي هېواد يو پلاوى وي چې د يوه مشر تر رياست لاندې، پينځه سلاکاران، پينځه مرستيالان، مشاورين او نور متخصصين لري.
په عمومي اسامبله کې هر هېواد د يوې رايي ورکولو حق لري چې د هېواد د پلاوي د مشر له لورې اچول کيږي.

د عمومي اسامبلې اصلي دندې:
په هغو حالاتو کې چې د نړۍ د يو يا څو هېوادونو امنيت له ګواښ سره مخامخ وي او د امنيت شورا پرې پرېکړه نشي کولى نو عمومي اسامبله پرې بحث کوي. ورسته دا تصميم نيسي او په اړه يې شورا ته کلکه سپارښتنه کوي.
د سازمان د ټولو اصلي او فرعي ارګانونو، موسئسو او نورو ټولنو د کاري فعاليت د راپورونو ترلاسه کول او ارزول د اسامبلې نورې دندې دي.
پر دې سربېره عمومي اسامبله له امنيت شورا سره يو لړ نورې ګډې دندې هم لري.
د عمومي اسامبلۍ کاري کمېټې:
دا چې د ملګرو ملتونو د سازمان کارونه ډېر او عمومي اسامبلۍ ورته هر وخت او هر مهال لاس رسى نه لري، د دغو کارونو د اسانتيا لپاره خپل کار پر اووه ( ۷) کمېټو ويشلى دى:
الف- د وسلو د تنظيم په ګډون سياسي او امنيتي کمېټه.
ب- ځانګړې سياسي کمېټه چې د لومړۍ کمېټې په کارونو کې هم برخه اخلي.
ج- د پیسو او مالي چارو کمېټه
د- ټولنېزه، بشري او کلتوري کمېټه
ه- د ناخپلواکو سيمو په ګډون د قيموميت کمېټه
و- اداري او بوديجوي کمېټه
ز- حقوقي کمېټه
عمومي اسامبله پر دغو کمېټو سربېره د کارونو د اسانتيا لپاره يو لړ فرعي ارګانونه هم لري:
١- د بين المللي حقوقو کمېسيون
٢- د بي وسلې کولو کمېسيون
٣- په سولئيز ډول له فضايي بېړيو څخه د ګټې اخېستلو کمېسيون
٤- د مستعمره هېوادونو د ازدولو د اعلاميي کمېټه.

د جعفرهاند ليکنه

د خپرېدو نېټه
۲۶ جنوري ۲۰۱۴ م

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *