د ۲۰۰۵ م په سپرلي کې د وردگو د خوات درې ليدو ته ولاړو. يوه دره چې د لارې په منځ کې په يو لوړ ځاې يو وخت د بودا لويه مجسمه جوړه وه اوس د ماتو تيږو او کودړو يوه ډيرۍ ښکاريده. دا ځاې اوس هم ” بت دره” نومېږي.
وردگ د افغانستان يواځينۍ ولايت دی چې پکې د بوداي دين د ” مهاسنگيکه” فرقې منونکو خپلې نښې پريښي دي.
د دويمې ميلادي پېړۍ په نيماي کې د کوشان نامتو باچا کنشکا د وخت سکو او د برونزو د لوښي نه علاوه دلته په بېلا بېلو درو کې د عبادت ځايونو او د مجسمو نښې وې.
د دې درې د لارې که څوک د ” سياو” غونډۍ ته سفر وکړي نو د لرې نه ورته د يوې سټوپا نښې ښکاري.
دا سټوپا د دريمې ميلادي پېړۍ نه راپاتې ده او تر هغه يې بهرنۍ گومبده جوړه پاتې وه.
هغسې چې بوداي جوړښتونو دود و، په سټوپا کې دننه لارې وې چې يوې وروستۍ وړوکي عبادت ځاې ته يې لاره کړې وه. هلته د دې په وروستي دېوال کې لوې محراب جوړ و چې ښايي يو وخت پکې د بودا مجسمه ايښې وه.
د سټوپا د بهرني چت د پاسه پوښل شويو کاشي خښو ( ټايلونو) نه ښکاري چې يو وخت دا عبادت ځاې ډېر ښکلې جوړ و او د لرې ځايونو خلک يې ليدو ته ورتلل.
د سټوپا په سر کې هغه برخه چې ” هرميکا” نومېږي او پکې د بودا يو تبرک (وېښته يا نوک) ساتل کيده سورۍ وه او ښايي دېر پخوا ترېنه هر څه غلا شوي دي.
د سټوپا نه لږ لرې د راهبانو د عبادت لپاره کوټې جوړې وې چې اوس ټول د خاور ډېرۍ ښکاري. د نږدې کلي خلک پکې مردارۍ غورځوي او ماشومان پکې کودړې لټوي.
خو ماشومانو راته وويل چې د کلي خلک پکې خزانې لټوي. د افسوس خبره دا ده چې دا ځاې د ړنگيدو په حال دی چې څو کاه وروستو دا کنډوالې به هم پاتې نه وي.
صفيه حليم
د خپرېدو نېټه
۲۷ جنوري ۲۰۱۴ م