د ا انځور ( تصوير) په ۱۷۸۰ م کې چا په لاس جوړ کړې دې چې هغه وخت د
هند پر تخت مغل باچا دوېم شاه عالم ناست و.
په انځور کې د ښکار يوه منظره جوړه شوې ده. يو باچا په سپين اس سپور په يوې غوندۍ ولاړ دی. د ده سره دوه ملازمان هم مله دي چې يو سره توره او بل يو پړانگ نيولې دی. ښکته په مېدان کې دوه کسان په اسونو ځغلي او سپور دی او نېزه يې د ويشتلو په حال په لاس کې نيولې ده. په اسمان کې د تورو وريځو شتون ښايي چې يو طوفان راتلونکې دی.
د انځور د پاسه په لاس ليکلي دي شير شاه.
اوس پوښتنه دا ده چې انځور کې دا باچا شېر شاه دی او که نا؟
هنر مندان او انځورگران د هر يو باچا په دربار کې موجود و. دوي به د هغه په طبع يو انځور جوړکړو او باچا به ورته انعام ورکړو. په هند کې داسې انځورونه په دېوالونو نه ځړيدل بلکه د ټوکر(کپړې) په بغچه کې به يې تاو کړو او د نورو قيمتي توکو سره سمبال کړو.
زياتو هنرمندانو به د انځور د پاسه پخپل رنگ د هغه کس نوم وليکلو او داسې انځورونه لږ موندل کېږي چې په هغې د مصورخپل نوم هم ليکلې وي. نو دا خبره پخه ده چې د شېر شاه نوم پخپله هغه انځورگر ليکلې دی.
شېر شاه سورې په شپاړسمې ميلادي پېړۍ کې د هند باچا و او دا انځور دوه سوه کاله وروستو جوړ شو. نو په هند کې د پخوانيو انخورونو نه به بيا نوي جوړېدل. هم هغسې لکه نن سبا څوک د خپل پلار يا د نيکه پخوانې تور او سپين عکس چا ته ورکړي چې کاپي يې کړي.
کله کله چا به د خپل يو مشر زوړ انځور يو هنر مند ته يوړو چې بيا يې جوړکړي ځکه د هغه رنگ به الوتې يا کاغذ به يې رژيدلې و. مونږ يواځې هڅ وهلې شو چې دا به د شېر شاه د يو زوړ انځور نه بيا جوړ شوې وي. د مغلو باچاهانو داسې دېر انځورونه د هغوي د ژوند نه وروستو جوړشول او اوس په اروپا کې په لوړه بيه خرڅېږي.
د لرغونو توکو او د انځورونو د نيلام لپاره د اروپا په هر لوې ښار کې ادارې دي چې يو يې د لندن ” سدابيز” نومېږي. څو کاله وړاندې د دې ځاې په يوې نيلامي کې دا انځور ياسمين حسېن واخيستو. د نيلام خونې خپل هنري ماهران د دې فېصله کوي چې يو انځور بايد څومره بيه ولري. هغوي دا فېصله د انځور په زړښت، د رنگونو کارونې او د دې سره ورته د نورو انځورونو نه کولې شي. په اوس وخت کې د شېر شاه د دې انځور بيه دوي ۱۰۰۰ پونډه لگولې ده. خو که يو څو کسان داسې وي چې هغه په هره بيه دا تر لاسه کول غواړي نو د دوي تر منځ په سيالۍ د دې انځور بيه ممکن لوړه شي. بيا هر چا چې تر ټولو لوړ قيمت ورکړو، هم هغه يې اخلي. داسې ډېر انځورونه او لرغوني توکي شته چې يو چا په نيلام کې په لوړه بيه واخيستل او څو کاله وروستو يې د هغه نه لس وارې زيات قيمت وپلورل.
دا انځور تاريخي ارزښت لري او پکار ده چې د پښتنو د کلتوري ميراث په توگه د سيمې په يو ميوزيم يا گېلرې کې خوندي شي. په تاريخ او په ميراث يواځې متمدن قومونه پوهيږې.
صفيه حليم
د خپرېدو نېټه
۳۰ جنوري ۲۰۱۴ م