په هرات کې د خواجه عبد الله انصاري مقبرې ته تلونکو ته به دا څرګنده وي چې په هغې لوې انګڼ کې نامتو باچاهان
او صوفيان خښ دي.
د ۱۱ پېړۍ صوفي شاعر او فېلاسوف په هرات کې په ۱۰۰۶ م کې زيږېدلې او په ۱۰۸۸ م کې وفات شو. د ده مزار د هرات ښار د مرکز نه ۳ ميله ختيځ لوري ته دی.
په ۱۴۲۵ م کې تيمورې شهزاده شاه رخ مرزا دلته د مزار د جوړولو امر وکړو چې ورسره څو نورې کوټې، جومات او د اوبو انتظام هم شوې و. شا و خوا درې کاله برې کار کيدو او به سوونو خلکو کاشي خښتې رنګ کړې او د دې دروازې او دالانونه يې جوړ کړل.
د زيارت د دروازې نه بهر يوه سپينه ډبره ايښې ده چې هيڅوک ورته پام نه کوي. د جومات منجاور يواځې هغو خلکو ته د دې دبرې کيسه کوي چې وې ګوري. کيسه دېره ډرامايي او زړه راښکونکې ده.
د زيارت لوې مهندس چې څو کاله کار وکړو نو د خواجه انصاري سره د عقيدت څرګندولو لپاره خپل ځان د سپي په سمبول د زيارت نه بهر جوړ کړو.
خو ستونزه دا ده چې د سپينې دبرې جوړ دا ژوې سپی نه بلکه زمرې دی او د زيارت د جوړښت سره هيڅ تړاو نه لري.
داسې ښکاري چې دا زمرې اوس اوس د يوې لوې ډبرينې ستنې نه يې ټوپ کړي دي. د تيږې توږونکي هنر مند داسې ښکاري چې لوبې يې ورسره کولې.
د تيږې نه داسې کار اخيستل شوې دی لکه چې لرگې وي. بس يو چا ښه هواره کړې ده. بيا يې ورته د دې ګول سترگې او وړه لکۍ جوړه کړه چې يوې خوا ته تاو شوې ده. د زمري سر داسې ټيت دی لکه چې ويده وي.
دا زمرې د کوم وخت دی؟ د چا په امر جوړ شوې و؟ دلته څه لپاره اېښودل شوې دی؟ ممکن د دې ځواب هيچا سره نه وي.
خو په افغانستان کې د تېمور (ګوډ) نه وړاندې، د اسلام او د بودايانو او د زردشتيانو نه وړاندې هم خلک اوسېدل. ممکن ښه هنرمندان يې لرل، ممکن نقشونه، انځورونه او د ځنګلي ځناورو مجسمې يې جوړولې.
هغه لوې لوې ماهران چې تل د افغانستان لرغونې ځايونه سپړدلو ته ليواله وي، ولې دا زمری نه ويني.
دا زمرې د نورو ټولو هنرمندانو د نقاشۍ نه بېل يوه دوره ښايي. هغه دوره چې هنر مندانو بل شان سوچ لرلو. دوي د خټو نه کاشي خښتې نه جوړولې، بلکه په يوې تېشې يې کار کوو. هغه هنرمند چې د ناتراشلي تيږې کې يې زمرې ليدلو او هغه يې ترېنه په توږلو توږلو را بهر کړو، ريښتونې هنر مند و.
دا زمرې بايد به يو ميوزيم کې وساتل شي چې خلک يې وستايي.
صفيه حليم