پېښور د خېبر درې نه اباسين ته په لاره پروت يو ښار دی چې ښايي د مساپرو لپاره پکې د دمې ځايونه جوړ وو.
هر يو سراې به د بل نه د يوې ورځې په فاصله جوړېدو او کوم ځاې چې به سراې نه و نو يو کلې به يې ټاکلې و چې هلته د اوبو او د څاروو لپاره خواړه پېدا کيدل.
په دولسمې ميلادي پېړۍ کې غوريانو په ډېلي کې د لومړۍ اسلامي سلطنت بنسټ کېښودو او د هغې سره د خېبر او اباسين په لاره تجارتي قافلو شمېره هم زياته شوه.
پېښور ته به په دريو لارو قافلې راتلې چې يوه يې په لوېديځ کې د خېبر دره وه. دويم په ختيځ کې د هند او کشمير نه او درېم په جنوب کې د بنو نه.
د زاړه ښار په ځينو کوڅو کې لس دولس کوټې د يو لوې انګڼ چاپېره جوړې وې چې پکې به اسونه او اوښان تړل کيده. د خلکو د شمېرې زياتيدو سره دلته کورونه او نورې ودانۍ جوړې شوې.
مغلو په هند کې خپلې پښې ټينګې کړې نو دوي د هغه وخت د ښار نه بهر دوه نوي سرايونه جوړ کړل چې يوه يې د لوېديځ د قافلو لپاره د بالاحصار مخې ته او بله د لاهوري دروازې سره جوړه کړه.
د خېبر نه رسېدونکې قافلې لپاره وروستۍ تم ځاې يا سټېشن د بالاحصار کلا مخې ته هغه لوې مېدان و چې اوس پکې د
جينکو کالج جوړ دی. دلته يو باغ هم و چې نذز باغ نوميدو او وروستو پکې تجارتي کوټې جوړې شوې.
د ښار به ختيځه څنډه بل مغل سراې و چې د جهان سراې په نوم ياديدو او د شاه جهان لور جهان ارا بېگم له خوا جوړ شوې و. د دې سره نږدې يو جومات، حمام او په سراې کې دننه دوه کوهيان و، چې مساپرو به ترې اوبه اخيستې.
په نولسمې پېړۍ کې کله چې پېښور د افغانستان له لاسه ووتلو نو د سيکانو له خوا دا سراې په يو استوگنځي واړول شو او د دوي اطالوي والي ابو طبېله د ۱۸۳۸ م نه تر ۱۸۴۲ م پکې مېشت و.
اوس دلته د پوليسو تاڼه ده.
صفيه حليم
د خپرېدو نېټه
۵ فروري ۲۰۱۴ م