رانجه- د ملالۍ شينوارې ليکنه

Rajruma
رانجه د افغاني او اسلامې کلچر له مخې کله د سینګار او کله هم د سترګو د دارو په توګه په بیلا بیلو طریقو کارول کېږې. په ځینو سیمو کې پرته له دې چې میده او وموښل شي په خپله تیږه یې په سترګو پورې موښي.
په ګڼ شمیر نورو سیمو کې د رانجو توره تېږه لمړی میده کوي او بیا یې دومره اوړه کوي چې ځېږوالی یې له منځه ولاړ شی نو بیا یې کله په خالصه کوچو او کله هم د ځینو نور موادو په ورګډولو سره، په سترګو پورې کوي.
د رانجو جوړول په ښارونو کې د نارینه پلورونکو له خوا ترسره کېږې چې د همدې کبله یې خلک نه خوښه وي ځکه د چمتو کول چاره يې په پوره دقت نه وی تر سره شوې. خو په کلیو کې رانجه جوړول د هر چا کار ندی او آسانه چاره هم نده.
په یوه لوی کلي کې د رانجو موښلو او میده کولو مهارت یواځې یوه یا دوې ښځې لري، د کلي نورې ښځې او نجونې یوازې خپله د رانجو کڅوړه او د رانجو تيږه همغو ماهرینو ته ورسپاري او څو ورځې وروسته تیار رانجه ترلاسه کوی.
رانجه جوړونکې لمړی دا تيږه د یوې اوونې او یا څو ورځو لپاره د اوبو په یوې داسې چاټۍ کې خیشته وي چې د کاریزه او یا ډاډ منو پاکو اوبو څخه ډکه وي. کله چې ټاکل شوې موده پای ته ورسېږې یوه توره مظبوطه توره تبې چې مینځ یې لږ ژور وي او د رانجو غونډارې (ګرده ښويه تېږه) پاک ومینځې او د لمر په پیتاوي کې پرخپل مخ او ټول ځان زړوکې او یا بل نازکه څادر را واچوي چې ګرد او خاورې په رانجو کې ګډې نشي. په دې ډول د تيږې په میده کولو پيل وکړي او ښه يې سره سولوی. د اوبو لږلږ نم هم ورکوي او دا پروسه دومره اوږده شي چې کله پوره ورځ ونیسي.
ځینې د خپل کار د لا ښه کېدلو لپاره ميده شوي رانجه د نازک ململ نه هم تیر(چاڼ) کړي. وروسته له دې، پکې ډیر کم تازه کوچ ورګډ او بیا یې هم سره وموښي. په اخر کې ورنه کڅوړې ډکې او په کلي کې یې پرښځو او نجونو وویشی.
د یادولو وړ بولم چې یو شمیررانجه جوړونکې پرته له کوچو او نورو غوړو رانجه جوړوي خو ځینې یې د کوچو په څنګ کې د سنګې بصري په نامه یو ترخه یا اوښکې بهونکې ماده هم پکې میده کوي چې اکثره دغه ډول رانجه بیا زړې ښځې په سترګو کوي ځکه د دوي په وینا رانجه له سنګ بصري سره ګډ د سترګو خړه پاکوي .
د رنجو استعمال رجړومي (سیلایی) او د رنجو د ساتلو لوخي او یا کڅوړې ته اړتیا لري. رجړومي اکثرا نارینه جوړه وي، او د کڅوړو جوړول، د نجونو او ښځو کاردې چې اکثرا پکې خپل هنری وړتیا نندارې ته ږدي.
د خپرېدو نېټه
۷ فروري ۲۰۱۴ م
Ranja

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *