د افغانستان په جنوب کې د کندهار او د بلوچستان هغه سيمې چې تر زاهدان غځېدلي دي، سيستان نومېدل.
زيات تاريخ پوهان باور لري چې سيستان د عربي سجستان و چې تر هغې وړاندې ساگستان بلل کيدو او دا د ساکستان يا د ساکايي قبيلو د مېشت ځاې و چې د مرکزي اېشيا کوچيان وو. يوه بله مفکوره د “ساکزي” قام د نوم سره تړلې ده.
خو د هند ځينې څېړونکي وايي چې د سيستان زوړ نوم ” شيواستان” و او وايي چې دلته ډېرو باچاهانو حکومت کړې و چې د شيوا اسطورې منونکې وو. د شيواستان يو راجا “سسپال” نوميدو.
په سيستان کې د زردشتي دين منونکي زيات وو او يو وخت دلته په نامتو کلاگانو کې اورتونونه جوړ و. هغه چې ختيځ خوا ته و لکه زرنج، هلته د هندي برهمني نښې زياتې وې. په شپږمې ميلادي پېړۍ کې زرنج کې لږ شمېر نستوري مسيحيان هم اوسيدل چې د عبادت لپاره خپله کليسا يې لرله. دا خلک د اسلام د راتلو نه وروستو هم دلته پاتې وو او ان تر اتمې ميلادي پېړۍ يې د شتون نښې وې.
په اوومې ميلادي پېړۍ په نيمايي کې عرب جنگيالو يو پوځ دې سيمې ته ورسيدو نو د زرنج ښار يې هم د “سجستان” په نوم ياد کړو. عربي جغرافيه دان بلاذري ليکي چې د زرنج نه وړاندې د سجستان پلازمېنه “رام شهرستان” و چې ” ابرراشهيار” هم نومېده. دې ښار ته د هلمند د سيند نه يو نهرجوړ شوې و. خو د دی بند يو وخت مات شو او دلته سوکړه راغله. خلکو له دې ځايه کډه وکړه او د دريو ورځو په مزل زرنج کې يې واړول. د زرنج حاکم هغه وخت ” مرزبان” نوميدو چې يو وارې يې د عربانو نه ماتې وخوړه، بيا يې لښکر راټول کړو او وجنگيدو.
د نهمې پيړۍ په پاې کې د سيستان عرب حاکم ” ربي بن ذياد حارثي و. د ده نه دوه نيم کاله وروستو عبد الرحمان بن سمره د ذرنج والي وټاکل شو. بيا يعقوب اللېث صفاري چې د اوسني افغانستان زياته برخه يې ونيوله، د زرنج، سيستان اوسېدونکې و. سفاريان د ۸۶۱ م نه تر ۱۰۰۲ م پورې په واک کې وو. د دوي دوره په ۱۰۰۲ م کې د محمود غزنوي د حملو سره پاې ته ورسيده.
په ۱۰۲۹ م کې تاج الدين ابوالفضل نصر د ” ناصري” سلطنت بنا کېښوده چې د سفاريانو د ټبر يوه څانگه وه. ددې ټبر باچاهانو ، غوريانو، سلجوق او خوارزم ټولو سره د جنگ پر ځاې د روغې او د باج ورکولو د لارې سيستان ساتلې و. په ۱۲۲۲ م کې چنگېز خان په حملو سيستان ويجاړ شو او ناصري واک پاې ته ورسيدو.
په ۱۳۸۳ م کې تېمورلنګ په سيستان حمله وکړه او شا و خوا سل کاله دلته ګډوډي وه. په ۱۵۱۰ م کې د پارس صفويانو سيستان ونيولو خو دا سيمه ارامه نشوه. د اتلسمې ميلادي پېړۍ په سر کې سيستان د هوتکيانو، ورپسې بيا پارس او اخر د افغانستان برخه شوه.
په اتلسمې ميلادي پېړۍ کې کله چې انګرېزان په لومړۍ ځل سيستان ته ورغلل نو د دې د زمکې او د خلکو په اړه يې معلومات راټول کړل. يو راپور کې وايي د سيستان خاوره په دريو قبايلو وېشلې ده چې، کياني، سربڼي او سرکي نومېږي. ” د سيستان لوېديځ سرحد، کوه خواجه دی چې د دې د پاسه د يو کلا کنډوالې دي. خلک وايي چې دا د هندوانو نه رستم نيولې وه او اوس چې کوم خلک پکې اوسېږي هغه ځان ته ” اربابه” وايي او دوي قامي مشر نه لري. دا هغه کلا ده چې نادر شاه دوه کاله محاصره کړې وه او اخر ترې لاس واخيستو. د کلا دا غونډۍ په يو لوې جهيل کې واقع دې چې ” آمو” (هامون) نومېږي. دلته د شا و خوا درو نه ټولې اوبه راډنډ شي چې ارغستان، زرنک، ارغنداو، هلمند، خاشرود، ادرسکان او رود غز نومېږي. د نوشېروان عادل په وخت کې قلعه بست د دې شمالي سرحد و. ”
د انګرېزانو په راپورونو کې وايي چې ” د سیيستان زيات اوسېدونکې شيعه مسلمانان دي. يو څو کورنۍ د هندوانو او نور بلوڅان دي چې سني مسلمانان دي.”
د ۱۷۴۷ نه تر ۱۸۷۲ م پورې پارس د افغانستان سره د سيستان به خاوره دعوا کوله. اخر په ۱۸۷۲ م کې د انگرېزانو له خوا يو کميشن چې د ” سيستان د سرحد کمېشن” نومېدو او مشر يې جنرال سر فرېډريک گولډسميت و، دا لانجه هواره کړه. د پارس پوځ د هلمند سيند په ښې لاس پروت وو او په دې اوبو يې دعوا لرله. د تړون تر مخې هغوي خپل ځواک له سينده ليرې کړو او دا يې افغاناستان ته پرېښوده خو انګرېزانو بيا هم د سيستان زياته برخه ايران ته ورکړه.
دواړه ملکونه په دې خوشاله نه وو خو په ۱۹۰۳ م کې د انگرېز له خوا د سرحدونو يو بل کميشن وټاکل شو چې مشر يې کرنل ارتهر ميکماهون کوله. د هغه د پاره په زمکه کرښه راښکل گران و ځکه دلته يو طبعي سرحد لکه يو سيند يا غر نه و چې دوي پرې نښه تاکلې وې. اخر د سيستان هغه برخه چې د هامون جهيل هم پکې و، ايران ته يې ورکړه. هغه برخه چې د افغانستان لاس کې پاتې شوه، د فراح – چکناسور په نوم يادېده. دا په ۱۹۶۴ م کې د نيمروز ولايت اعلان شو چې مرکز يې د زرنج ښار و.
سيستان اوس په دريو ملکونو وېشل شوې سيمه ده چې ايران په ختيځ کې د “سيستان و بلوچستان” صوبه، د پاکستان په لوېديځ کې د نوک کندي او د افغانستان په جنوب کې فراح او نيمروز پکې شامل و.
سرچينې
۱. د سيستان د ملک بيان. لېفټينټ. آر. ليچ. د بمبمۍ انجينيران. کابل ته په يو مشن مرستيال. د هند د حکومت د سياسي سکتريټريټ د جغرافيې او سوداگرۍ راپورونه. ديارلسم څپرکې. ۱۸۳۹
۲. جرنل اف دا ايشياټيک سوسايتي بنگال. جنوري تا جون. ۱۸۴۴ م . کلکته بشپ کالج پرېس. ۱۴۵ تا ۱۵۰ گڼه.
۳. هلمند و هامون در تاريخ- ۴۴ مقاله- پوهاند عبد الحۍ حبيبي – جغرافيای تاريخی افغانستان- پنجاه مقاله- بنګاه انتشارات ميوند، کتابخانه سبا.۱۳۸۲ ش.
salam safia Haleem tha zma sara pa facebook rabitha wanisi za de kanishka de wakh paisee laram ka taso research pree wakrray. pa dransht
arifmohammed50@yahoo.com pr Facebook ye search krri
مننه
تاسو ته يو اي-مېل دراستول شوی دی
ډیر په زړه پوري مالومات دي مننه