په ۱۸۶۰ م کې درې افغانان د ۲۴ اوښانو سره د ملبورن په بندر د يوې بېړۍ نه راښکته شول او د پارليمان د ودانۍ د اسونو طوېلې ته يې بوتلل.
د اسټرېليا خلکو په ژوند کې چرې اوښ نه و ليدلې او په جوپو کې د دې عجيبه ځناور او د هغو دريو ساتونکو ليدو ته ورتلل چې جامې يې بل شان وې. درې واړو څه ماته ګوډه انګرېزي وئيلې شوه ځکه دوي په هند کې پوځيان وو. اوښان د يو پخواني انګرېز پوځي جارج جېمز لېنډل له خوا په پېښور نه پلورل شوي وو. هغه په ۱۸۵۸ م کې داسټرېليا نه ۱۵۰ اسونه هند ته د خرڅ لپاره وړي او د سروې او د پلټنو ادارې د اوښانو لپاره پېسې ورکړې وې چې اسټرېليا ته يې راوړي.
آسټرېليا يوه لويه وچه (براعظم) دی چې اصل اوسېدونکي يې ” ماوري” نومېږي او شمېره يې لږ وه. د نولسمې ميلادي پېړۍ په سر کې د بريطانيې سياست والو د دې پراخې خاورې نه د ګټې اخيستو لپاره د خپل ملک نه مجرمان د سزا لپاره وراستول چې هلته د اباد کارو په توګه پاتې شي. دلته زمکه ډېره وه او په لومړي ځل ورته اسونه او غوايان يوړل شول. ورپسې کلونو کې دوي د پسونو او د اسونو دومره خسمانه وکړه چې هند ته به يې د خرڅولو لپاره په بېړيو کې وړل. د هغې خوا نه په تشو بېړيو کې به يې مزدوران راوستل چې د دوي کارونه وکړي. خو په هند کې د ازادۍ د پاڅون او د انګرېز پر ضد احساسات او شعور پېدا شوې و نو دوي يې د غلامانو په څېر نشول ساتلې.
حکومت ډېره هڅه وکړه چې د اسونو تجاران دې په اسټرېليا کې اوښان هم ووساتي او دوي ته يې څو وارې د امتيازاتو اعلان وکړو. خو اروپايان د دې څاروي د ساتلو جوګه نه وو. کله چې د سروې لپاره يوه ډله تياره شوه نو دوي په هغو ۲۴ اوښانو سامان بار کړو او د اسټرېليا په شمال کې د نويو زمکو جاج اخيستو لپاره روان شول. سروې کوونکو به دې افغانانو ته په ملنډو “کېميلياس” ويل چې دوي د اوښانو بوي کوو.
په ۱۸۶۵ م کې دوو نورو انګرېزانو “اېلډر او سټکي” په شريکه د کندهار او سند نه ۱۲۴ د باختري نسل او غرني اوښان په بيه کړل. دوې سره ۳۱ اوښبه هم مله و او دا لومړې ځل و چې نومونه يې په اسنادو کې وليکل شول.
دوه وروڼه چې د کندهار اوسيدونکي او په کراچي کې يې کار کوو، فېض محمد او تاج محمد نومېدل. فېض د کراچي او د بلوچستان تر منځ د ټېليګراف د ليکې جوړولو کارکړې و. بيا يې د ۵۰۰ کسانو د مشر په توګه د کراچي په بندر کې کاري تجربه لرله. دی د ۲۵ کالو ځوان و او ورور يې ترې کشر و. دواړه د اوښبانو سره د هغه وخت نوي بندرې ښار پورټ آګسټا ته ورسيدل نو درې اوښان يې په لاره د يخ د لاسه مړه شوي وو. اوښان د خپل نوي چاپېريال سره زر عادت شول خو هلته دوي به پوست به يوه سپږه ورننوته چې به وچو واښو کې به پېدا کيدل او څاروي يې وژل.
شا و خوا دېرش کاله په سوونو اوښان سره له انسانانو په بېړيو کې بار اسټرېليا ته وړل کيده. په پېل کې د دوي نه سند و، نه پاسپورټ او ټول د افغان په نوم وپېژندل شول که څه هم د نورو قامونو وګړي لکه بلوڅ، پنجابي سيکان هم ورسره وو. د زياتو کسانو په اسنادو کې د دوي اصل وطن “د کابل يا کندهار او يا د پېښورسره نږدې” ليکل کيده چې ټول هغه وخت د افغانستان خاوره وه. د دوي ژبه يا پښتو او يا درې وه او د دوي په هديره کې د ځينو قبرونو شناختي په دري کې ليکل شوي دي. هغه چې وروستو ورغلي او مړه شوي و، د هغوي شناختې په انګرېزي کې دي.
دا افغانان زيات تره د بې وزلو کورنيو نه او زمکه يا پټې به يې نه لرل. زياتو يې د اوښبه دنده کوله چې د پېسو په بدل کې د يو او بل مالونه به يې په اوښانو وړل. ځينو سره به دوه يا درې اوښان هم وو او څوک چې به شته من وو نو د پنځوسو نه زيات اوښان به ورسره وو چې د هغوي د ساتلو لپاره به يې نور اوښبه په کار ګومارول. دا هم هغسې وه لکه چې اوس يو کس خپله يا د بل چا ټېکسي چلوي او يا څو ټېکسيانې ولري.
د کراچي د بندر نه په بېړيو نور اوښان راوستل کيده او څو شرکتونو دا کار په غاړه اخيستې و. د دوي ساتونکي به په بېړيو کې د اوښانو سره يو ځاې پاتې کيدل او اسټرېليا ته په رارسيدو هم د دوي د استوګنې ځايونه بېل نه وو. دوي به د لارې کرايه د خپل جېب نه ورکوله او که چا پېسې نه لرلې نو وروستو د هغه د معاش نه به يې ګرځوو. دوي خپله ډوډۍ، د جامو او نورو اړتياو غم به هم پخپله کوو. مسلمانانو به حلاله غوښه خوړه او هندوانو يا سيکانو به خپله بې غوښې ترکاري او دال پخول. يو اوښ به ښه به مړه ګېډه اوبه وڅښلې نو يوه مياشت به يې بې له اوبو تېرولې شوه.
زيات افغانان د دريو کالو په قرارداد (کانټرېکټ) راوستل کيده. د دې مودې له تېرېدو وروستو به دوي يا خو بېرته ولاړل، يا به يې بل قرارداد واخيستو او يا به يې ځان له خپل کاروبار پېل کړو. خو د زيات به بېرته ولاړل ځکه د دوي معاش لږ او کار يې سخت و. د درنو سامانونو سره سره دوي د باغونو نه ميوه او غله هم ګودامونو ته رسول. بيا هغو انګرېزانو چې حکومت ورله د لويو ښارونو نه بهر زمکې ورکړې وې په دې اوښانو خپلې کډې وړلې او ورسره د خواړو توکي او د اوبو ټانکرونه هم افغانانو رسول. به ۱۸۸۰ م کې د يو اوښبه د مياشتې تنخا ۳ يا ۴ پونډه وه. د ده سره کار کوونکي سپين پوستو ته به يې ۴ پونډه د اوونۍ ورکولې.
يو اوښبه د هر ډول خطر سره مخ و چې په دشتو کې ځنګلي ځناور، ځاې خلک ماوري چې بهرنيانو نه يې ښه نه راتلل او د حشراتو له کبله ناروغۍ. په کومو ځايونو کې چې نوي ښارونه جوړېدل، ورسره د افغانانو څو څپرونه هم وو چې خلکو به ورته “غان ټاون” يا غان ښاريه وئيل. داسې جونګړې د فارينه، ماري، اوودنداتا، بروکن هل، بورک او سينټ آګسټين کې وو.
تر ټولو لوې غان ښاريه د کوينز لېنډ په کلونکري کې جوړه شوه. له دې ښاريو به اوښان او اوښبه هرې خوا ته ورتلل او سامان به يې د دواړو غاړو نه راوړو. يو څو د ګوتو په شمېر افغانان داسې هم وو چې هغوي پکې پخپله نورو ته کارونه ورکول. نورو بيا د يوې کمپنۍ يا د ادارې سره کار کوو او د يو ټاکلي ځاې نه به يې سامان وړلو او نور به يې ورته راوړو.
په داسې خلکو کې فېض محمد او تاج محمد هم وو چې په ۱۸۸۹ م کې ورسره ۱۱۲ اوښان وو او ۱۴ نورو افغانانو ته يې کار ورکړې و. درې کاله وروستو دوي سره ۹۲ افغانانو کار کوو او ۷۳۶ اوښان يې لرل. دوي په ماري ښار کې يو لوې ځاې لرلو او دريو نورو سيمو کې يې خپل دفترونه پرانستل. د دوي په مقابل کې عبد الواحد او غني خان غلجيان وو چې رقابت يې ورسره کوو. دې دواړو په سر کې د فېض محمد سره کار کوو خو بيا ترې بېل شول او هم هغسې د ډېرو اوښانو خاوندان شول. په اسټرېليا کې د وسلې لپاره جواز يا لايسنس نه و او ځينو به وسله ساتله.
له دې وروستو د درانو او د غلجو سيالي په دښمنۍ واوخته ان تر دې چې يو غلجي غلام محمد د فېض ورور تاج محمد ووژلو، ونيول شو او محکمې ته يې وويل چې ده خپله دفاع کوله. هغه په دې جرم غرغره کړې شو خو ټولو غلجو دا باور لرلو چې انګرېز د لومړي افغان جنګ بدل ترې واخيستو.
ځينو افغانانو خپل ټبر راوستې و خو د ژوند شرايط يې ښه نه و نو بېرته به ولاړل. څو کسانو هم هلته د ماوري قام ښځو سره واده وکړو خو اولادونه ته به يې د مسيحي دين ملايانو زدکړې ورکولې چې د افغانانو لپاره د منلو وړ نه وو.
د افغانانو د راتګ نه وړاندې په اسټرېليا کې سپين پوستو د بل هر نسل د انسان نه کرکه کوله. د ماوري خلکو ورځ هسې هم بده وه او لکه د مرئيانو يې ساتل، د چين ډېرخلک هم د سپين پوستو خدمت ته ورغلي وو او په ښارونو کې به يې تجارت پېل کړو. په اسټرېليا کې لومړې جومات په ۱۸۹۰ م کې هم دې افغانانو د اېډيلېډ په ښار کې پخپلو پېسو جوړ کړو. دوي ځان د نورو اېشيايانو نه لوړ ګڼلو او اروپايانو ته به نېغ شول. دکار په ځايونو کې به دوي خپل سپکاوې نشو زغملې چې په نتيجه کې خبره څوک څپيړې ته ورسيده. کله چې د افغانانو شمېره زياته او حالت يې ښه شو نو ځينو ورځپاڼو يې پر ضد کېمپاين پېل کړو. د بروکن هل اوسېدونکو به د افغانانو پر ضد غوندې او کله نا کله به پرې پټې حملې کولې.
د نولسمې پېړۍ ترپاې په اسټرېليا کې د رېل انجڼ او د پاټليو د غځولو کار په درز کې روان و چې د دې ملک لرې پرتې سيمې پخپلو کې ونښلوي. يوه پاټلۍ د جنوب د “اېډيلېډ” ښار نه د شمالي بندر وروستي ښار ” ډارون” ته جوړيده. د دې د جوړېدو کار په ۱۸۷۸ م کې بېل شو او د پاټلۍ لپاره هغه لاره غوره شوه چې د اوبو ويالې يې لرلې. د اور ګاډي انجڼ د اوبو په لوخړه يا بخار چليدو او بله دا چې اوښانو به ډېرې اوبه څښلې. د دې ليکې به جوړولو کې په سوونو اوښانو د اوسپنې سيخونه او نور سامان وړلو.
د اور ګاډي پاټلۍ درې زره کلوميټر اوږده وه او د اسټرېليا د زړه نه تېرېږي. شا و خوا ۴۸ کاله په دې پاټلۍ کار روان و او ښايي د افغانانو دوه يا درې نسلونو ورباندې کار وکړو. په ۱۸۸۰ م کې دا پاټلۍ بروکن هل ته ورسيده او هلته يو لوې ګودام جوړ شو چې نورو ځايونو ته ترېنه توکي وړل کيده.
د وخت په تيرېدو افغانان هم د خپلو اوښانو سره د شمال نه جنوب، بيا لوېديځ او ختيځ ته د کارونو لپاره ورتلل. په ۱۸۷۲ م کې د اسټرېليا شمال ختيځ او جنوب پخپلو کې د ټېليګراف په مزو ونښلول شول چې د اوښبانو نه پرته بل چا ورته نشو جوړولې. شلمې پېړۍ د پېل سره ټېکنالوجې پرمختګ وکړو او د اوښانو اړتيا پاتې نشوه.
د اسټرېليا حکومت په ۱۹۲۵ م کې يو قانون جوړ کړو چې د اوښانو نومره به رجسټر او دا به په ټاکل شويو ځايونو کې ساتل کېږي. زمکه والو ته يې د غېر قانوني اوښانو د ويشتلو اجازه ورکړه. د پوليسو ځانګړي ډلې جوړې شوې چې اوښان به يې وژل. په فارينه کې يو کال کې ۲۲۰ اوښان ووژل شول. هغه افغانان چې بې روزګاره شول او اوښان يې لرل، حکومت ورته د اوونۍ ۳۰ شلنګ مرسته ورکوله، پداسې حال کې چې ۵۰ يا ۶۰ اوښانو به د اوونۍ ۵۰ شلنګ خرڅ کيدو.
ځينې اوښان يې به دشتو کې خوشې کړل ځکه د دوي خواړه به يې نشو پورا کولې. په ۱۹۳۲ م کې يو اوښ به پينځه پونډه خرڅيدو او څوک يې داخيستو نه وو. کومو اوښبانو چې توان لرلو، لرې پرتو سيمو ته ورغلل چې موټر ورته نه و رسيدلې. افغانان په لويو ډلو کې د اسټرېليا نه وتل او هم هغه سرمايه ورسره وه چې پخپلو مټو يې ګټلې وه. ځينو د اورګاډو په تم ځايونو کې د مزدورانو په څېر کار پېل کړو. د بېړۍ تر پاې د دې افغانانو نوم ورک شو او په ځينوغان ښاريو کې يې جوماتونه او هديرې پاتې شول.
په رسمي توګه د شمال او جنوب په اور ګادي سفر ۱۹۲۳ م کې پېل شو او يو چا دا اور ګادې د “غان” په نوم ياد کړو او هم دغه يې سرکاري نوم شو.
په ۱۹۷۰ م کې نوي ګاډي جوړ شول چې په ډيزل چليدل خو”غان” نوم يې پاتې و او وروستو په اوښ ناست يوه مجسمه يې هم په تم ځاې کې ودروله. ځينې افغانان اوس د اور ګادي په دې نوم خوشاله شي چې د اسټرېليا حکومت ورته څومره درناوې کوي. خو دا د سلو کالو د سپين پوستو د ښکېلاک هغه داستان دی چې ډېر خلک ترې خبر نه دي.
معلومات او عکسونه
د ټين جوماتونه اوغان ښارونه. په آسټرېليا کې د افغان اوښبانو تاريخ. کرسټين سټيونز. اکسفورډ پوهنتون خپرونې- ملبورن ۱۹۸۹ م
صفيه حليم
د خپرېدو نېټه
۱۱ فروري ۲۰۱۴ م
Dera mañana Safia jan
صفیه صاحبه دي ژوندی وی