په افغانستان کې څلور ځايونه د خوست په نوم يادېږي
يو خوست د فراه ولايت ۷۰ کلوميټر لوېديځ کې دی. دوېم خوست په غور کې دی. درېم د خوست و فرنگ په نوم ولسوالي د بغلان په ختيځ کې ده چې تر ۱۹۷۰ م د تخار يوه ولسوالي وه او د دې شمال ته د فرخار دره ده. څلورم خوست چې زيات خلک يې پېژني د کابل نه ۱۰۰ کلوميټر جنوب ولايت دی.
پينځم خوست د پاکستان د بلوچستان په صوبه کې يوه ولسوالي ده. دا د د سېوۍ سره نږدې سيمه ده چې غرونه يې د سکارو کانونه لري او انګرېزانو پکې يو د اور ګاډي تم ځاې هم جوړ کړې و.
خوست تر ۱۹۹۱ م د پکتيا ښار و او د ډاکټر نجيب الله په حکومت کې ولايت اعلان شو. د دې په ختيځ کې د وزيرستان څنډې دي او که څوک وغواړي چې د افغانستان له خاورې ووځي نو تر پلې رسيدو لپاره ورته شل کلوميټر د پښو لاره ده.
خوست پخوا راهيسې د کوچيانو په لاره د دمې ځاې و. اوس داسې اندازه ده چې دېرشو زرو د کوچيانو کورنيو دلته کډې اړولي دي چې د سيمې نقشه يې بدله کړې ده. د خوست ټوله زمکه څه د پاسه څلور زره مربع کلوميټر ده او د ۲۰۰۱ م د حکومتي اندازو تر مخه د يو ميلين نه زيات وګړي پکې مېشت دي.
د خوست غرونه اوس سپېره ښکاري خو د دې د تڼيو، منګلو،ځاځيو او د ځدراڼو د وچې مېوې ځنګلونه اوس هم شته چې غوزان او د زالغوزي ونې لري.
د خوست سرکاري ويبپاڼه ډېرعجيبه معلومات ورکوي، ( د پخوانيو خلکو په وينا دغه غونډی په مصنوعي توګه د انسنانو په مټ جوړه شويده او غونډ جوړښت لري، د سيمي د خلکو په خبره ځيني تاريخي اثار پدې غونډی کې پيداشوي ، چې د وخت په تيريدو يې خلکو پلورلي دي) خو دا خبره د څېړنې وړ ده ځکه دلته د تاريخي توکو د موندلو خبره تر اوسه يو ځاې کې هم نه ده ليکل شوې.
د لرغونو وختونو نه په خوست کې دوه گونده اوسېدل چې يوه يې سپين د زردشتي دين يا د سپين تومان منونکي و. نورو چې دا دين يې نه منلو تور گوند بلل کيدو. د صبريو (سوبريو) خلک ځان ته سپين گوند وايي. د دې خبرې څه نا څه تاريخي ريښې شته.
دا د شبږمې ميلادي پېړۍ خبره ده چې په پارس ( ايران) کې د زردشت منونکو يوه فرقه د مزدکيانو په نوم را پېدا شوه. مزدک پخپله يو زردشتي ملا و او ځينې زردشتيان د هغه تعليمات کفر ګڼي. خو باچا کباد د ده ملاتړ کاو. د ده ورور زماسپ پخپله تخت غوښتو نو دا دين يې ورته پلمه کړو او باچا يې له تخت ليرې کړو. کباد څه موده لاس پښې وهلې او اخر يو ځلې بيا باچا شو خو د مزدکيانو د ملاتړ نه يې لاس واخيستو.
هغه وخت مزدک خپلو ملګرو سره د پارس نه ووتلو او غرونو ته يې مخه کړه. وايي چې مزدک به په خوست کې اوسيدو او د پارس پوځ دلته هم ورپسې راغلو او دی د خپلو شلو زرو ملاتړو سره ووژل شو. خو دا د تاريخ هغه برخې دي چې نورو ژورو څېړنو ته يې اړتيا ده.
د خوست ښار په لوېديځ کې يوه تاريخي کلا (حصار) د منګسو په سيمه کې د غونډۍ د پاسه جوړه ده چې د قدامت به اړه يې څوک نه دي خبر خو ځايي خلک وايي چې د دې شا وخوا ځينې ډبرينې مجسمې موندل شوې وې چې لا درک دي. کله کله د غېر قانوني کيندنو ګنګوسې خپرې شي خو څوک ورته پام نه کوي. خوست اوس د افغانستان د شتمنو ولايتونو نه يو دی خو د تمدن او د کلتور په اړه يې لږ خلک خبر دي.
سرچينې
۱. د سيمو تاريخي جغرافيه. له علامه عبد الشکور رشاد سره د مرکو ټولگه. صديق بدر. ۱۳۸۴ ليندۍ. مېوند کلتوري ټولنه. ۸۸- ۹۲ مخونه.
۲ . د خوست سرکاري ويبپاڼه
صفيه حليم
د خپرېدو نېټه
۱۲ فروري ۲۰۱۴ م
شپږم خوست هم شته کوم چې د کوزې پښتونخوا د لکیمروت ضلعې په سرای نورنګ تحصبل کې موقعیت لري. دغه یو لوی کلی دی او د صاحبزاده خوست په نامه یادبږي چې وګړي د افغانستان خوست ولایت اصل اوسیدونکي دي.