دا فرمان يو مهم تاريخي سند دی چې ورباندې د ۱۱۶۹ هجري نېټه ليکلې ده. دا د احمد شاه د واکمنۍ نهم کال و او دی ممکن هغه وخت د هند لوري ته روان و. فرمان په پېښور کې ليکل شوی دی او له هغې راهيسې هم په دې ښار کې وساتل شو. د شلمې ميلادي پېړۍ په نيمايي کې دا د پېښور د يو نامتو وکيل پير بخش د ځينو نورو پخوانيو اسنادو سره يو ځاې خوندي و.
د هغه نه دا ليک يو بل کس جان محمد خان غلام جيلاني تر لاسه کړو او د پېښور يو څېړونکي سردار جعفر د خپل کتاب لپاره ترې واخيستو. ليکوال د دې ليک فارسي متن يې پخپل قلم وليکلو چې وروستو يې په انګرېزي ژباړلې دی.
دا فرمان يو فټ او نهه انچه اوږد او ۱۱ نيم انچه پلن په يو مهين کاغذ ليکلې دی چې د وخت په اوږدو کې ژيړ شوی دی. د کاغذ ښې لاس ته درې نيم انچه حاشيه ده او په نستعليق خط کې ۶ ليکې او شا و خوا ۳۰ توري لري. د کاغذ به دواړو مخو ليکل شوي دي.
هغو خلکو چې ورباندې خپل نومونه ليکلي دي شکسته خط کې دي. دا کاغذ په ځينو ځايونو کې زيانمن شوی دی او په نتيجه کې يې ځيني توري سم نه لوستل کېږي. د نور زيان د مخ نيوي لپاره په يو مرحله کې دا نری کاغذ په يو بل پرېړ کاغذ په سلېخو نښلول شوې دی او يواځې د نومونو او د مهر برخه يې هم دغسې پريښې ده چې بل مخ يې ولوستل شي. خو د کاغذ د ژغورلو کار غېر مسلکي کس کړی دی چې په نتيجه کې ځيني توري د يو او بل کاغذ تر منځ پټ شوي دي.
دا فرمان د بسم الله خير الاسما سره پېل کيږي چې د کاغذ په سر کې ليکل شوی دی او بيا ورلاندې لکه د يو طغری بسم الله ده. تر طغری لاندې د احمد شاه دراني مهر دی چې پکې دننه يو طاوس جوړ دی او ياهو ليکلي دي. ورسره د ح توری دی او د باچا سرکاري لقب احمد شاه در دران ليکلی دی.
دا څرګنده نه ده چې د ح توری دلته څه مانا لري. هغه طغری يا مونو ګرام چې د فرمان ښې لاس ته جوړ دی، دا ترې لوستل کيدېشي چې فرمان عبد همايون احمد شاه.
دا ښايي چې ليک اصل و او ليکلې فارسي يې هم د هغه زمانې ده چې عربي پکې زياته کارېده.
د ليک پښتو ژباړه داسې ده
سپېڅلي شخصيت ته د ښه نيت د څرګندولو په لړ کي د تخاقوئيل ( د مرغه کال- هغه مهال کلونو په ترکي ژبه د بيلو حیوانانو نومونه درلودل) مبارک کال له پیل څخه د يوه رفع وخود په مساحت مځکې او اوبو په ورکولو سره خپل مرحمت او مهرباني څرګنده کړه چې په بګرام کي چې د پېښور په نامه مشهور دی، د دوآب تابع او د چراغ بېګ خان مځکه ده، د يوه جاري جاګير په توګه اعليحضرت حقايق و معارف، آګاه مشيخت و کمالات، دستګاه قدوت العارفين و زبدت السالکين، شېخ محمد تقي قادري، خداې دې نور توفيق هم ورکړي او نوم دې يې نور هم لوړ کړي، د هغه مريد حافظ احمد يار چې د سپېڅلي قادريه طريقې غړی دی، د هندوستان د خدای بخښلو باچهانو په فرمانونو چې دوي يې اوس هم په لاس کې لري، دوی ته مو مرحمت کړه (ور وسپاره). چې هر کال ياده شوې مځکه وکري او د دې حاصل پخپله واخلي، د دې ګټه او محصول به له ځان سره ساتي، اصل او د دې په کرهڼه او ګټه به خپل ژوند تېروي او زموږ د دايمي حکومت د دوام لپاره به دعا کوي. د پېښور اوسني او راتلونکي چارواکي او حکومتي کارکونکي بايد هغسې چې امر شوی، د يوه رفع وخود په اندازه مځکه او اوبه چې له ۹۰ پاخه جريب سره برابر دي، وړاندې ياد شوو کسانو په تصرف کي ورکړي چې د صدرياب وکاملاب، بېګار و ښکار، ملکانه و وجهه، فصلانه و ميرابي، او د زمکې د محصول کمې او زياتې څخه ډډه وکړي ځکه هر کال له نوي سره د پېسو غوښتنه نلري
قدر من مستوفيان او د ماليې د چارو نور کار کونکي دې د دغو دوو کسانو په مقابل کې شته اسناد پخپلو دفترونو خوندي کړي. ( مانا يې ده ده چې که بل څوک په دې زمکې دعوا لري نو فرمان دې ورته ښکاره کړي)
د صفرې د مياشتې ۲۱ نيټه ( چې خداې دې په امن او په برياليتوب سر ته ورسوي ) ۱۱۶۹
د ليک تحليل
دا فرمان يو مهم تاريخي وخت ښايي چې شېخ تقي د اورنګ زېب د زوې محمد معظم له خوا زمکه تر لاسه کړې وه چې هم هغه ورته احمد شاه تصويب کړه. دا شېخ د قادريه طريقې يو صوفي دی او په سيمه کې درناوې ورته کېږي. احمد شاه د اسلام ديني عالمانو او صوفياو ته ډېر احترام لرلو او په هر ځاې کې به يې نازول او د دعا به يې ورته وئيل.
د حافظ احمد يار په اړه معلومات نشته خو داسې ښايي چې هغه د شېخ تقي مريد و او ښايي چې لوړ مقام يې لرلو. چراغ بېګ خان ښايي په دې سيمه کې ډېرې زمکې لرلې او ممکن زمکې يې په اجاره هم ورکولې.
په دې فرمان کې تر ټولو حېرانونکې خبره د بګرام نوم دی چې تر هغه وخته هم د پېښور د زوړ نوم په توګه په سرکاري اسنادو کې ليکل کېدو.
ښايي دا فرمان اوس هم په پېښور کې د غلام جيلاني د ټبر سره خوندي وي.
سرچينه
د سردار محمد جعفر ليکنې او مضمونونه- راټولونکې احمد سليم د کتاب نوم، پېښور د سرحد ښار- اکسفورډ بوهنتون پرېس۲۰۰۸ م – ۱۸۷ مخ.
د فارسي نه د ژباړې مرسته د محمد داود اعظمي.
thank you safia wish you all the best
يو جهان مننه
ډیره زیاته مننه آغلي صفیه حلیم خوري چي دا تاریخي سنددي راسره شریک کړ. د لا نوو معلوماتو په هیله.