د خيبر پښتونخوا په صوابۍ ضلع په شمال ختيځ کې د ” کلوله ” په نوم يو وړوکی کلی دی. دا ځاې د اسوټا شريف سره نږدې دی او ځاي خلک ورته اثار قديمه وايي- دلته يو ځاې لوی لوی تيږې د دايرې په شکل کې ولاړ دي. تر ټولو لوړه تيږه درې ميټره ده او نورې د دوو ميټرو شا و خوا کچ شوي دي.
پخوا د دوي شمېره ۱۸ وه خو اوس ترې شپاړس ښکاري، يوه په خاورو کې نيمه پټه ده او بله ماته شوې ده. دوه وړې تيږې داسې هم دي چې د دوو لويو تيږو سره لکه د اړم اېښودل شوي وو.
د دې ځاې پخواني خلک وايي چې يو وخت دا ټولې ۳۰ تيږې وې چې د اشوکا په وخت کې دلته ودرول شوې وې او هغه به هره ورځ په يوې تيږې کېناستو او عبادت يې کاو. خو په دوي کې ۱۳ تيږې د نيماي دايرې په شکل ولاړې دي او يواځې د لرغون پوهانو څېړنې ښودلې شي چې په بله نيمه کې نوري تيږې هم وې او که نا؟
هغه تيږې چې دايره جوړوي، جنوب لوېديځ ته يې مخه ده. يواځې يوه تيږه داسې ده چې د نيمې دايرې نه بهر ښکاري او يوه بله په سملاستلې حالت کې ورسره ايښې ده.
دا ټولې تيږې زيږه دي ياني هوارې شوي نه دي او ځينې يې داسې ښکاري لکه چې د مستطيل شکل کې يې د پرېکولو هڅه شوې وي او اړخونه يې جوړ شوي ښکاري. د ګرېنايت دا تيږې نږدې غرونو کې موندل شوي دي خو ځينې خلک وايي چې داسې تيږه د هغه ځاې نه شل کلوميټر ليرې پېدا کېږي.
داسې تراشلي او بيا لوړ ودرول شوي د تيږو دايرې د نړۍ په ډېرو نورو ملکونو کې هم موندل شوي دي چې د انګلستان د سمندري ساحلونو نه واخلې تر پولېنډ، هنګري او د ختيځ خوا ته ملکونو نه علاوه په لاطيني امريکا کې هم شته.
په انګرېزي ژبې کې د دې ساينسي نوم ” کروملېک” دی. د بريطانيې د سالسبري ښار نه ۱۳ کلوميټر شمال کې ” سټون هېنج” هغه ولاړې تيږې دي چې د ډبرې او د برونزو د دورې نه راپاتې دي. د دې شا و خوا د څو سوه قبرونو نښې هم وموندل شوې او ښايي چې د زرګونو کالو راهيسې دا د انسانانو لپاره يو سپېڅلې ځاې و. د لرغون پوهانو باور دی چې دا د ۳۰۰۰ او د ۲۰۰۰ ق م تر منځ وخت کې دلته ودرول شول. دا د انګلستان د يوې ملي نښې په توګه ساتل کېږي.
تر اوسه څېړنو دا ښودلې ده چې دا په سر کې هديره وه ځکه دلته د انساني هډوکو سوځيدلې ايره وموندل شوه. خو د دې دايرې شکل د هغه وخت د انسانانو د کرکرهڼې سره تړاو لري چې ممکن د اوړي په اوږده ورځ او لنډه شپه چې ۲۱ د جون کېږي، دلته د هغه وخت مذهبي مراسم تر سره کيدل. دا تيږې د نمر او د سپوږمۍ د ختلو او د ډوبېدو سره هم تړاو لري چې د هغه وخت د يوې پېچلې جنترۍ حساب پرې کيدو.
مونږ کله داسې فکر کوو چې لرغوني انسانان وروستو پاتې وو او د دوي تمدن ډېر پرمخ تللې نه و. خو کله چې څوک دا تيږې وويني نو داسې ښکاري چې پخوانو خلکو د ستورو، سپوږمۍ او د نمر په اړه زيات علم لرلو. دوي په فلکياتو، جيالوجي او انجينيري خبر وو بلکه زمونږ نه زيات هوښيار وو چې د خپلو دماغو نه يې کار اخيستو.
د “کلوله” دا ولاړې تيږې ممکن خلکو ته بې ارزښته وي خو دا د برونزو د دورې انسان له خوا يوه ساينسي معمه ده چې بايد اوسني انسانان يې حل کړي. په سيمه کې د زمکې د رالاندې کولو هوس اوس دی تيږو ته هم خطر جوړ کړی دی. د دې چاپېره د خيبر پښتوخوا د حکومت له خوا يو وخت ازغن تار لګېدلې و چې دا وساتل شي او که اوس نه وي نو په راتلونکو کلونو کې يو پښتون ورباندې څېړنې وکړي. خو اوس دا تار ترې خلکو وړې دی او د شا خوا د کورونو او غېر قانوني جوړښت له کبله ښايي يوه ورځ به دا لرغونې نښې ورکې شي.
سرچينې
۱ . پېټي ويګنګټن- د تيږو دايرې- د ويب پاڼې مضمون
۲ . جېمز فرګيسن- په تولې نړۍ کې د زيږه تيږو جوړښتونه، د دوي زړښت او کارونه- ۱۸۷۲ م، جان مرې خپروونکي، اکسفورډ پوهنتون، د بودلين پرانستې کتابتون، ديجيټل بڼه –
۴۷۴ نه تر ۴۹۰ مخ
د خپرېدو نېټه
۱۶ فروري ۲۰۱۴ م
صفيه حليم
I really really appreciate the work you did on this historical site but the place is located at Asota Sharif and the site is Known as Asare-e-Qadema Asota Sharif. I will be happy if you mention the name of Asota Sharif along with Kulalo to correct the historical fact.
مننه وروره
دا معلومات مو ورزيات کړل- که په انګريزي کې په دې ليکنه کولې شې نو په دې پاڼو کې به يې خپور کړو
کور ودان
که ستاسې اجازه وی نو ستاسې لیک د رادیو پاکستان په خپرونو کښې ولوستې شم؟
د پوښتنې مننه
تاسو هر يو مضمون بيا خپرولې شئ خو د ويب پاڼې يادونه وکړئ
کور ودان