په ډېلي کې د لوديانو نښې

Pre-Mughal inscriptions on the Bara Gumbad, Lodi Gardens
د پېنځلسمې ميلادي پېړۍ په نيمايي کې بهلول لودي د هند واکمن شو خو د ده زيات وخت د نورو سيمو د نيولو او هلته د خلکو په ابادولو تېر شو.
د ده زوی نظام خان سکندر لودي د ۱۴۸۹ م نه تر ۱۵۱۷ م پورې د هند واکمن و او د ډېلي نه بهر د يو نوي ښار بنسټ کېښودو چې اګره نوميدو. هيڅ يو ښار بې له ماڼيو او د کورونو نه ابادېږي خوعجېبه خبره ده چې اوس په ټول اګرې کې هره ودانۍ د مغلو په نوم يادېږي.
د لوديانو په وخت کې ډېلي د ” مړو ښار” بلل کېدو ځکه په دې کې دومره ډېرې هديرې او گومبدې وې چې خلکو ته يې شمېره نه وه معلومه. دلته د لودي ګارډن په نوم باغ په ۹۰ اېکړ زمکې کې جوړ او د سېلانيانو د پام وړ ځای دی. دلته د لوديانو د واک نه وړاندې د سيدانو د يو واکمن محمد شاه مقبره جوړه وه چې څلور ګوټيزه ده. چاپېره ترې دوه کلي وو چې د انګرېزانو په وخت کې ترې خلک وويستل شول او باغ پراخه کړې شو.
په دې باغ کې د سکندر لودي مقبره په لس ميټرمربع کې جوړه ده چې گومبده لري او د دې گومبدې چت د گلونو په نقاشي او د قراني ايتونو ښايسته کړې شوې دی. عام خلک دې ته بړا (لوی)ګومبد وايي. د سکندر لودي مقبره د ده زوې ابراهيم لودي جوړه کړه چې خپل قبر يې د پاني پت په مېدان کې جوړ دی.
بړا ګومبد به اتو ستنو داسې ولاړه ده لکه چې يوه لويه چترۍ د مقبرې د پاسه پرانستې وي. د دې چاپېره يو دېوال هم دی.
ورسره د دريو ګومبدو يو جومات او يو مېلمستون جوړ دي. د دې په يوې څنډې کې د شيش گومبد جوړ دی چې په بهرنيو دېوالونو يې فېروزي رنګ کاشي خښتې لګېدلي دي او دا د لمر په رڼا کې به لکه د شيشې ځليدل نو له کبله ورته دا نوم ورکړې شو.
هغه خلک چې د هند په ودانيو د نيلا يا فېروزي کاشي د مغلوکارنامه ګڼي، دا يې يوه بېلګه ده چې د هغوي نه وړاندې دلته داسې خښتې او ټايلونه کاريدل. د غلجيانو او د لوديانو په وخت کې دوه ډول جوړښتونو دود و. يو هغه چې اته ګوټيزه (هشت پهلو) چې د باچا يا د شاهي ټبر د غړو لپاره او بل څلورگوټيزه به د لوړ کچ افسرانو او سردارانو لپاره جوړيدل.
darya
په ډېلي کې د دريا خان لواڼي د مقبرې نه لږ خلک خبر دي. دې د لودي باچاهانو په وخت کې لوی قاضي ( قاضي القضات) و. دا د ښار په جنوبي مارکيټ قدوايي نگر کې يوې لوړې باندې جوړه د څلورو گومبدونو يوه جوپه ده چې هره يوه يې لکه د چترۍ په دولسو ساده ستنو ولاړه ده. د قبر د پاسه مرمرو ډبره ده او ورباندې يو چتر چې د تورو ډبرو جوړ شوې او په څو ستنو ټينګ دې. دا مقبره که څه هم چتر لري خو د اړخونو نه پرانستې ده.
په منځ کې يو لوړ پوخ گول داېرې کې د پاسه د مرمرو قبر جوړدی. د قبر د پاسه نور هيڅ نقاشي نه ده شوې. دلته يو باغ هم و چې اوس يې لږ نښې پاتې دي. ښاي يو وخت په گومبدي دالانونوکې د ناستې ځايونه و.
د دريا خان لواڼي د پلارمبارک خان لواڼي مقبره د نظام الدين د زيارت په جنوب کې جوړه ده چې خلک ورته ” کالې خان کا گومبد ” واي. دلته په يوې ډبرې د دې د جوړېدو نېټه ليکلې ده چې د ۱۴۸۱ م سره سمون خوري. هغه وخت د ډېلي پر تخت بهلول لودي ناست و او ښاي دا ګومبدونه د ده د يو سردار مبارک شاه له خوا جوړ شوې وي. دا څلور گوټيزه جوړښت د لوديانو د لومړيو دورې سبک ښکاره کوي. خو د کالې خان په گومبده کې غېرعادي دکانچه جوړه کړې شوه.
د لودي سردارانو درې نورې مقبرې “بړې خان” ورسره د ” چهوټې خان” او درېم د ” بهورې خان” کا گومبد نومېږي چې هيڅوک يې د تاريخ نه خبر نه دي. په هند کې د لوې او د وړوکي لقب زيات وخت د وروڼو لپاره کارېږي او که دا درې واړه مقبرې د دريو وروڼو وي نو پکار ده چې پلټنې يې ووشي او ورباندې نومونه وليکل شي.
د بړې خان ګومبده د شپاړسمې ميلادي پېړۍ په سر کې جوړه شوې ده او اوس يې ۲۲ ميټر مربع زمکه پاتې ده. د دې څلورو ګوټونو کې د تيږو درنې ستنې ولاړې دي چې د قطب مينار په څېر يې توږلي دي. يو قات په اوږد والي او بل يې په پلن والي کې جوړ دی.
د چهوټې خان ګومبده د پينځلسمې ميلادي په وروستيو کې جوړه شوه چې د هر اړخ د کچ معيار يې برابر او لوړ دی. د ګومبدې چاپېره دېوالونو د پلستر د باسه نقاشي شوې ده او په ښه حالت کې ده. په دې کې هم د شين او د نيلا رنګ د کاشي کارول شوې و د لوې محرابي دروازې دواړو غاړو ته په پلستر کې ښکلې نقاشي شوې ده.
دا دواړه مقبرې د يو بل نه شل فټه ليرې جوړ شوي دي او يو بل ته د ورته دي. دواړه د توراو د سرو ډبرو نه جوړ دي او په دواړو د جالۍ کنده کاري شوې ده. په دواړو کې د لمانځه لپاره ځاې شته چې مخ په قبله په دېوال کې محراب جوړ دی. دواړه څلور ګوټيزه پلان لري او ګومبدې يې دېرې لوړې نه دي.
د لوديانو يو بل جوړښت په نظام الدين کې د “دوسهريه گومبد” نومېږي. پخوا دا مقبره وه خو وروستو پکې خلک مېشت شول او اوس په ړنگېدو ده. دا څرګنده نه ده چې دلته څوک خښ وو.
لوديانو د هند د پخوانيو مسلمانو باچاهانو د جوړښت دود د هند په راجستاني او ګجراتي سټايل کې يې ورګډ کړې دی. دا ښايي چې د دې مقبرو او ګومبدو جوړوونکي د هند د بېلا بېلو سيمو اوسيدونکي وو.
دوي د يوې لوړې مقبره جوړوله چې ګومبده به يې نوره هم شانداره او د ليرې نه ښکاريده. د ودانۍ بن سټ په دومره ژور و چې اوس د ۵۰۰ کاله وروستو هم په ځاې ولاړ دي او په زلزلو او سېلابونو کې نه دي وران شوي. په ټولو کې د جوړښت معيار ډېر لوړ ساتل شوی دی چې لوی تالار، لوړه ګومبد او محرابي دروازې يې سنګين او ښکلې جوړولې.
د دې ټول ښايست سره هم د بهلول لودي قبر د ډېلي په يو بل سر کې ناڅرګند حال کې پاتی دی. يو وخت د ده ته تلونکې لويه لاره اوس په کورونو پټه ده او قبر د تلو لپاره مو د نصير الدين چراغ دېلي د منجاورو نه اجازه واخيسته.
د قبر چاپېره خلکو خزلې غورځولې وې او ماشومانو يې په لويو دېوالونو منډې وهلې.

Lodhi style
سترګو ليدلي په ۲۰۰۳ م ډېلي
د دلي درشن ويب پاڼې نه
صفيه حليم
د خپرېدو نېټه
۲۱ فروري ۲۰۱۴ م

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *