د شبرغان ښار نه که څوک مزار شريف ته په سړک راروان شي نو ۵ کلوميټر شمال ختيځ کې يوه وړه لاره څو غونډيو ته ورغلې ده.
لږ مزل نه وروستو ګس لاس ته يوه غونډۍ په سترگو کېږي چې درې ميټره لوړه او سل ميټره پلنه ده. هلته نورې داسې غونډۍ هم شته خو دا يوه يې په دې ځانگړې ده چې په ليدو کې څلور گوټيزه ښکاري.
هم دا ” طلا تپه” ده او په ۲۰۰۸ م کې کله چې د دې ليدو ته ورغلم نو ځنگلي بوټي پرې راټوکېدلي دي. دا ځاې يوه هديره وه او اوس هم د هديرې په څېر ښکاري. که د جوز جان ولايت د اطلاعاتو او کلتورمشرعظيم الله رحمان يار راسره مله نه وې نو د طلا تپې غونډۍ مو نشوې موندلې.
د ۱۹۷۷ م کې د روس يو لرغون پوهه “وکټور ساريانيديز” په دې سيمه کې يوه بله غونډۍ “يمشوک” پلټله خو پخوا له دې چې څه نتيجې ته رسيدلې وې، يوه ورځ د کلي خلکو ورته وويل چې هلته د يوې بلې تپې نه دوي کله نا کله د سرو زرو توکي پېدا کوي. دوي ورته ” طلا تپه” وايي. وکټورد افغان حکومت نه د دې بلې تپې د سپړدلو اجازه تر لاسه کړه او د دسمبر په مياشت کې يې دلته شپږ خونې رابرسيره کړې چې په هر يو کې د پورا مړي يو جسد پروت و. يوه بله خونه هم وه چې په هغې کې جسد نه و.
داسې ښکاريده چې دا ټول د يو ټبر خلک او ممکن د شاهي کورنۍ وگړي وو ځکه دا ټول د سروزرو د توکو سره خښ کړې شوي وو. د ساريانيدي په کيندنو دلته شل زره توکي وموندل شول چې دوه زره کاله پخواني د کوشان دوري نښې يې څرګندولې. په دې کې د ځناورو او څاروو بوتان، ګاڼې او سيکې وې چې تر ۱۹۷۸ م ټول د افغانستان د لرغونو توکو په توګه ثبت شول چې په يشتمې پېړۍ کې د باختري سره زر په نوم وپېژندل شول .
په دې قبرونو کې د مړو د کفن ټوکر په دوو زرو کالو کې وراسته شوي دي خو په هغه ټوکر لگيدلی د سرو زو وړې وړې ټوټې چې په تار گنډل شوي وو هم هغسې پاتې وو. د سرو زرو داټوتې ډېر په هنر جوړې شوي دي چې ځينو يې د سابېريا، هند او يوناني جوړښت لرلو. خو نورو د باختر ځايي تمدن او دودونه ښکاره کول. په يو قبر کې د اس کپرۍ وموندل شوه، د ځوانې ښځې په خله کې د سپينو يوه سکه وه چې د کوشاني دورې يو دود يې ښکاره کوو. مړي سره به يې د بلې دنيا د لارې ګمرک لپاره يوه سکه ايښودل کيده. د ټولو مړو په لاسونو، گوتو او پښو او سرونو د سرو زرو گاڼې له دې سر بېره وې. د يو مړي په پښو کې د سرو زرو څپلۍ هم وې. د سرو زرو نور سوغاتونه هم ورسره وو چې خپل تشريح يې لرلو.
يوه وړه ونه چې ورسره ملغلري د مېوې په شکل ځوړند دي. تال يا پتنوس چې ورباندې د نارنج ټوټې کنده شوي وو او يوناني ژبه ليکل شوې وه . د قيمتي کاڼو اميلونه، کړې، والۍ، کمر بندونه ، د زمري او د غرسه مجسمې، د تورې تېکې او تاج يې داسې و چې ټوټې يې بېلې بېلې وې.
وکټور د دې خزانې په موندلو ډېر خوشاله او د هر يو توکي عکس يې واخيستو او دوي ته يې نومرې ورکړې.
ښاغلي رحمانيار راته ووئيل چې دی هغه وخت محصل و او د پوهنځي له خوا د دې ليدو ته راغلې و. وايي چې هغه وخت مړي د سرو زرو د توکو سره هم هلته د نندارې لپاره پراته وو. تر څو چې دا ټوله خزانه د کابل ميوزيم ته وړل کيده، هلته پوځ څارنه کوله.
د وروستي ځل لپاره باختري سره زر په ۱۹۸۹ م کې ډاکټر نجيب الله د بهرنيو ملکونو ډپلوماټانو ته ورښکاره کړه چې وښايي، روسي پوځ د وتلو پر وخت دا له ځانه سره نه وه وړې. خو د هغې نه وروسته دا خزانه بې درکه شو.
راتلونکې لس کاله به کله نا کله داسې گنگوسې شوې چې په افغانستان کې جگړه مارو ډلو د نورې وسلې د پلورلو لپاره دا خزانه خرڅه کړه . په ۲۰۰۲ م کې د طالبانو د حکومت د نسکوريدو نه وروستو يو وارې بيا د دې خزانې پوښتنه وشوه.
په ۲۰۰۲ م کې د اگست په مياشت کې د کابل د ارگ په تکاوي کې د افغانستان بانک د يوې خوندي کوټې نه دا خزانه وموندل شوه چې د ټيم په لسو صندوقونو کې بنده وه. د دې ځينې توکي د ۲۰۰۵ م کې د افغانستان د حکومت مشرانو او مېلمنو د ليدلو نه وروستو د يو ګرځنده نندارتون کې د
نړۍ څو ملکونو کې ښودل شوې ده.
د طلا تپې دا ښکلي توکي مې د لندن به نندارتون کې وليدل خو په دوي تر اوسه سمې څېړنې نه دي شوي. په شبرغان کې مې د ښاغلي رحمانيار نه پوښتنه وکړه چې هغه شپږ مړي يې څه کړل خو ده ته هم څرګنده نه وه.
که۳په يو بل ملک کې داسې توکي موندل شوې واې نو دوي به د مړو د هډوکو ډي-اېن- اې ارو مرو اخيستو چې دا څومره پخواني او د کوم نسل خلک وو. پکار وه چې حکومت طلا تپه خوندي کړې واې ځکه اوس هم د شاو خوا د کليو بانډو خلک هلته ورځي او د نورو سرو زرو په لټون پکې سوري کوي.
مننه. ډیره له معلوماتو ډکه لیکنه مو کړی. ستاسی دا ویبپاڼه واقعأ د ستایلو ده. ډیر په زړه پوری مطالب پکس راټول وی. هیله کوم چی په ائنده کی هم داسی مهم او په زړه پوری مطالب خپلو وطنوالو ته وړاندی کړی.