باد- بادګير او ژرندې

Mill
هر کال د جون د مياشتې نه د ستمبر تر پاې د پخواني ختيځ سيستان او خراسان سيمې يو باد په مخ واخلي چې د غبرګولي د لومړۍ نېټې نه د وږي د مياشتې پاې کېږي.
د زمکې په کره باد د زيات فشار نه کم فشار ته حرکت کوي او د ۱۲۰ ورځو باد ( باد صد و بيست روز) د کېسپين له بهيرې هغه وخت راوالوځي چې هلته پرې فشار زيات شي. دا باد د شمال لوري نه راځي او له دې کبله په زړه پښتو کې د شمال مانا باد وي.
دا باد د ترکمانستان نه تېرېږي او تر ټولو په سر کې بادغيس پرې زپل کېږي. د بادغيس نوم له دې بادونو اخيستل شویدی چې اصل يې بادکيز و ياني هغه سيمه چې هوا پکې لوړ ځي.
ورپسې هرات، فراه او نيمروز پورې ورځي چې هلته تر ستمبر د دي بادونو زور لږ شي او خلک يې باد ميزاني په نوم يادوي چې پکې مېوه پخېږي.
دا بادونه د ايران د مشهد، زاهدان، برجند او د پاکستان د جنوب دشتې پورې ورځي، شپه او ورځ وي خو کله د يو ساعت لپاره بند شي. يو وخت د سيستان سړي او په تېره بيا کروند ګر به په دې پېژندل کيده چې د بادو له کبله د سترګو باڼه به يې نه و. د څاروو سترګې به ړندې او مېوه دارې ونې به يې تشې کړې. خو انسان د دې افتونو د حل لارې هم ويستلې او سرکشه هوا يې قابو کړه.
په لومړي سر کې د کور د يخولو لپاره ترې کار واخيستل شو او باد ګير يې جوړ کړل. د کورونو په شمال کې يو ميټر لوړه مناره د چت د پاسه په يو ګوټ کې جوړېږي چې درې خواوې يې بندې او څلورم يې ( شمال لوري ته) خلاص وي. دا باد ګير وي چې بيخ يې هم پرانستې وي او باد د دې لارې نه ښکته ځي او کور ورباندې يخېږي.
د وخت په تيرېدو کله چې په کورونو کې د کړکيو جوړولو رواج پېدا شو نو د هغوي مخې ته به يې ازغي يا د پروړو جالۍ چې خس نوميده، لګولې وي او د يو وړوکي پايپ نه ورباندې اوبه څڅيدې چې کوټې ته به يې يخه هوا وړله. يو وړوکې باد ګير شيش خان نوميدو او د افغانستان نه هند ته يې هم کډه وکړه. په ځينو ځايونو کې ترې اوس هم کار اخيستل کېږي.
عربان په لومړي ځل سيستان ته په ورتلو بادي ژرندو ته ګوته په خله شول. په ۳۳۶ هجري ( ۹۴۷ م) کې عرب تاريخ ليکونکي مسعودي پخپلو ليکنو کې د داسې ژرندو زکر وکړو چې ملقف ونومول شو او ښايي وروستو د خليج په هېوادونو کې يې رواج کړل.
Windmill
بادي ژرندې ( اسياب بادي) درې ډوله جوړيدل، يو هغه چې د هرې خوا نه باد راکاږي. بل هغه چې د يوې خوا نه او درېم هغه چې د دوو خواو نه باد ورته راتلو. د ژرندې د جوړولو لپاره د پېسو نه زيات وخت ته اړتيا وه ځکه هغه وخت خلک ډېر نه و او د يوې ژرندې د جوړولو لپاره انساني توان پکار و.
د يوې سيمې کروند ګر به راټول شول او هر چا به پکې خپله ونډه لرله او د ژمي په وتلو به يې ورباندې کار پېل کړو. د مشهد او برجند کې به يې دوه يا درې ګومبدي کوټې جوړولې او ورسره څلورو دېوالونو کې د ژرندې بن سټ ايښودو. د جنوب خوا ته دېوال به يې د چټ د پاسه پينځه نيم ميټر نور لوړ جوړوو چې ورسره به ښکته تلو لپاره پوڼۍ وې. يو ټونل چې دوي به ورته درباد وئيل د شمالي دېوال د بېخ نه تر دروازې پورې وتلې و.
د ژرندې ترټولو ګرانه برخه د مېچن دوه تيږې وې او يوه تيږه به ۱۵۰ سينتي ميټر پلنه وه خو يواځې پاسنۍ به ګرځيده. دا تيږه به د نږدې غرونو نه راوړل کيده او کلي کې به يې په توږلو ورته ګول شکل ورکاو.
بل هغه د ونې چار تراش و چې پکه به ورسره تړلې وه. د دې ښکته سر به يې د ګول تيږې په منځ کې ټک وهلو او د بره سر کې به ورسره وزرې وې. دې ته به يې چرخ و پر وئيل.
هغه چار تراش پخپل ځاې ټينګولو لپاره به يو دوه ميټره اوږد تير په دواړو دېوالونو ټينګ کېښودل شو. د اتو يا نهو او کله څوارلسو لرګينو تختو نه به يې پکه جوړه کړه چې پر يا وزرې نوميدې. زيات وخت به د وزرې د زالغوزي د لرګي نه جوړيدلې چې نرمه او سپکه وه. کله به يې د نېچو (نې) نه هم جوړول.
د دواړو تيږو لاندې د لرګي د قيف شکل ۴۰ سينتي ميټر لوړه د لرګي نه به جوړه کاسه وه چې د لرګي په يوې ستنې به يې کلک کړې و. په دې کې به اوړه راټوليدل او په زمکې کې دومره کلک و چې چرخ و پر به يې تينګ کړې و.
د پکي ټول څرخ ۳ ميټر پلن و او يو وخت کې به يوه وزره چې ۸۵ سينتي ميټر اوږده وه بادو ته خلاصېده. د ژرندې بره برخه درګاه بالا نوميده.
په ژرندې کې د اوسپنې جوړ دوه توکي و، يو هغه مېخ چې د ژرندې به بېخ کې به يې لوې تير ټينګ کړی و. بل د دوو تيږو په منح کې غټه د اوسپنې ډنډه چې دوي به ورته توبره وئيل. دا دواړه به د کلي لوهار يا اهنګر جوړ کړي و.
خو د بادو سه يوه ستونزه دا وه چې کاواکه به شو او زور به يې دومره زيات شو چې پکي به يې ماتول. د دې د مخ نيوي لپاره د نېچو جوړه يوه پرده به يې شمال لوري ته نږدې ټينګه کړې وه. کله چې د بادو زور به زيات شو نو هغه به يې د پکي مخې راښکله. دا پرده به د ناجو او د سپېد دار د لرګي نه جوړيده.
کله چې ژرنده جوړه شوه نو ونډه والو به د خپلو اړتياو په حساب د دې د کارولو حق واخيستو. د دوي نه چې کوم وخت پاتې کيدو نو هغه به يې به نورو خلکو خرڅولو او دا ګټه به د ژرندې جوړونکو خپلو کې وېشله.
د هر چا نه به يې د دانو شلمه برخه اخيسته نو که چا شل منه غنم اوړه کول نو ۱ من به يې ژرنده والو ته ورکول. هم دغسې د ژرندې د ګرځولو لپاره به هر چا پخپل نوبت لاس کاو. مانا دا چې ټولو ونډه والو به ژرنده ګرځولې شوه خو وروسته بيا دا د يو کس کار شو چې بل څه به يې نشو کولې. د وخت په تيرېدو ژرنده ګړی هم يو کسبګر به توګه وپېژندل شو.
windmill_areva

د ژرندې پل په يو مينټ ( دقيقې) کې ۳۰ وارې څرخ خوړلو چې په يوه ورځ کې به يې ۳۰۰ کلوګرام دانې اوړه کولې.
په څلورو مياشتو کې بادي ژرندې به شپه او ورځ ګرځيدې او بيا نور ټول کال به بندې وې. هم دا وه چې د دوي په جوړولو کې به چا ډېر مهارت نه ښودلو. بيا د سپرلي د پيل نه به ژرنده ګړو هغه زړه لرګينه کاسه بدله کړه، اوسپنه به يې غوړه کړه او چت به يې په خټو ليو وکړو.
په ځينو سيمو کې غبرګې ژرندې به ډېرې ښکلې جوړې شوې وې چې د شمال مخ ته يې محرابي دروازې وې او د پاسه به يې دېوال خېژولې و چې ډېر باد به يې راټولوو.
په هرات کې به زيات وخت يوه ژرنده جوړيده خو په غوريانو کې ۱۴ ژرندې په يوه ليکه کې جوړې شوې وې چې يوه لويه او بله ورسره وړه وه. د دې هدف به دا و چې د يو دېوال د جوړښت نه زيات کار واخيستل شي.
په هرات کې د اوومې ميلادي پېړۍ يوه لرغونې بادي ژرنده د نامتو شاعر مولانا جامي د مزار سره نږدې پاتې وه چې په ۱۹۶۰ م کې اروپايي سېلانيانو هم وليده.
د افغانستان وروستي بادي ژرندې په ۱۹۷۷ م کې په غوريانو کې وليدل شوې او به اړه يې يو اروپاي، کې. فردينانډ ليکنې وکړې او عکسونه يې واخيستل. له هغې وروستو دا ونړول شوې.
په مشهد او نې ښارونو کې پخوانۍ بادي ژرندې اوس هم د يوې تاريخي نښې به توګه ساتل شوي دي. په دوبۍ او کوېت کې د نوي ودانيو سره د خس د پخواني جوړښت کوټې جوړېږي چې خلک پکې د کېناستو لپاره پېسې ورکوي.
د افغانستان د فراه ولايت په انار دره کي د بادي ژرندو پاتي شوني اوس د نړېدو په حال دي.

Wind_Tower
سرچينې

۱. په لوېديځ افغانستان کې افقي باد ژرندې. کې. فرنانډز، ۱۹۷۷ م مضمون. د ويبپانې نه.
۲. د افغانستان د شمال لوېديځ سرحد ته د سفر حال، سي، اېم مېکګرېګر. لندن ۱۸۷۹ م – ۲۴۳ مخ
صفيه حليم
د خپرېدو نېټه
۲ مارچ ۲۰۱۴ م

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *