د پيښور نه سوات ته په لاره د “راجا ګيرا” نامتو کلا د اوډيګرام او د چاپېره سيمو مرکز و. د سوات پخوانې نوم “اوډيانه” له اوډيګرام اخيستل شوی دی، چې مانا يې سمسورباغ و.
د لسمې ميلادي پېړۍ په وروستيو کې د غزني سلطان محمود پر هند خپل بريدونه پېل کړل. د اباسين پر غاړه د صوابۍ د لاهور، هنډ او د باجوړ د سيمو والي د ده يو مرئې اياز و. خو په سوات د غزنوي حملې په اړه يو تاريخ هم څه نه دي وئيلي.
دا امکان شته چې د هغه يو پوځي سالار ورته لښکر اوړی وي. ځاې خلکو باور دی چې هغه سالار پير خوشال نوميدو. دلته څو رومانوي داستانونه يې جوړ کړي دي. يو ده چې د راجا لور منجا دېوي د افغان لښکرو سره مرسته وکړه ځکه د يو پوځي په مينه کې ګرفتاره شوه. نور باور کوي چې په پير خوشال مئينه شوې وه او هغه ته يې د کلا ته د راننوتلو لاره ښودلې وه. وروسته يې د هغه سره واده وکړو.
پخپله د بير خوشال په اړه چه معلومات نشته چې څوک و. ځينې وايي چې دی د جنګ نه وروستو کوهستان ته ولاړو. بل وايي چې قبر يې د ګيرا د کلا نه ښکته هديره کې جوړ دی. يو بل ځاې راغلي دي چې هغه به جنګ کې ووژل شو. که داسې وه نو ولې تر اوسه ورته خلک غازي بابا وايي؟
د اوديګرام کلي د غره په سر د راجا ګيرا کلا دومره پياوړې جوړه وه چې نن هم د دې کنډوالې ولاړې دي. په ۱۹۵۰ م کې د اطاليې د لرغون پوهانو يوې دلې دلته پلټنې وکړې او د برهمني او بوداي نښې يې را برسېره کړې خو د دې نه علاوه پکې څه نه و.
تر شلو کالو په سوات کې د بېلا بيلو لرغونو ځايونو پلټنې وشوې، ميوزيم جوړ شو او د راجه ګيرا کلا له خلکو هېره شوه. به ۱۹۸۵ م کې دا ځاې بيا وپلټل شو چې پکې د اسلامي دورې توکي يې وموندل.
د سوات د ميوزيم مشر ډاکټر نذير احمد خان وايي چې يوه ورځ دی د کلا په دېوال ناست و چې مخامخ يې يوه طاقچه وليده. هغه ته دا بې ځايه ښکاريده او د دېوال سره پر زمکه پرېوتي تيږې يې په لاس ليرې کړل نو د يو جومات پورا محراب پکې راڅرګند شو. دی ښکته د اوديګرام کلي کې خپل ملګري ليدو ته ولاړو نو هغه ورته وويل چې څو ورځې وړاندې يو کلي وال يو ډبره موندلې وه.
هغه سړي نه يې د مرمرو ډبره واخيسته چې ۳۴ ضرب ۳۶ سېنتي ميټر پلنه او د ۶ نه تر ۶ نيمو سينټي ميټر پرېړ (غټ) وه. په دې شپږ ليکې د عربي په نسخ ليکدود کې ليکل شوي دي او اعرابونه ( زور- زېر) لري. ليکنه داسې وه،
بسم الله الرحمن الرحيم: أمرالأمير الحاجب أبو منصور نوشتگين الخيري أدام الله توفيقه بنا[ء] هذا المسجد والباوب [البوابة] ستة اربعين واربع مائة؛ تقبل الله منه وشكر سعيه.
ژباړه
د بخښونکې او رحم کوونکي الله په نوم ، امير حاجب ابو منصور نوشتګين ته د دې جومات او د دروازو د جوړولو حکم ورکړې شو. ۴۴۶ کال. د هغه له خوا دا ستايل شوې کار دی او خداې دې قبول کړي.
هغه مرمرينه ډبره د راجا ګيرا د وخت وه، ځکه د برسنډې ګل ورباندې جوړ دی. مسلمانانو دا په اوډي ګرام کې يو هنر مند ته ورکړه چې کنده يې کړې. هغه چا چې دا جملې ورته ليکلي و، ښايي پخپله عرب نه و او يا د عربي ژبې د ګرامر نه خبر نه و او د بواب ( دروازو) لپاره يې الباوب يې وليکل. نوشتگين په “گ” ليکل شوی دی چې فارسي کې کاريدو.
سته اربعين د ۴۴۶ هجري کال د ۱۰۵۴ م يا ۱۰۵۵ م سره سمون خوري چې دا د جومات د جوړيدو نښه وه.
د سلطان محمود د مړينې ( ۱۰۳۰) نه وروستو د ده د زامنو محمد او مسعود تر منځ د واک جنګ پېل شو. په دويشتو کالو کې اوو باچاهان راغلل او ولاړل. محمد، مودود، ابراهيم، علي، عبد الرشيد، طغرل، فرخ زاد او ورپسې نور.
د اوډيګرام جومات د فرخ زاد ( جمال الدوله) په وخت کې جوړ شو چې د ۱۰۵۳ م نه تر ۱۰۵۹ م واکمن و. دی د لومړي مسعود زوې او د سلطان محمود نمسې و.
په ډبر ليک د نوشتګين يا انوشتګين د “حاجب” لقب لري چې د والي يا د حاکم مانا ورکوي لپاره. ده ته د الامير خطاب هم شوی دی چې د پوځ د سالار يا د کوماندان عهده وه.
تګين د ترکي ژبې شهزاده مانا ورکوي او د انوشتګين په نوم يو کس ۱۰۲۴ م کې د مصر د فاطمي خلفاو سالار و. د ده پورا نوم انوشتګين ال ديزبيري و. کله چې په سوريې کې د اسلامي خلافت پر ضد بغاوت ووشو نو انوشتګين د باغيانو سره د جنګ لپاره ورواستول شو.
تر ۱۰۲۹ م انوشتګين دومره ځواکمن شو چې د ترکي د بازنطيني واکمنو نه واخلې، تر مرکزي اېشيا د ترکانو او ان چې د ډېلي د واکمنو سره يې سياسي اړيکې وساتلې. ښايي انوشتګين د فرخ زاد له خوا د دي ټولې سيمې يو پېژندل شوې حاکم و
د اتيايمې په پلټنو کې د اوډيګرام تاريخي جومات رابرسېره شو نو د دې دېوالونه ۳۰ فټ لوړ وو، په منح کې د اوبو حوض و او يوې خوا ته يې د اودس ځايونه و چې د بد رفت انتظام هم پکې و. د جومات دېوالونه په اصل کې د يو بوداي سټوپا نښې څرګندوي او داسې ښکاري چې د کلا يوه برخه چې اوبه يې لرلې جومات شو.
د پاکستان حکومت د اطاليې سره په ۲۰۰۶ م کې يو تړون وکړو چې د سوات ځينې لرغونې سيمې به ورته جوړوي. د دوو ميلينو يورو د دې تړون لومړۍ پړاو د دې جومات رغول دي. ستونزه دا ده چې د سيمې ټول لرغون پوهان او خلک دې ته د سلطان محمود غزنوي جومات وايي.
سرچينې
۱ . د ايکسپرېس ټرېبيون خبر- ۳ مارچ ۲۰۱۱ م.
۲ . ګل ورينې څوکې،محمد پروېش شاهين. شعيب سنز اوديانه بازار منګوره، سوات فروري ۱۹۸۹ م.
۳ . د صليبي جنګونو تاريخ، لومړي سل کاله. مارشل وي، بالډوين او کېنت، اېم سېټن. د ويسکونسين پوهنتون، ۱۹۵۵ م چاپ. ۹۱ مخ.
۴. د عدلي الهواري نه مننه چې د عربي ليک او لوست کې يې راسره مرسته وکړه.
صفيه حليم
د خپرېدو نېټه
مارچ پينځمه ۲۰۱۴ م