محرم -د هيلۍ مومند ليکنه

سهار مې راپور لیږلی او منتظره وم، خو اخر مبایل ته مې زنګ راغی. زموږ د پروګرام مشره وه، په بېړه یې روغبړ وکه او سم د لاسه یې راته وویل، ” ګلې راپور دی زما ډیر خوښ شو ځکه د اختر په ورځ مې خبرې برخی ته واخیسته.”
ما ورته وویلی: ولئ د ښځو خپرونې ته نه ؟ راغبرګه یې کړه د ښځو خپرونې ته مواد زښت ډیر شو نو ځکه مې خبری برخی ته واخیسته چې زحمت دی بې ځایه لاړ نه شي. خو ته داسې وکړه چې د ماشومانو غږ او بیګراونډ کې لږ د ښار غږ ورواچوه ځکه ډیر وچ دی.”
راپور مې د هغو غریبو ماشومانو او ښځو په اړه وه چې د لوی اختر په ورځ کور په کور ګرځي او غوښی ټولوي. ما پر چوکی سر کېښوده او په سوچ کې شوم چې بیا به له دفتر وځم او د ماشومانو غږ پسې به د ښار په کوڅو کې ګرځم. ګرمې هم ډیره وه نو ځکه یو څه راته کار سخت ښکاریده.
په همدې سوچ کې وم چې د دروازی خولی ته د څپلکو د ویستو غږ مې ترغوږو شو. ګورم چې ملګرې مې دفتر ته دننه شوه، هغې د یوې چاپې رسنۍ سره کارکوو او کله نا کله به زما ليدو ته راتله. خو دا ځل دفتر ته په کنځا او غورېدو راننوته، لکه د پسرلي موسم کې چې اسمان غوریږي.
زه ورته په خندا شوم او ومې ویل بیا څه شوي دي؟ دې هم له روغبړسره سم شروع وکړه. “مېلمنو ته اوبه ورکوئ او که نه” ما وویلې، “ولئ نه! ”
زموږ دفتر په یوه پلازه کې وه ، چې یوه کوټه مو کرایه کړی وه ځکه موږ درې کسه وو یوه رانه تلی وه او بل همکار مو د خبری برخې سره کار کوو. د کوټې دروازې څنګ کې مو یو پلاستیکې ترموز د یخو اوبونه ډک ایښی وه له هغې مې ورته اوبه راواخیستی. هغې ورته یو ډول وکتل نو زه پری پوهه شوم، هغه کرکجنه وه، د چا د لاس شې به يې نه خوړو. ومې خندل، “ګوره مه ! دا زما پیاله ده” سم د لاسه یې اوبه په سر راواړولی.
بیا یې وويل، ” دا موږ نجونی چې بهر د کار لپاره له کوره را وځو نو دا خلګ راته څه فکر کوی؟ موږ چرته خرابی نجونی یو، بی څوکه یو، کم عقلی یو، که نه د لیونو خیال کوی راته، او یا فکر کوی چې موږ له کوره د دوی د ساعت تیری لپاره راوځو.”
ما ورته وخندل ومې ویلی: ګوره ته خو ژورناليسټه یې، تکړه یې، پوه نجلی یې، ته څنګه د ټولو په اړه داسې قضاوت کوې.”
هغې له قهره ډکې سترګې لکه سرې مچۍ راواړولی، “که به درد اید په اه اید، زه یې مجبوره کړم چې کنځا وکړم او خلکو نه زړه تورې شم او ټول په یوه غشې وولم. ته خو پوهیږې چې دا یوه مېا شت یو کورنۍ ستونزه راته پیدا وه. د ستونزې د هوارې په موخه کوڅه په کوڅه، دفتر په دفتر ګرځیدم، چې یوڅه د حل لاره ورته پیدا کړم. په همدې کې له یوه بد بخته انسان سره مخ شوم چې ښه د خدای او د رسول د لارې نه خبر او په ټولنه کې څومره په درنښت یادیږي. ما پرې باور وکړ، د پلار پر ځای راته ښکاریده. یوه ورځ یې راته زنګ وواهه، او ویې ویل، رازه چې د یوه بورس زمېنه مې درته برابره کړی.
ماورته وویل د کوم ځای؟
هغه وویل: د امریکا!
زه هم خوشاله شوم چې لږ به مې پام بدل شي او هم به یو څه زده کړم. خو هر وخت به یې په یوه پلمه، په بله پلمه خپل دفتر ته غوښتم. اخیر نن یې راته وویلی ته راشه چې کاردی خلاصیږي. نو ورغلم.
راته یې وویلی :چې ستا کارخو نه کېږی.
ما وویل: ولی ؟هغه ویلی ځکه ته محرم ته اړتیا لری.
ما ورته وویلی : مولوی صیب، زه خو یو ورور لرم هغه په خپلو کارو بوخت دی، ماته بیکاره نه دی. بیا مې ورغبرګه کړه، دا ټوله دنیا چې امریکا ته ځي، ايا محرم سره ځي؟ زه خو سعودي ته نه ځم، امریکی ته ځم.
خبره يې هغه څه ځواب راکړ؟ وئيل يې، دلته مسئله بله ده. دې بورس ته زموږ د خپلې کميټې لخوا خلګ ټاکل کېږي نو په شرعیت کې ښځه د یواځی تګ اجازه نه لري.
ماورته وویلې: سمه ده چې داسې وي نو زه نه ځم ،هغه څوک بوځه چې محرم ولري.
د ده بوډا چال ته خو ګوره! پوهیږې، راته یې څه وویلی؟
راته یې وویل :رازه چې یوه بله مشوره درکړم که ته په ما باور وکړی.
ماورته وویلی: ولی نه صیب! زه په تا پوره باورلرم.
راته یې وویل: ښه نو رازه چې یو جعلی نکاح خط درته جوړکړم زه به ستا محرم شم، امریکا ته به چکر ووهو، کله چې بیرته راستانه شو، که خوښه دې وه نو بیا به نکاح خط له مېنځه وېسو او که نه نو …!
camera

1 Comment

Add a Comment
  1. کیسه مې ټوله ولوسته له ځانه سره په زړه کې ډیر خفه شوم چې هغه د الله د لارې خبر چې داسې فکر او سوچ ولري او داسې کړنې وکړي نو د یو بیسواده او جاهل نه څه ګیله پکار ده هغه خلک چې په ټولنه کې په ښه نوم مطرح دي او خلک پرې د یو ښه سړي ګمان کړي هغه داسې خیژي د انسانانو په جامه کې شیطانان الله دې دا زموږ ټولنه نور خلاصه کړي!!!!امین

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *