سنبل

sumbul
زه ډيره په مينه د دې پالنه کوم، کله چي يې را واخلم، نو زړه می له مينې ډک شي. يوه نشه غوندې احساس کړم.
دا به کله لوي شي؟
دغه پوښتنه پخپله ځوابوم، بس لږ وخت پاتې دی. زه کلېنډر گورم بيا بهر اسمان ته نظر کړم. هوا اوس هم سړه ده، اسمان له تورو وريځو ډک او باران اوري. سپرلي ته لا څو ورځې شته.
بيا زه د ژوند په کارونو بوخته شم. او يو ماښام …
د ” هياسينت ” وږمه زما د ټول وجود نه راتاو شي. زه پوهېږم چي هغه نازک بوټې چي ما د کړکۍ د شيشې سره جوخت ايښې و، پکی يو گلابي گل سر راپورته کړی دی او لکه د نوي زيږدلي ماشوم نړۍ ته گوري. ځينې خلک يې سنبل بولي او نور يې په نورو نومونو يادوي خو زما لپاره دا د سپرلي اعلان وي.

د خپرېدو نېټه
۹ مارچ ۲۰۱۴ م
صفيه حليم

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *