په پنجابي او اردو کې که څوک پوښتنه کوي چې ” قصور کس کا هې؟ نو بل کس ځواب ورکوي چې ” قصور پټان کا هې. ” په دې ژبو کې قصور غبرګه مانا لري چې يوه د ملامتيا او بله د پنجاب ښاروي. په دې کې شک نشته چې د مغلو په دوره کې قصور ښار خېشکو پښتنو اباد کړې او تر اوسه پکې برلاسي دي.
قصور د لاهور نه ۳۲ ميله جنوب لوېديځ کې د بياس سيند پر غاړه اباد دی. د شپاړسمې ميلادي پېړۍ په پېل کې کابل د مغل باچا بابر لاس ته ورغلو او په څو کالو کې ده خپل لښکر پياوړې کړو. هغه وخت د خېشکي قام جنګيالو د ارغستان (کندهار) نه ورته د پوځي خدمتونو لپاره ورغلل.
د خېشکو د جنګي ډلې مشر سليم خان ځمند(زمند) د بابر نه يو ليکلې فرمان اخيستې و چې د ډېلي د نيولو نه وروستو د هغه ښار د ماليې څلورمه برخه به د دوي وي. بيا ۱۵۲۶ م کې د پاني پت په مېدان کې د خېشکو اوو سوه ځوانان ووژل شول او بابر د لوديانو نه جنګ وګټلو.
د بابر د زوې همايون دوره لنډه وه او واک ترې سوريانو واخيستو. د اکبر باچا په وخت کې د خېشکو تمندار( يوه رتبه) په بنګال کې په جنګ اخته و. د اکبر د زوې د شهزاده سليم د زيږېدو په جشن کې دوي باچا ته حاضر نشول نو مغل واکمن په ډېلي کې د دوي نه زمکې واخيستې او دوي يې وشړل.
په ۱۵۸۰ م کې د اکبر سرکاري مورخ او مشاور ابو الفضل دوي ” شکر پور” ته وويستل چې قصور ته نږدې سيمه وه. د دې ځاې ناظم راجا راې سنګه، د ډاکوانو د لاسه په تنګ و. دا يوه منظمه ډله وه چې د پنجاب د غرونو لکهي ځنګل کې به پټيدل. هغه د خېشکو مشر نظر بهادر خان نه مرسته وغوښته چې په “چونيا ” کي د ډاکوانو مشر پيرا بلوڅ ونيولو او ورته لاس تړلې يې راوستو.
راې سنګه اکبر باچا ته خبر ورکړو او هغه د ستلج او د راوي سيندونو تر منځ (دوابه) ټوله سيمه خېشکو ته د جاګير په توګه وسپارله. هغه وخت د دې سيمې عايد د کال څلوېښت لکه روپۍ و.
نواب نظر بهادر خان د خېشکو د اتمان زو د قام نه و او د هغه له وخته په قصور کې د کلا ګانو په جوړولو لاس پورې شو. د جهانګير او شاهجهان د وخت شمالي هند په هغو ټولو لويو جنګونو کې د ده نوم يادېږي. د نظر بهادر خېشکي د مړينې نه وروستو يې زامنو شمس الدين او قطب الدين ته د کانګړه، جوناګړ، سورت او ټهټه ( سند) د فوجدارۍ دنده ورکړې شوه. د چتور ګړ، حصار او د هانسي د کلاګانو په محاصره او جنګونو کې دوي لوې رول ولوبوو او په دې سيمو کې ورته جاګيرونه ورکړې شول. قطب الدين د بيجاپور او دکن په جنګونو کې د شاه جهان سره مله و. د دې ټبر ځينو نورو کسانو د شش هزاري او پنج هزاري منصبونه تر لاسه کړل او تل به د ډېلي باچا ته پت من و.
قصور د خپلو کلاګانو لپاره شهرت لرلو چې يو وخت يې شمېره ۳۶ وه. د هر يو نوم د دې د لومړي ابادونکي نوم دی چې ځينې خلک يې قصر او د قصور د نوم بن سټ ګڼي. کوټ غلام محمد خان، عثمان خان، حليم خان، رکن الدين خان، فتح دين خان، اعظم خان، بدرالدين خان، امير باز خان، مراد خان. کوټ پيران، نواب حسېن خان، کوټ بوډې خان، کوټ متي خان اوس په محلتونو اوختي دي.
په ۱۷۳۹ م کې کله چې نادر شاه افشار هند ته لښکر يوړو نو د قصور په ” تهاره” کې نواب شهداد خان د خپلو جنګيالو سره يې مخه ونيوله، ووژل شو او نادر شاه وړاندې ډېلي ته ولاړو.
د هندوستان روهيله پښتانه به د اسونو د تجارت په لاره قصور کې هم ايسارېدل او يو وخت د خېشکو سره په شخړه کې دا روهيله په لوې لاس ووژل شول. د پنجاب مغل والي صمد خان د قصور د پښتنو پر ضد يو لښکر جوړ کړو چې شمېره يې اوياو زرو ته رسيده.
په ۱۷۴۰ م کې دې لښکر په چونيا حمله وکړه چې سردار فاضل خان ترين پکې مېشت و. خېشکو لس زره جنګيالي راوويستل او ډېره په ميړانه يې د روهيلو مقابله وکړه. دوي نه يواځې دا جنګ وبايللو بلکه د دوي څو مخه ور سرداران ووژل شول چې نواب حسېن خان او قطب الدين خان هم پکې و.
په ۱۷۶۰ م کې د مرهټو سره د جنګ لپاره د خېشکو لښکر هم پاني پت ته ورسيدو چې مشر يې نواب ولي داد خان نوميدو. په دې جنګ کې د ميړانې له کبله احمد شاه دراني نواب ته د ” سيف الدوله” خطاب، د وياړ جامه ( خلعت) او يوه اصفهاني توره په انعام کې ورکړل.
د نواب ولي داد د مړينې نه وروستو سيکانو په ۱۷۶۴ م کې په قصور حمله وکړه او دا ښار يې وسېزلو. په دې کې په زرګونو په لاس ليکل شوي کتابونه خاوري ايرې شول. هغه وخت ډېرو پښتنو د پنجاب نورو سيمو لکه ممډوټ، جهلم او د اباسين د څنډو کليو ته پناه يوړه .
د ولي داد خان زوې سردار شهبازخان د خپل قام خواره واره جنګيالي راټول کړل او د ملتان د نواب مظفر خان سدوزي نه يې مرسته وغوښته. خو هغه پخپله د سکانو د حملو سره مخ و. شهباز خان د دفاعي جنګ پر ځاې د سيکانو په کليو حملې پېل کړې. هم هغسې چې سيکانو کول، د ده جنګيالو ورته کلي لوټ کړل او د دوي يو نامتو سردار هيرا سنګه يې ووژلو. سيکان په دې حملو وارخطا شول او د دوي مشر ګلاب سنګه قصور بېرته د افغانانو د جاګير په توګه ورته وسپارلو.
کله چې شاه زمان په هند د حملې لپاره لاهور ته ورسيدو نو شهباز خان سره يې وليدل او هغه ته يې يو خلعت ورکړو. کله چې رنجيت سنګه د افغان باچا له خوا د لاهور حاکم وټاکل شو نو شهباز خان د ګلاب سنګه ملګرې و. رنجيت سنګه په دې ناراضه و چې شهباز خان د ده پر ضد خلک راهڅول. دا خبره يې ورته بانه کړه او په ۱۷۰۸ م کې يې د قصور ټولې زمکې ضبط کړې.
په دې حالاتو کې شهباز خان د انګرېزانو پوځ سره ملا وتړله. رنجيت سنګه اندېښمن شو او څو کلي يې بېرته ورکړل خو د سرو زرو او د مال په شکولو کې هغه د هر ډول چل نه کار اخيستو. يو وخت د قصور سردارانو ته يې پېغام واستوو چې که ده ته ښه اسونه ورکړي نو خپل جاګيرونه به بېرته واخلي. د قصور سردارانو په يو مخه ورته انکار وکړو او رنجيت د سزا په توګه ترېنه هغه زمکې بېرته واخيستې چې څه موده وړاندې يې ورکړې وې. د شهباز خان د مړينې نه وروستو رنجيت سنګهه د ده زوې قمر الدين خان ته خلعت ورکړو او د احمد شاه ابدالي هغه اصفهاني توره يې ترې واخيسته.
د قمر الدين دوه زامن د رنجيت سنګه د زوې نونهال سنګه په پوځ کې شامل شول او څه موده د دوي لپاره جنګيدل. کله چې انګرېزانو په پنجاب کې د سيکانو پوځ پخپل لاس کې واخيستو نو د قصور ټول جنګيالي په هيړه د دې پوځ برخه شول. سردار واصل خان، د ده تربور سردار جانباز خان او داسې نورو د انګرېز لپاره جنګيدل. په هند کې د ۱۸۵۷ م د خپلواکۍ په پاڅون کې هم دوي لوې رول ولوبوو. د انګرېز د پوځ نه علاوه، د پنجاب د پوليسو، انتظامې او قضاي شعبو کې هم دغه پښتانه وړاندې و.
په قصور کې نور قامونه هم مېشت دي، لکه دولت زي، حسن زي، اتمان زي، شموزي، متوزي، اکازي، عيسا زي او داسې نور. خو څرګنده نه ده چې دا د خېشکو د ټبر واړه خېلونه دي او که نا؟
په ۲۰۰۸ م کې زه په قصور کې د خان بهادر شهباز خان ټبر ليدو ته ورغلم. د ده زوې سلطان علي بهلول خان راته هر کلې وکړو او هغه پخوانۍ کلا يې راته وښودله چې اوس په پينځو وروڼو وېشلې ده. د ده مشر ورور د نيکونو پاتې زرګونو کتابونو او د اسنادو زېرمه لري چې هر يو ته يې پخپل لاس پوښ ورکړی دی. د دې کتابونو کېټلاګ په ۲۵ زرو دوسيو کې ځاېږي. د کتابونو زېرمه په داسې حال کې ساتل شوې ده چې څوک يې ليدې نشي. زما د پوښتنې په ځواب کې يې نمسي وويل چې دوي د هند سره په پله پراته دي اوڅو وارې وړاندې هم دوي د تېښتې په حال دا کتابونه يو ځاې او بل ځاې وړي و. خبر نه دي چې چه وخت به بيا کډه وکړي نو ځکه دا ټول کتابونه يې په صندوقونو کې پراته دي.
بهلول خان وويل چې زمونږ نيکه هغه وخت هم چې نورو خلکو به ټوپکې کارولې، د تورو سره جنګ کاو. د قصور د پښتنو په هره حجره کې يو کوهې (څاه) ضرور وي. د دې کوهيانو پر غاړه به يې د غشو د ويشتلو مقابلې کولې. د دوي يو مشر چې محمد نواز خان نوميدو د خپل واده په ورځ د غشي ويشتلو مقابلې ته وروغوښتل شو. ده د مور نه اجازه وغوښته نو هغې ورله اجازه ورکړه. د بهلول وراره فتح باز خان راته د خپلو مشرانو توره او خنجر وښودل چې اوس هم ډېر په ښه حال ساتل شوي و.
د دې پښتنو کورونو ته د د ټبر نه بهر د دولسو کالو نه د زيات عمر ماشوم دننه نشي ورتلې. د دوي په ټبر کې د قران حافظان ډېر دي. د واده لپاره دوي تل بله پښتني کورنۍ لټوي او د شيرواني ټبر کې د دوي زياتې خېښۍ کېږي. د قصور پښتانه د پاکستان په سياست کې پورا فعاله ونډه اخلي او د بهلول خان ټبر د مسلم ليګ ګوند سره ولاړ وي. دلته زيات پښتانه اوس د خپلو نومونو سره قصوري ليکي.
سرچينې
۱. آين اکبري، علامه ابوالفضل، اردو ژباړه مولوي محمد فدا علي صاحب طالب. سنګ ميل خپرونې اردو بازار لاهور.۲۰۰۷ م چاپ. ۱۰۴۲ مخ.
۲. تذکره روساې پنجاب ( پنجاب چيف) سر ليپل ايچ ګرفين-کرنل ميسی. اردو ژباړه سيد نوازش علی. جلد اول. سنګ ميل خپرونې ۲۰۰۲ م . ۶۲۴ نه تر ۶۳۶ مخ.
۳. په قصور کې د خان بهادر شهباز خان خېشکي د ټبر مرکې.
د خپرېدو نېټه
۱۰ مارچ ۲۰۱۴ م
صفيه حليم
بلکل همداسی ده په قصور کی د ټولو خکلۍ ځایی په کی د پاک او هند سرحد دې
څو ورځي مخکی خپل د قصور پښتانه دوستانو کره تللی ووم ټول رسمونه یی زمونګ په شان وو او ستر پرده کی هم کلک دي
ډیر په زړه پوری معلومات
مننه
تاسو په حپله لیکنه د کتابونو ذکر کړی دی که چېری ددي کورنی په واک کې دا کتابونه ولوستل شی نو د پښتونو د تاریخ یو بل پټ لوري به ترې راڅرګند شی
انجنیر الفت شهاب مومند
ډېر اعلَی خوندور معلومات دي
گرانی.دیر حه وه.زه د پشتو کیبورد نلرم. په دی هیله چی زمونز گرانه وخگه پشتو پیشرفت وکری په ادبیات وعلم کی.مننه
ډیره ښکلی مطلب دی، خو تاسو د هغو کتابونو ذکر ندی کړی چې په کومه ژبه او په کومه برخه کې لیکل شوي؟
دغو خلکو راته یوه کوټه وښودله چی ډیر کتابونه یې لرل- خو کټلاګ یې ښکاره نه کړو-
Laga sirena noora ghwari nu bayid chi da pokhtoon qaam yaw bal zalanda baab sargand Shi