د کابل نه مزار ته په لاره د پل خمري نه په ۱۰ ميل په فاصله يوه ځاې د سورکوتل غونډۍ د کافر کلا په نوم شهرت لرلو. په ۱۹۵۱ م په سر کې د قطغن والي اسماعيل خان د عمومي سړک نه د غونډۍ په ختيځ کې د يو سړک جوړولو تابيا وکړه. کله چې د نوي سړک د جوړولو لپاره کنستون پېل شو نو هلته لوې لوې تيږې وموندل شوې چې د يوې ودانۍ نښې يې څرګندولې. د سړک د جوړولو کار وځنډېدو او د دې تيږو عکسونه واخيستل شول.
د ستمبر په مياشت کې يو الماني لرغون پوهه شلومبرگر ته دا عکسونه ورواستول شول چې څه موده وړاندې يې په افغانستان کې پلټنې کړې وې. هغه د عکسونو په ليدو سمدلاسه پوهه شو چې دا د لرغونو ستنو د بېخ ډبرې وې. يوه سروې وشوه نو ورته جوته شوه چې په هغې ټولې غونډۍ يو عبادت ځاې جوړ و چې شا و خوا دوه زره کاله پخوانی ښکاريدو.
بل کال د اپرېل په مياشت کې د لرغون پوهانو ډلو دلته منظم کار پېل کړو. د کنستون په هر پړاو کې يو نوې ځاې رابرسېره کيدو. دا ټوله ودانۍ په مضبوطو ډبرو ولاړه وه او دېوالونه يې د کچه خښتو وو او د پياوړتيا لپاره پکې د لرگي تختې کارول شوې وې.
د معبد مرکزي ودانۍ د خښتو جوړ يوه لويه چونتره (پليټ فارم) وه. چاپېره ترې په لږه فاصله د ډبرو ستنې ولاړې وې. دا په اوږد والي کې ډېر لوې نه و خو پلن والې يې زيات و. په منځ کې يې يوه لويه کوټه وه چې دريو خواو ته يې دالان را تاو و. لکه د کليو ساده جوړښت و.
د دالان درې دروازې وې چې د منځ دروازې نه هغه لوې کوټې ته لاره وه. څنگ ته دوو دروازو يوې او بلې خوا دالانونو ته لاره کوله. د کوټې په منځ کې د چوترې شا ته په دې د ورختلو لپاره درې پوڼۍ جوړې وې. د کوټې دېوالونه په يو ډول پلستر پوښل شوې وو. دلته په دوه نيم ميټره لوې ډبرې يوه انساني وجود جوړ و چې څټ يې نه
و. د ودانۍ په ښکته برخه د دېوالونو په بېخ کې د اوو ستنو د ودرلو لپاره ډبرې پرتې وې.
عبادت ځاې ته بره ختلو لپاره بايد يوه لاره واې. که دا ودانۍ يوعبادت ځاې و نو بيا چاپېره بايد د دې انگڼ يا غولې وې او دننه دالانونه سپېڅلې يا ممنوعه ځاې وی چې يواځې باچا، لوې ملا يا راهب ورته تلې شو.
پورا يو کال د دې انگن او د دېوالونو د رابرسېره کولو کار روان و. د ۱۹۵۳ م په پاې کې د سرخ کوتل د کنډوالو نه د هغې ټولې ودانۍ يوه نقشه رابرسېره شوه. د بهر نه دا عبادت ځاې لکه د يوې کلا ښکاريده چې پکې بورجلونه او تنگې لارې وې. خو بهرني دېوالونه يې دومره پلن جوړ وو چې انسان پرې گرځيدې شو او د دېوالونو په څلورو گوټونو کې ورباندې د ختلو لپاره پوڼۍ جوړې وې. دا ټول د يوې دفاعي کلا نښې وې. خو دننه دا ودانۍ لکه د يوې اطالوي ماڼۍ ښکاريده چې چاپېره ترې برنډې تاو وې. د هرې برنډې په دېوال طاقچې جوړې وې چې ښکته مات کودړې ډېرۍ شوي وو. دا هغه د ګچو د ماتو مجسمو نه پاتې او يو وخت په ټولو طاقچو کې ايښې وې چې ورباندې شوخ رنگونه وهل شوي وو.
د ۱۹۵۳ م په پاې کې د دې ځاې يو پورا انځور څرگند شو چې دا يوه کلا يا هغه ماڼۍ وه چې د ښار په مرکز کې جوړ وي. شلومبرگر يو کال وروستو بيا سبړنې پېل کړې او ودانۍ نه ښکته د ختلو لاره يې وموندله چې د لوې دروازې مخ ته پوڼۍ وې. دا لاره اوو ميټره پلنه خو ويجاړه وه او دواړو غاړو ته د ډبرې ښکلې دېوال پاتې و. د دې نه ښکته دوه نور پوړه هم هغسې جوړ شوي و او يو نه بل ته لاره وتلې وه. د ۱۹۵۴ په ژمې کې د ودانۍ مخې ته کنستون ووشو او څومره چې دوي ښکته ورکوزيدل، دا اندازه کيده چې هغه ټوله غونډۍ داسې توږل شوې وه چې بره لور ته يې لاره جوړوله.
په ۱۹۵۵ م کې دلته دريم وارې کنستون پېل شو او سړک ته تلونکې ښکته برخه يې وسپړدله. هلته څلورم پوړ پېدا شو چې هم هغسې ورباندې پوڼۍ جوړې وې او نيمه برخه يې د کابل نه مزار ته د تلونکي سړک لاندې پټه وه.
شلومبرگر باور نه لرلو چې د کتغن والي به د ده خواست ومني چې دوي د معبد د رابرسېره کولو لپاره هغه نوې سړک ماتول غواړي خو هغه ورله اجازه ورکړه. په ۱۹۵۶ کې هغه نوې سړک پرې شو او ورلاندې د څلورم پوړ بن سټ وموندل شو. دلته ۱۷ ښکلې پوڼۍ جوړې وې چې په ځينو ناڅرگندې نښې ښکاريدې. هغسې لکه چې په هند کې د شيوا اسطورې نښې وي.
دا پوړ د بره هغو دريو نه په دې توپير لرلو چې په دوو برخو کې وېشل شوې و چې يوه يې شمال او بله يې جنوب کې وه. هم دلته د هغې عبادت ځاې مخه ياني لويه دروازه هم جوړه وه.
په ۶ مې ۱۹۵۷ م کې دلته يو لوې ډبر ليک وموندل شو چې ورباندې يوناني توري ليکلې و او اوس يې مونږ د سرخ کوتل د ډبر ليک په نوم پېژنو. په بل کال دوي د سړک لاندې زينو مخه پاکه کړه چې يو لوې مېدان په څېر وه. په دې مېدان کې خښتې لگيدلې وې او هم هغسې ښکاريده لکه چې اوس څوک يو زيارت پراخ غولي ته ورننوځي.
د دې دهليز نه ښکته د اوبو د يوې ويالې نښې راښکاره شوې او لرغون پوهان پوهه شول چې عبادت ځاې ته تلونکو خلکو به دلته ځانونه وينځل او ځان به يې تازه کوو. د دوي په اند دا بايد د کنستون خاتمه واې ځکه دوي د معبد لومړي سر ته رسېدلي وو خو داسې ونشوه.
د ويالي نه ښکته چې کنستون ووشو نو پينځم پوړ رابرسېره شو چې هم هغسې پوڼۍ پرې جوړې وې. هلته د يوې بلې ودانۍ نښې يې وموندلې چې دېوالونه يې د لوېو تيږو نه جوړ وو. پکې د پنځوسو نه زيات داسې تيږې څرګندې شوې چې ځينو يې ليکنې لرلې. د دې وروستۍ پوړ نه ښکته د يو کوهي (څاه) نښې وې چې په اوسني شکل ياني گول دايرې په ډول کيندل شوې و. تر هغې د غونډۍ د سر د عبادت ځاې نه ښکته ۵۵ ميټر ژور کيندنې تر سره شوې وې.
اخر په ۱۹۵۹ م کې د سرخ کوتل کنستون پاې ته ورسيدو. خو تر هغې هم دوي د غونډۍ په بېخ کې وروستۍ گېلرې نه وه سپړدلې. بله دا چې د مخامخ دېوال دواړو غاړو ته ملبه نه وه راټوله شوې. د دې ځاې تاريخ دومره ساده نه و څومره چې دوي گڼله.
د يو بل ډبر ليک دوه ټوټې وموندل شوې او شلومبرگر باور لرلو چې دا ډبره په يو دېوال په اوږد والي خښه وه او ممکن نورې برخې يې هم پېدا شي. هغه دېوال ۷۲ ميټر پلن و او هم هغه د اصل عبادت ځاې مخه او د دې ته د ورتلو لويه دروازه وه چې په درېم پوړ کې وه. ښکته نور پوړونه بيا وروستو وختونو کې جوړ شوي وو.
د سرخ کوتل د ودانۍ د جوړيدو په لومړۍ مرحله کې دلته درې پوړونه جوړشول. په هر يو کې د ورختلو لپاره هم هغسې پرله پسې په دريو برخو کې پوڼۍ جوړې شوې چې څوک بره خېژي نو پکې دمه وکړي. دا ځاې يو وخت خوشې کړې شو او څه موده بې غوره پاتې کيدو نه وروستو يو کس بيا ترميم کړو او ښکته نور پوړونه يې ورزيات کړل. هغه کس خپل نوم په ډبر ليکونو کې په درېو بېلا بېلو ډولونو پريښې دی چې ” نوکون زوکو” لوستل کېږي. د ده له خوا په دې ځاې کې هغه پراخ مېدان او د اوبو کنال هم جوړ شول.
په درېم ځلې دا معبد بيا ترميم شو او هغه وخت پکې د اوبو کوهې جوړ شو. په درېمه دوره کې ډبر ليکونه چا ونړول او د يو نوي دېوال په جوړولو کې يې وکارول. هم هغه وخت د کوهي د جوړولو لپاره د اوبو کنال نه يې زمکه وشکوله.
د لرغون پوهانو لپاره دا معلومول څه گران کار نه و چې دا عبادت ځاې د چا له خوا او په کوم وخت کې جوړ شو. هلته د کوشان سلطنت د دوېم باچا کنشکا د وخت د برونزو سکې او داسې ډبرې وموندلې چې يوناني توري پرې ليکلې وو خو يوناني ژبه نه وه. د ډبرليکونو د لوستلو لپاره دوو ماهرانو ته کار وسپارل شو چې اې- مارچيک او ډبليو. بي. هېننگ نوميدل.
دا لومړې ځل و چې د کنشکا باچا په اړه يو څه معلومات تر لاسه شول. خو څرگنده نه وه چې دوي په دې عبادت ځاې کې کومه اسطوره نمانځله. د لوې کوټې په منځ کې چوترې ته درې پوڼۍ داسې جوړې وې لکه چې څوک (ملا) پرې د وعظ لپاره وخېژي. نو دا هڅ ووهل شو چې ممکن په هغه پلېټ فارم يو اورتون جوړ و.
په ۱۹۵۳ م کې دلته په نورو کيندنو کې د عبادت ځاې څنگ ته يوه بله څلور گوټيزه کوټه وموندل شوه چې چاپېره ترې دهليزونه(کوريډور) جوړ وو. د دې کوټې په منځ کې هم د خامو خښتو يوه چوتره او يو اور تون جوړ و چې په ګچو کې د يو مارغه انځور صفا ښکاريدو. د اورتون بره برخه ماته وه خو دننه پکې سوری جوړ و چې يوې ډډې ته د اور د لاسه تور ښکارېدو او سپينې ايرې يې هم لرلې.
شلومبرگر په دې باور و چې دا د زردشتيانو عبادت ځاې و خو نورو لرغون پوهانو ورسره اختلاف لرلو. هغه وړوکې معبد بې شکه د اورتون نښې لرلې خو دا ضرور نه وه چې په لوې معبد کې د چوترې د پاسه به هم اورتون جوړ و. د دوي په نظر هغه عبادت ځاې کنشکا د خپلو مشرانو په وياړ جوړ کړې و چې هغه وخت سپېڅلي گڼل کيده. مارچيک د هند په متهرا (متوره) ښار کې د کنشکا نورې مجسمې او عبادت ځايونه ليدلي وو چې بوداي دين د منلو نښې يې ورکولې. شلومبرگر په دې نظر و چې په دې معبد کې د کنشکا د نوم اور بلېدو، هم هغسې لکه چې په ايران کې له دې وروستو ساساني واکمنو د خپل نوم اور بل ساتلو.
د غونډۍ د سر جوړښت د افغانستان د تاريخ دريو دورو ته اشاره کوله. زيات پکې د کنشکا د وخت نښې وې. په دوېمه دوره کې دلته د جوړښت څو بدلونونه راغلل. بيا دا ځاې په سخت اور کې وسوځيدو او څه موده ويجاړ پروت و. ورپسې يو چا د دې د بيا جوړولو هڅه وکړه خو معمولې کار يې پکې وکړو. د غونډۍ په بېخ کې موندل شويو جوړښتونو هم دريو دورو ته اشاره کوله.
لرغون پوهانو پرې پورا باور لرلو هغه دا چې اصل عبادت ځاې د کنشکا په وخت کې جوړ شوې و. وروستو يو کس ” نوکون زوکو” دلته ترميم وکړو. خو دا په باور چا نشو وئيلې چې هغه سړي دا کار پخپله کړې و او که نا. بله دا چې هغو درېو پړاوونو پخپلو کې سره څه تړاو لرلو او که نا؟ په دويمې دورې کې د نوکون زوکو نوم ولې په درېو ځايونو کې ليکلې و؟ دليل يې څرگند نشو. يوه معمه دا وه چې د عبادت ځاې لپاره د پاکو او رڼو اوبو پخوانۍ وياله موجوده وه نو بيا هغه کوهې ولې جوړ شو.
تر ټولو مهمه پوښتنه دا وه چې دا عبادت ځاې د کنشکا شاهي اورتون و خو د هغه نه وروستو بيا څه ووشول؟ ايا د اور نمانځنې جاري وې او که نه؟ د باختري (ارياي) ژبې شته والې او د دې معبد ټول جوړښت چې پکې د يوناني ډول ستنې ولاړې وې، د هغه وخت د کلتور شتون ښايي. په دېوالونو خال خال د يوناني ډوله امېلونو او د مارغانو نښې هم وې. په ډبرو کې درې انساني شکلونه کنده شوي دي چې يوه يې هم هغه د کنشکا مجسمه ده چې لباس يې د مرکزي اېشيا د قبايلو دی. په ګچو کې جوړ شکلونه د يونان ډول ښايي.
د سرخ کوتل جوړښت لرغون پوهان اړ ايستل چې هغه ته د ” گريکو بوديزم” نوم وټاکي. مانا په دې تمدن کې د يونان اغېزې د بوداي دين سره يو ځاې شوې وې.
کيندنې بس شوې خو د سرخ کوتل کيسه دلته تمامه نشوه او يوه ورځ شلومبرګر ته چا د يوې يوناني ستنې درک ورکړو چې د هغه غونډۍ نه دوه کلوميټر ليرې ښکته د پوڼيو مخې ته پروت و. دا د هغو نورو په شان نه وه چې دوي په عبادت ځاې کې موندلي وې.
کله چې يې دلته کنستون پېل کړو نو يو ښکلې ډبرين، په پلستر پوښلی دېوال يې رابرسېره کړو. څو اوونۍ وروستو دوي هلته يوه چوتره هم وموندله چې ورباندې د خټو نه جوړې څو لوې مجسمې پرتې وې. دا ټولې ماتې وې خو د هغو ټوټو نه يوه د څادر ټوټه او دوه پښې سلامت وموندل شول. دا دوه پښې د عادي انسان د پښو نه درې چنده لوې وې. د دې پښو په ليدو دوي هڅ ووهلو چې هغه به يو بوداي عبادت ځاې وي. په دېوال ۴۰ نقشونه جوړ وو چې څه نا څه ۲۵ يې ترېنه خوندي کړل. په دوي کې ۲۴ د انساني وجود برخې و. د يوه پټکي (پگړۍ) نه دوي پوه شول چې دا د ” بودي ستوا” مجسمه وه او د گندهارا په نورو ځايونو کې موندل شويو مجسمو ته ورته وه.
د غونډۍ د پاسه اورتون او د دې په پښو کې بودايي معبد لرغون پوهانو وپېژندل خو دواړو معبدونو د جوړېدو ترمنځ د وخت واټن ورته څرګند نشو ځکه د جوړښت له پلوه دواړه د يوې دورې ښکاريدل. تر هغې بې له څو سکو نه د يونان باختري دورې او په تېره بيا د کوشان وختونو هيڅ نه و موندل شوي. خو سرخ کوتل هغه لومړۍ ځاې و چې د هغې دورې نښې يې رابرسېره کړې.
د افغانستان د تاريخ د مات امېل يوه مرۍ په سرخ کوتل کې پرته وه. د دې ليدو لپاره زه په ۲۰۰۵ م کې ولاړم نو نه کنډوالې وې او نه پوڼۍ. د يو دوو ستنو بېخ نه علاوه د سرخ کوتل په نوم غونډۍ واښه ولاړ وو. د غونډۍ په بېخ کې کوچيانو خپلې کوتې جوړې کړې وې او راته يې وويل چې دا زمکه د دوي وه.
سرچينه
د سرخ کوتل کيندنې او په باختر او هند کې د يونانيانو ستونزه. ډانيال شلومبرگر. په افغانستان کې د فرانسې د لرغون پوهنې د ډلې مشر. د بريطانيې په اکاډمي کې د ده لېکچر په ۳۱ مې، ۱۹۶۱ م. د لندن اکسفورډ يونيورسټي پرېس چاپ.
د خپرېدو نېټه
۱۴ مارچ ۲۰۱۴ م
صفيه حليم
کاشکې چې د افغانستان حکومت د داسې لرغونو اثارو ژغورنې ته پاملرنه کولی ………… افسوس!