د سلطان غوري انځور

Ghauri 1
يو سړي په لوې بالښت ډډه لگولې او پر فرش ناست دی. د ږيرې او د برېتو وېښته يې تور دي. سپينې جامې يې په غاړه دي، شين (زرغون) پټکې او هم هغسې يو څادر يې په اوږه تاو کړې دی. دا د يو البم پاڼه ده چې د لاجورد او د سرو زرو حاشيه لري.
د دې د پاسه په نستعليق خط کې د سلطان غوري نوم ليکلې دی. د لندن د نامتو نيلام خونې ” سده بيز” په تخمين اوس په بازار کې د دې انځور بيه ۱۲۰۰ پونډه ده. خو پوښتنه دا ده چې دا د کوم وخت انځور دی او څوک خبر دي چې دا کوم غوري سلطان دی؟
دا انځور څو کاله پخوا ياسمين حسېن په يو نيلامې کې واخيستو. ما ترېنه د عکس خواست وکړو او اجازه يې راکړه. هغې راته وويل چې دا انځور د په ۱۷ م پېړۍ کې د هند په يو ولايت کې جوړ وي.
په هند کې د پخوانو انځورونو نه نوي جوړېدل او د نورو قيمتي شيانو سره په البم او بغچه کې ساتل کيده. ټول انځورونه به د اوبو په رنگ جوړيدل ياني غوړ به يې نه کاروو. دا ډول انځور په انگرېزي کې د ” گواش” تخنيکي نوم لري. په هند کې د يو سپېڅلې څټې د مجسمې يا د انځور په سر د سپوږمۍ هاله هم جوړېده چې د بودا ځينو مجسمو کې ليدل کېږي. په دې انځور کې هم د سړي د سر د پاسه په سرو زرو يوه هاله جوړه ده.
د انځور پېژندونکي زيات وخت دا د هغه وخت نورو جوړ شويو انځورونو سره پرتله کوي. کله کله د يو مصور څو انځورونه د ده ځانگړو رنگونو او يا د برش په يو خاص ډول کارونې له کبله يې پېژندلي دي.
د دولسمې ميلادي پېړۍ په وروستيو کې په هند کې د لومړي اسلامي سلطنت بن سټ اېښونکي د غور د ټبر دوه وروڼه غيا ث الدين او شهاب الدين محمد (معيز الدين) وو. دواړه ‍پخپ‍ل دين ټينګ ولاړ او د اسلامي لارې منونکي وو.
په هند کې د انځورونو او د مجسمو جوړول د دين يوه برخه وه او کله کله هنرمندانو د پېسو لپاره د يو چا په فرمايش انځور جوړ کړو. که دا د يو غوري سلطان د پخواني انځور نه دوېم ځلې جوړ شوی انځور وي نو د پښتنو په تاريخ کې مهم ځاې لري.
د خپريدو نېټه
۱۸ مارچ ۲۰۱۴ م
صفيه حليم
Ghauri face

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *