اوس خلک په دې باور دي چې اشنغر يا هشت نګر د هغو اتو کليو نوم دی چې د سوات سيند پر کيڼه غاړه اباد دي.
پړانګ، تنګي، اتمانزي، ابازي، ترنګزي، عمرزي، شېر پاو او رزړ د ډېرو له اند اشنغرګڼل کېږي. که چارسده هم ورسره يو ځاې شي نو دا بيا نهه کلي شول.
هغه ځاې چې درې سيندونه، سوات، جيندې او اباسين اوبه پکې يو ځاې کېږي “پرياګ” نوميدو. دا د هند د اله اباد په څېر سپېڅلې ځاې و او خلک دلته په اوبو کې د عبادت لپاره ورتلل. وروسته دا پړانګ شو او تر شلمې پېړۍ هم دلته هندوان اوسېدل چې ورو ورو ترې کډه شول.
د لرغون پوهانو دا اندازه ده چې ممکن دا ځاې د استيز باچا په نوم استيز نګر يا اشتاکه نګر و. د دې شواهد د ګندهارا هغه نور ښارونه دي چې هغه وخت د خپلو باچاهانو په نومونو يادېدل. نامتو لرغون پوه الېګزانډر کننګهم ليکي، “اشنغر يا د “هستي ښار” ممکن د ” استيز” واکمن د پلازمينې نوم و. دی د “پيوک” شهزاده و. د يونان د خلکو دا دود و چې د هند باچاهان يا واکمن به يې د دوي د ښارونو په نومونو نومول. لکه ” تيکسلايس” د تيکسلا باچا او ” اساکنوس” د اساکين باچا. او داسې نور.”
د ميلاد نه وړاندې د پشکارا وتي (د برسنډې ګل) په نوم يو ښار د غونډۍ د پاسه جوړ و. يو وخت خلکو دا “ښهر ناپرسان” بللو، اوس د حصار په نوم يادېږي او په شلمې پېړۍ کې ترېنه د ګندارا تمدن بودايي توکي وموندل شول.
راجا اشتاکه يا استيز نه وروستو دا ټوله سيمه د انند پال لاس په لاس کې وه چې محمود غزنوي په حملو کې د مسلمانانو ونيوله. د غزنويانو نه وروستو غوريان راغلل او ممکن هغوي چارسده وبلله ځکه چې په غور کې هم يو ځاې چارسده نومېږي. په ۱۸۷۴ م کې د دې سيمې يو مورخ، “منشي ګوپال داس په تواريخ پشاور کې ليکي چې د دې ځاې نوی نوم چارسده د افغانستان د يو فاتح الياس خان محمد زي له خوا وټاکل شو چې ديارلس نسلونه وړاندې يې دلته نوي ابادي وکړه. د ده په څلورو زامنو کې د يو نوم چارسده و.”
د احمد شاهي وختونو راهيسې د کندهار دورانو د دې ښيرازې زمکې ونيولې او کورونه يې پرې جوړ کړل. په افغانستان کې د بارکزو د حکومت پر وخت دلته محمد زي (مامدزي) خانانو ته هم زمکې ورکړې شوې.
هغه وخت دوي به يوه کلا جوړه کړه چې د ټبر د مشر په نوم به يې يادوله، لکه اتمانزي، ترنګزي،عمرزي او ابازي. د شېر پاو کلې په اصل کې د تنګي يوه برخه وه او اوسېدونکي يې محمد زي دي.
په دې سيمه کې د دوو نيمو زرو کالو پخوانې توکي موندل شوي دي چې ځينې د يوناني بوديزم نه واخلې تر اسلامي د راتلو نه وروستو زمانې په نښه کوي.
په اشنغر کې تېرو سلو کالو کې ۱۴۴ ځايونو کې دوه زره کاله پخوانې توکي وموندل شول او تر اوسه ۷۵ پکې د بوداي دين د سټوپو، خانقاه او د زيارتونو ودانۍ دي. په دوي کې ۳۵ ځايونو خلکو د سکو و د نورو شيانو لپاره پخپل مخ سر سپړدلي او ويجاړ کړي دي. د ۱۹۹۰ عيسوي کال راهيسې دلته ځينو ډلو نه يواځې په بېلچو او په کودالونو دا ځايونه کيندلي دي بلکه په بلډوزر يې اړولي دي. په افغانستان کې داسې کيندنو يو سبب ممکن جنګ وي خو په چارسدې کې داسې څه ټکه نه ده رالويدلې او خلک يې هم ځان له نورو متمدن او تعليم يافته پښتانه ګڼي. پخپل کور کې غلا د کوم تمدن نښه ده؟
سرچينې
۱. ډاکټر احمد حسن داني- پېښور، د سرحد تاريخي ښار. ۲۳۹ نه تر ۲۴۲ مخ. سنګ ميل خپرونې لاهور.
۲. د هند لرغونې جغرافيه، الېګزانډر کننګهم- ۱۸۷۱ م بودايي دور- ډيجيټل کتابتون، ۲۷ او ۵۸ مخونو کې
۳. د ګندهارا د کلتوري ميراث ساتنه او ثبت. احسان علي او رابن کوننګهم. د ويب پاڼې مقاله.
د خپرېدو نېټه
۱۹ مارچ ۲۰۱۴ م
صفيه حليم
der kha malot de
http://www.youtube.com/watch?v=jCPMT_qDTP4