په ٢٠٠٦ کال کى د بامېانو د يو غار په دېوالونو د اوومى ميلادي پېړۍ جوړانځورونه وموندل شول چې د لوګي په تور والي کې پټ وو.
د باميانو دا غارونه د هغو لويو بودايي مجسمو شا و خوا د راهبانو له خوا د عبادت ځايونو په توګه کاريدل او د جاپان لرغون پوهانو دلته خپلې پلټنې او څېړنې پېل کړې وې.
د انځورونو د ليدلو او د تحليل لپاره د پرمخ تللي ټېکنالوجي نه کار واخيستل شو چې د زمکې نه لوړ وو او هلته ختل او کار کول پخپله يوه ننګونه وه. په باميانو کې شا و خوا ۱۰۰۰ غارونو کې انسانانو پخوا ا اوس ژوند کړې دی. د پنځوسو په دېوالونو او چتونو انځورونه وو چې د ښو هنرمندانو له خوا جوړ شوي وو.
د وړو وړو برخو عکسونه يې د مايکرو اېکسرې نومې ماشين سره اخيستل. د تحليل کار په ساينسي طريقه کيدو او د هر انځور نه ځکه دا څرګنده شوه چې په رنګ کې د اوبو نه علاوه نور توکي هم ګډ شوي وو چې د هغې لپاره بېل بېل تخنيک پکار و.
د پېل د څو عکسونو نه دا څرګنده شوه چې دا انځورونه غېر عادي وو او د تيږې سره رنګ د نښلولو لپاره دوه ډوله توکي کارول شوي وو. طبعي او مصنوعي- په طبعي توکو کې پروټين واضح و چې هغه وخت د اګۍ او د حيواني پوټکي سلېخ يې بکې ورګډ وو. بل د وارنش په شان مواد وموندل شول چې پکې د فولادو سپين پوډر او کاربن شامل و. د فولاد سپين پوډراوس هم د مخ په هغو کريمونو کې کاروي چې د پوست د سپينولو دعوا کوي.
خو د داسې تېلو يا د روغن نښې وموندل شوې چې رنګ ورسره ورو ورو وچېږي.
په دولسمې ميلادي پېړۍ کې اروپايي انځور ګرانو د ارنډ تېل به په رنګ کې ګډ کړل چې انځور ورسره ورو ورو وچ شو. د دې يوه ګټه به دا وه چې رنګ به تر دېرې مودې پاتې کيدو، بله دا چې انځور ته به يې ښکلا ورکوله او درېم دا چې انځور ګر کولې شول چې په جوړ شوي انځور کې بدلون راولي او يا خپله غلطي اصلاح کړي.
د باميانو انځور ګرانو د اروپا نه پينځه سوه کاله پخوا په رنګ کې د تېلو ګډول زده وو او دوي به د غوزانو او د کونځلو (کونجت) غوړ کارول. به دې سيمه کې ارنډ نه پېدا کېږي.
په لرغونې روم او مصر کې به يې په ورو اوچېدونکې تېل ګډول خو دا به يواځې د درمل او د مخ کريم لپاره کاريدل.
د باميانو په پنځوسو کى د شلو سمڅو نه غوړ انځورونه ووموندل شول، د ځينو غارونو انځورونه ما پخپله په ۲۰۰۵ م کې وليدل چې رنګونه پکې لږ پاتې وو. ځاي ژورناليسټانو راته وويل چې د شلمى پېړۍ د جنګ په کلونو کې بى شمېره داسې انځورونه ځاي جنګيالو وشوکول او ايران ته يې يوړل. هغه چې تر اوسه پاتي و، سبب يې دا و چې بېرته راتلونکو مهاجرو په دې غارونو کې اور بلوو او د هغې به لوګي پټ شوي وو.
په دې غارونو کې پينځه سوه کاله خلکو انځورونه جوړول چې د بېلا بېلو زمانو او د تمدنونو نه راپاتې او زيات يې د بوداي دين سره تړاو لري. د بودا لوې او واړه انځورونه هرې سمڅې کې او ځينې يې نيلا رنګ کې جوړ وو. يو ځای د لرغوني ايران اثرښکاري، په بل ځای د مرکزي اېشيا او يا د لرغونې هند د ديوتاګانو هنري جوړښت نښې موندل کېږي.
هغه سمڅې چې د څېړنو لپاره بند وو، پکې د لرغونو داستانونو خيالى مارغه “سيمرغ” جوړ دی چې سر يې د باز او وجود يې د زمري دى. په وزرو يې طلايي، نقرئي نيلا او سره رنگونه کارول شوي دي. د دې څنګ ته يو غوای ولاړ دی. په يو بل انځور کى “يږه” او زمرى يو بل ته مخامخ ولاړ دي. په يوې سمڅې کې د لمر اسطوره ميترا په يو ګاډي ګې ناسته ده او څلور اسونه يې راکاږي چې وزرې لري.
د بېلا بېلو ويب پاڼو نه
صفيه حليم
د خپرېدو نېټه
۲۴ مارچ ۲۰۱۴ م
Salamona!
Der kha malomat de !!!
http://www.youtube.com/watch?v=jCPMT_qDTP4